«سږ کال ۱،۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه اخراج شوي»
۱۴۰۴ تیر ۸, یکشنبهایران او پاکستان په ۲۰۲۳م کال کې په جلا توګه د هغو بهرنیانو د اخراج له پاره چې د دوی په وینا په دغه هیواد کې نا قانونه میشت دي، کمپاینونه پيل کړل.
د افغانستان دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ضرب الاجلونه وټاکل او ویې ویل په هغه صورت کې چې دغه کسان په خپله خوښه له دغه هیواد څخه ونه وځي، نو اخراج به یې کړي.
ایران او پاکستان د هغو افغانانو د هدف ګرځولو څخه انکار کوي چې د جګړې، بې وزلې یا طالبانو حکومت له امله له خپل هیواد څخه وتلي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمیساري اعلان کړی دی چې افغانستان ته د بیرته ستنیدو په حال کې له ۱،۲ میلیونه افغانانو څخه تر نیمایي ډیر یې د ایران د حکومت له خوا د مارچ د ۲۰ نیټې مهلت له ختمیدو وروسته له دغه هیواد څخه اخراج شوي دي.
د یادې ادارې د شمیرو له مخې ایران تر ۳۶۶ زرو ډیر افغانان چې په هغو کې مهاجر او هغه کسان چې مهاجرو ته په ورته شرایطو کې قرار لري، سږ کال اخراج کړي دي.
د ایران او اسرائیل ۱۲ ورځنۍ جګړې وضعیت لا پسې خراب کړی دی. تر ټولو د ډیرو کسانو بیرته ستنیدل د جون په ۲۶ نیټه ثبت شوي دي او په دې ورځ ۳۶۱۰۰ تنه افغانان له سرحد څخه په تیریدو افغانستان ته داخل شوي دي.
د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمیسارۍ استازي عرفات جمال وویل: «افغان کورنۍ یو وار بیا مهاجر کیږي. دوی له ډیرو لږو وسایلو سره، ستړي ستومانه، وږي او ویریدلي هیواد ته ستنیږي، چې حتی اکثره یې مخکې تر دې له دا ډول وضعیت سره نه و مخامخ شوي.»
هغه وویل چې په ځانګړي توګه ښځې او نجونې ډیرې انديښمنې دي، ځکه د ګرځیدو آزادۍ او د زده کړې او کار په څیر د اساسي حقونو له محدودیتونو څخه ویره لري.
د افغانستان د نفوسو تر نیمایي ډیر یې په بشري مرستو تکیه دي، خو د طالبانو له سیاستونو سره مخالفت او په پراخه کچه د بودیجې کمښت وضعیت لا پسې خراب کړی دی، په داسې شکل سره چې ټولو مرستندویه سازمانونو او غیر دولتي بنسټونو اساسي خدمات، لکه زده کړې او روغتیایي مرستې کمې کړي دي.
ایران له بهرنیانو څخه غوښتي چې ژر له دغه هیواده و وځي
د ایران لوی څارنوال محمد موحدي آزاد، د شنبې (د جون میاشتې ۲۸ نیټه) په ورځ وویل: «هغه بهرنیان چې په غیر قانوني ډول په هیواد کې دي، هر څومره ژر چې کولی شي باید له دې هیواد څخه و وځي، په بل صورت کې به له قانوني چلند سره مخامخ شي.»
د «ایرنا» رسمي خبري آژانس د آزاد له قوله لیکلي دي: «بهرني اتباع په ځانګړي توګه زمونږ افغان خويندې او ورونه چې د کلونو راهیسې یې مونږ کوربه یو، مونږ سره مرسته کوي، څو غیر قانوني اتباع په ډیر لنډ وخت کې ایران ترک کړي.»
ایراني چارواکو د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې له شاوخوا ۶ میلیونه افغانانو څخه تر ۲،۵ میلیونه یې په نا قانونه ډول په دې هیواد کې ژوند کوي.
د ایران دولتي تلویزون رپوټ ورکړ چې په کابل کې د ایران لوړپوړي دیپلومات عليرضا بیکدلي، له افغانستان سره له ګډې سرحدي پولې دوغارون څخه لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانانو په بیرته ستنونې کې به اسانتیا رامنځته کوي.
ایرانیانو په دې وروستیو میاشتو کې د افغانانو د شتون له زیاتیدو څخه شکایت کړی او ځینو یې دوی د جګړې د پیلیدو د وخت راهیسې د اسرائیل له پاره په جاسوسۍ تورن کړي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان حکومت هم په دغه هیواد کې شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانانو ته د روان کال د جون میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې له دغه هیواد څخه د وتلو مهلت یا ضرب الاجل ورکړی دی.
پاکستان اراده لري چې سږ کال په مجموع کې دری میلیونه افغان مهاجر اخراج کړي.