اروپايي اتحادیې د مبدا امن هېوادونو لومړی نوملړ خپور کړی
۱۴۰۴ فروردین ۲۸, پنجشنبهد اروپايي اتحادیې کمېسیون د ۷ هېوادونو يو نوملړ خپور کړی دی چې په راتلونکي کې به د مبدا امن هېوادونو په توګه پيژندل کیږي. په دې نوملړ کې کوسوو، هند، بنګله ديش، کولمبيا، مصر، مراکش او تيونس شامل دي.
د اروپايي ټولنې په غړيو هېوادونو کې د دې يادو هېوادونو څخه د راغلو انسانانو د پناه غوښتنليکونه به په راتلونکي کې د یوې چټکې پروسې په ترڅ کې اروزول کيږي ځکه چې دغه عريضې به د بريا ډېر لږ چانس ولري.
اړونده موضوع: مهاجرت او پناه غوښتنه؛ په آلمان کي د مهاجرت سياست کوم لور ته روان دی؟
هر غوښتنليک به په انفرادي توګه اروزول کیږي
د اروپايي کمېسيون د معلوماتو په حواله به د اروزنې دغه چټک کړل شوی پروسه حداکثر درې مياشتې دوام وکړي. خو غړي هېوادونه باید سره له دې هم د پناه هر غوښتنليک په جلا او انفرادي بڼه وارزوي، د دې په نظر کې نیولو پرته چې دغه کس له يوه مبدا امن هېواد سره تړاو لري او که نه.
د اروپايي اتحادیې دا نوملړ به پر ټولو غړيو هېوادونو صدق کوي خو د دغه هېوادونو د خپلو يا ملي نوملړونو ځای به ونه نه ونيسي.
اړونده موضوع: په اروپايي ټولنه کي د پناه غوښتني اصلاحات
د اروپايي اتحادیې له خوا له ذکر شويو اووه هېوادونو څخه یې يو هم تر اوسه د آلمان د مهاجرت او کډوالو چارو د ادارې (BAMF) په اړوند نوملړ کې نشته.
د اروپايي اتحادیې کمېسيون تشریح کړه چې په اتحادیې کې شامليدو ته کانديد هېوادونه هم په اصل کې مبدا امن هېوادونه دي. خو د هغو هېوادونو له پاره به استثنا موجوده وي چې «زور زياتي سره مل» وسله والې شخړې پکې روانې وي، اروپايي اتحادیې یې پر وړاندې بندیزونه وضع کړي وي او يا دا چې د يوه هېواد د پناه غوښتونکو د عريضو د منل کيدو کچه تر ۲۰ سلنه لوړه وي.
د پناه غوښتنې اصلاحات به په ۲۰۲۶م کال کې عملي شي
د ايټالیې د کورنیو چارو وزير ماتیو پيانتدوسي، د دغه نوملړ خپريدل د خپل حکومت له پاره «بريا» وبلله. په روم کې حکومت په اروپايي اتحادیه کې د مهاجرت د محدودولو پلوی دی.
دا نوملړ باید لومړی د اروپايي اتحادیې د پارلمان او غړيو هېوادونو له خوا تصويب شي. اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه تېر کال د اتحادیې د پناه غوښتنې په ګډ سیسټم کې پر اصلاحاتو سره سلا شول. دغه اصلاحات به د ۲۰۲۶م کال په جون میاشت په رسمي توګه نافذ شي.
د زرغون ګوند له لوري نیوکې
پر نورو سربیره زرغون ګوند پر دې ګام نیوکې کړي دي. د اروپا په پارلمان کې د زرغون ګوند د پناه غوښتنې د سياست د برخې ویاند او د آلمان د پلاوي مشر ايرک مارګوارت، وويل: «اروپايي کميسيون غواړي مبدا هېوادونه لکه تیونس، مصر او بنګله ديش د امن هېوادونو په توګه درجه بندي کړي که څه هم چې هلته د پناه غوښتونکو پر وړاندې د شکنجې، تعقيب او زور زياتي پېښې مستندې شوي دي.»
هغه وويل هغه څوک چې د پروسو د چټکولو له پاره بنسټیز حقونه قرباني کوي، له اروپايي ارزښتونو سره مخ ښه کوي.