د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان ته دې اخراجونه ودرول شي
۱۴۰۴ مرداد ۲۲, چهارشنبهایمنیسټي انټرنیشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان په سمدستي ډول افغانستان ته د اخراجونو لړۍ د بندولو غوښتنه کړې ده.
په المان کې د دغه سازمان د اسیا څانګې کارپوهې تیریسا بیرګمن، د چهارشنبې (د اګست میاشتې ۱۳ نیټه) په ورځ په برلین کې وویل: «هیڅ څوک په دې نظام کې چې د ویرې او سرکوب پر بنسټ ولاړ دی په امن کې نه دی. هر کس دلته د شکنجه کیدو له ګواښ سره مخامخ کیدلی شي.»له اخراجونو سره نړیوال حقونه تر پښو لاندې کیږي.
دې سازمان زياته کړې چې په افغانستان کې محکمې خپلواکه نه دي او تورن کسان خپلواکه حقوقي مشورو ته لاس رسی نه لري.
افراد بې د دستګیرۍ له امر څخه نیول کیږي او د محکومیت په صورت کې د په درو وهل کیدو، شکنجې او ناوړه چلند په څیر سزاګانو له ګواښ سره مخامخ کیدلی شي.
د بخښنې نړیوال سازمان نیوکه کوي چې د دا ډول بشري وضعیت سربیره المان افغانستان ته پناه غوښتونکي اخراجوي.
بیرګمن غوښتنه کوي چې المان باید ټولو هغو کسانو ته چې په دغه هیواد کې یې د منل کیدو غوښتنلیکونو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی، المان ته د راتګ اجازه ورکړي.
په المان کې د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې کارپوهه تیریسا بیرګمن، وایی چې المان د افغانستان له پاره د منلو پروګرام په بندولو سره هغه ډله کسان چې له خطر سره مخامخ دي، لکه د ښځو د حقونو فعالان او فعالانې په اصطلاح په ډاګ میدان کې پریږدي: «حکومت باید بالاخره اقدامات وکړي او که داسې نه کوي، بیا نو ناقانونه چلند کوي او دا خبره تراوسه پورې څو محکمو تاییده کړې ده.»
د بخښنې نړیوال سازمان پر المان او نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې پر اسلامپاله طالبانو فشار زیات کړي، څو د قانون د حاکمیت او بشري حقونو د بیرته ستنولو له پاره کوښښ وکړي. د رسنیو د رپوټونو په حواله المان غواړي د طالبانو دوو استازو ته د قونسلګرۍ د کارمندانو په توګه هرکلی ووایي، چې دا له نړیوالو قوانینو سره په بشپړ ډول په تضاد کې دی.