بلغاریا: د یورو پولي واحد پرضد له تاوتریخوالي ډک مظاهرې شوي
۱۴۰۳ اسفند ۵, یکشنبهمظاهره کوونکو د بلغاریا هیواد په پلازمېنه صوفیه کې د اروپايي اتحادیې د استازولۍ پر ودانۍ، د کوکتل مولوتوف یا د بوتلو په واسطه د اور اچولو او چرګانو هګیو په غورځولو او همدارنګه د سور رنګ په پاشلو سره حمله وکړه.
پولیس د دغو مظاهرو په جریان کې د شپږ تنه مظاهره کوونکو د نیول کیدو او ۱۰ تنه پولیس ځواکونو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
له اپوزیسیون اړخ څخه د «وازراژدانه» یا احیا ملتپاله ګوند چې روسي پلوه دی، په بلغاریه کې د یورو اسعارو په جریان کې لویدو درشل کې خبرداری ورکړی او ادعا یې کړې ده چې په بلغاریا کې د پولي واحد په توګه د یورو په استفادې سره دغه هیواد «خپل حاکمیت له لاسه ورکوي.»
نوموړي ګوند د دغه هیواد د اوسني اسعارو (لو) د پاتې کیدو له پاره د ټولپوښتنې غوښتنه کړې ده. د بلغاریا حکومت او همدارنګه د اروپایي اتحادیې د کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین، د افراطي ناسیونالیستانو له تاوتریخوالي ډک برید غندلی دی.
د بلغاریې ائیلافي حکومت چې د روان میلادي کال د جنورۍ راهیسې په واک کې دی، له یورو حوزې سره د دغه هیواد د یوځای کیدو هڅه کوي. بلغاریا له ۲۰۰۷ م کال راهیسې د اروپایي اتحادیې غړیتوب لري.