د المان د ټاکنو تحلیل: المانانو د بدلون له پاره رایه ورکړه
۱۴۰۳ اسفند ۶, دوشنبهد المان مسيحي دیموکرات او مسيحي سوسیال اتحاد (CDU/CSU) محافظه پاله ګوندونه خپل د تر ټولو ډیرو رایو ترلاسه کولو هدف ته ورسیدل. د مسيحي ديموکرات ګوند مشر او صدراعظمۍ ته د دواړو ګوندونو ګډ نوماند فریدریش ميرڅ، تیره شپه په برلین کې وویل: «موږ د ۲۰۲۵م کال عمومي ټاکنې وګټلې.»
خو سره له دې هم د دې ګوند په مرکزي دفتر کې د بریالیتوب جشن کمرنګه و. محافظه پالو تر دې د ښو پایلو هیله درلوده، او لکه په ټاکنیزو کمپاینونو کې چې یې ویل تر ۳۰ سلنه د ډیرو رایو ترلاسه کولو هیله یې درلوده.
بالاخره دې دوه ګوندي اتحاد شاوخوا ۲۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او نه شي کولی چې په یوازیتوب سره حکومت جوړ کړي. دغه دوه اتحادي ګوندونه د اکثریت ترلاسه کولو او حکومت د تشکیلولو له پاره ائتلافي شریک ته اړتیا لري.
که یوازې شمیرو ته وکتل شي د AfD یا «المان له پاره بدیل» د مهاجرت ضد ښي اړخی ګوند چې په دویم مقام کې یې ځای نیولی دی، کیدای شي د ائتلافي حکومت د تشکیل له پاره یو انتخاب وي.
یو پر پنځه برخه الماني رای ورکوونکو دغه ملتپاله ګوند ته رایه ورکړې ده. د دې ګوند یوه له دوو مشرانو څخه الیس وایډل وویل: «زموږ رایې دوه برابره شولې! هغوی غوښتل زموږ رایې نیمایي کړي، خو د هغې برعکس وشول.»
نوموړې په دې باور ده چې د CDU/CSU ګوندونه نه شي کولی بې د AfD له همکارۍ څخه خپل انتخاباتي ژمنې لکه د نامنظم مهاجرت ختمول عملي کړي.
خو د المان مسيحي دیموکرات او مسيحي سوسیال اتحاد (CDU/CSU) محافظه پاله ګوندونو په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو او همدارنګه له ټاکنو وروسته د المان له پاره بديل AfD ګوند سره د ائتلاف رامنځته کول په پریکړنده توګه رد کړي دي.
فریدریش ميرڅ، د انتخاباتو په شپه د دې ګوند په اړه وویل: «موږ په نظر کې بنسټیز تفاوتونه لرو، د بیلګې په توګه په بهرني سیاست، امنیتي سیاست، په اروپايي موضوعاتو، ناټو، یورو پولي واحد او نورو ډېرو برخو کې.»
فریدریش ميرڅ، وایډل ته وویل چې «تاسې کولی شئ هر څومره چې غواړئ د [همکارۍ له پاره] لاس اوږد کړئ، موږ د المان له پاره بدیل ګوند سره همکاري نه کوو.»
وایډل په خپل وار ګواښ وکړ چې AfD به د اپوزیسیون د تر ټولو قوي ځواک په توګه حکومت تر فشار لاندې ونیسي.
فریدریش ميرڅ د بدلون ژمنه کوي
د ټاکنیزو کمپاینونو اصلي موضوع د کمزوري اقتصاد سربیره، د مهاجرت او پناهندګۍ سیاست و. د بایرن ايالت مسيحي سوسیال ګوند مشر مارکوس زودر، د المان له پاره بدیل ګوند د کامیابۍ په ارزونه کې وویل: «تاسې کولی شئ په المانانو کې بې باوري احساس کړئ»
د هغه له نظره خلک ډاډمن نه و چې اتحادي ګوندونه به وکولی شي خپلې ټاکنیزې ژمنې عملي کړي او دا د دې سبب شول چې ډېر رای ورکوونکي AfD ته رایه ورکړي. زودر زیاته کړه: «هر کار چې زموږ په وسه کې وي، په المان کې د بدلون راوستلو له پاره یې کوو.»
د المان سوسیال دیموکرات SPD او زرغون ګوندونه د ائتلاف بالقوه شریکان دي. دواړه ګوندونه چې په پخواني حکومت کې شامل ول، لومړی باید پر خپلې ټاکنیزې ماتې ځان پوه کړي.
سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) له ۱۶ سلنې رایو سره له ۱۸۹۰ م کال راهیسې تر ټولو خرابه نتیجه ترلاسه کړې ده. صدراعظم اولاف شولڅ چې د نوي حکومت تر تشکیلیدو پورې خپل کار ته دوام ورکوي، د خپل ګوند د انتخاباتو نتیجې په هکله وویل: «دا د سوسیال دیموکرات ګوند له پاره یوه ترخه انتخاباتي نتیجه ده.»
له سوسیال دیموکرات ګوند څخه د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس د«ویجاړونکي پایلې» خبره کړې ده.
بد چانسه اولاف شولڅ
شولڅ په وروستیو پنځو لسیزو کې د المان لومړی صدراعظم دی چې یو ځل بیا نه انتخابیږي. د هغه ائیلافي حکومت چې له سوسیال دیموکرات، زرغون او ازاد دیموکراتانو څخه تشکیل شوی له درو کلونو کم وخت یې دوام وکړ او د ۲۰۲۴م کال په نومبر کې د بودیجې پر سر اختلافاتو له کبله وپاشل شو.
نوموړي لادمخه اعلان کړی دی چې که سوسیال دیموکرات ګوند په راتلونکي ائتلافي حکومت کې شامل وي، هغه نه غواړي د وزیر په توګه په کابینه کې کار وکړي.
البته یوازې د سوسیال دیموکرات ګوند د رای ورکوونکو له خوا نه دی مجازات شوی. د آزاد دیموکراتانو FDP ګوند هم د پام وړ ماته خوړلې ده او نه دی توانیدلی چې پارلمان ته د داخلیدو له پاره ۵ سلنه اړینې رایې ترلاسه کړي.
له دې ماتې وروسته د نوموړي ګوند مشر کریستیان لیندنر، له سیاست څخه لاس واخيست یا خپله استفاء اعلان کړه.
د زرغون ګوند مشر روبرت هابيک، د ټاکنو پایلې د درناوي وړ بللي دي. هابيک وویل: «موږ دومره سخت مجازات شوي نه یوو، خو د ډیرو رایو هیله مو درلوده چې ترلاسه مو نه کړای شول.» هابيک زیاته کړه چې که محافظه پاله د ائتلافي شریک په توګه زرغون ګوند غواړي، موږ مذاکراتو ته تیار یوو.
کیڼ اړخي ګوند پارلمان ته لاره موندلې ده
محافظه پاله مسیحي ګوندونو لادمخه له کیڼ اړخي سوسیالیست (Die Linke) ګوند سره د ائتلاف جوړول رد کړي دي. وروسته له هغې چې د سارا واګنکنيشت ګوند له کیڼ اړخو څخه جلا شو په نظر سنجیو کې د دې ګوند ملاتړ نږدې ۳ سلنه را ټیټ شو.
خو کیڼ اړخي پارلمان ته په غیر منتظره ډول ستنیدو تمه لري او تر ۸ سلنه ډیرې رایې یې ترلاسه کړي دي چې دا په کوچنیو ګوندونو کې ډیره ښه پایله ده.
د دې په نه پام کې نیولو سره چې د ائتلاف جوړولو مذاکرات به څومره پيچلي وي، د المان راتلونکی حکومت له لویو ننګونو سره مخامخ دی. ميرڅ، د یکشنبې (د فیبرورۍ په ۲۳ نیټه) په ماښام وویل چې شدیدو ستونزو ته په کتلو سره باید د حکومت د تشکیلولو بهیر کړندی وي: «نړۍ موږ ته انتظار نه کوي او نه هم موږ اوږدو ائتلافي مذاکراتو ته په انتظار کې پاتې کیږي.»
ميرڅ، ټینګار وکړ چې المان باید ژر عمل کولو ته اماده شي، څو په اروپا او نړۍ کې دغه درک موجود وي چې په المان کې یو د باور وړ حکومت شته.
په بودیجه کې درز
فریدریش ميرڅ اقتصاد ته د وده ورکولو او ټولنیزو خدماتو کمولو طرفداره دی. د نوي حکومت تر ټولو لویه ننګونه به د راتلونکي بودیجې تامین وي. مالیاتي عایدات نور د ټولو حکومتي لګښتونو له پاره کافي نه دي.
د پوځي لګښتونو لوړیدل، د زړو زیربناو بیارغونه او د چاپیریال دوسته انرژۍ تامینول، میلیاردونو یورو ته اړتیا لري؛ هغه هم په داسې یو وخت کې چې په ۱۹۹۰م کال کې د المان د بیا یوځای کیدو راهیسې دغه هیواد له تر ټولو لوی اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی.
دا د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ پر ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې تر یرغلیز برید وروسته په المان کې لومړنۍ عمومي ټاکنې دي. د المان حکومت له هغه وخت راهیسې اوکراین ته ۲۸ میلیارده یورو نظامي مرستې ځانګړې کړي دي. په دې ترتیب المان تر امریکا متحده ایالاتو وروسته له اوکراین سره دویم تر ټولو لوی مرسته کوونکی هیواد دی.
له هغه وخت راهیسې چې ډونالډ ټرمپ قدرت ته رسېدلی دی، شرایط بدل شوي دي. د امریکا نوي حکومت اروپا ته شا اړولې ده. د واشنګټن له نظره اوکراین ته د لا زیاتو مرستو رسول د اروپایانو وظیفه ده. په دې ترتیب سره له دې وروسته اروپا باید د خپلو دفاعي وړتیاو د بهترولو له پاره لا زیات مسئولیت پر غاړه واخلي.
له المان څخه نړیوالې تمې
دې وضعیت ته په کتلو سره د المان نوی حکومت باید ډیر ژر خپل لومړیتوبونه وټاکي، په ځانګړي توګه که المان غواړي رهبري کوونکی نقش ولري، هغه څه چې د سوسیال دیموکرات ګوند په ټاکنیزو کمپاینونو کې مطرح کیده.
د CDU ګوند مشر کارستن لینه من ویلي دي: «المان ته اړینه ده چې په اروپا کې د رهبرۍ نقش ولري، نه دا چې ځان لوړ وګڼې، بلکې له فرانسې، پولنډ او قوي اروپايي اتحادیې سره یوځای.»
د المان نوی پارلمان (بونډسټاک) باید په راتلونکو ۳۰ ورځو، یعنې د مارچ تر ۲۵ نیټې پورې خپله غونډه دایره کړي. د المان د اساسي قانون له مخې، د نوي پارلمان له پرانیستل کیدو سره د اوسني صدراعظم اولاف شولڅ د حکومت دوره پای ته رسیږي. که تر هغې وخته پورې حکومت تشکیل نه شي، د شولڅ حکومت به خپل کار ته دوام ورکوي.