کراچۍ ښار کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي دي
۱۴۰۰ آذر ۲۷, شنبهد پاکستان په ستر بندري ښار کراچۍ کې د یوې زورورې چاودنې په پایله کې د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي. د کراچۍ ښار حکومتي چارواکو نن د شنبې په ورځ وویل چې چاودنه د شیرشاه په نامه سیمه کې د بانک تر یوې ودانۍ لاندې شوې ده.
د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د چاودنې په پایله کې یاده ودانۍ نړیدلې ده او هر چیرته خواره واره اسناد لیدل کیږي. د دې ښار د پولیسو مشر د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د پیښې په تړاو د بمونو خنثی کوونکې ډله پلټنې کوي خو زیاتوي چې د ابتدایې معلوماتو په اساس چاودنه «د ګازو د لیک کیدو» له کبله رامنځ ته شوې ده.
په انځورونو کې لیدل کیږي چې د ودانۍ شاوخو ولاړ موټر او موترسایکلونه هم زیانمن شوي دي. چارواکو ویلي چې په دې پیښه کې د ۱۲ تنو د وژل کیدو پخلی شوی او دا چې ۱۳ تنه نور بیا د ټپونو د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي دي.
په پاکستان کې د خوړو او کورونو د ګرمولو له پاره او همدا راز د موټرو د سون توکو په توګه په زیاتره مواردو کې له ګازي ډبو کار اخیستل کیږي چې له کبله یې وخت نا وخت دغه راز پیښې هم رامنځ ته کیږي.