پاکستان: د ټک ټاک د ستورې د قتل په تور يو ځوان نیول شوی
۱۴۰۴ خرداد ۱۳, سهشنبهدپاکستان پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل چې ۱۷ کلنه ټکټاک ستورې ثنا یوسف د هغه کس له خوا په ډزو وژل شوې، چې بیا بیا یې له هغې سره د اړیکو هڅه کوله.
ثنا یوسف چې تېره اوونۍ یې د ۱۷ کلنۍ کلیزه لمانځلې وه او په ټولنیزو رسنیو کې یې له یو میلیون زیات تعقیبوونکي درلودل، د دوشنبې په ماښام په اسلاماباد کې د خپل کور دننه ووژل شوه.
دغه هم ولولئ: پاکستان: د یوه غړي نوم حذفولو په تور د واتس آپ ګروپ اډمن وژل شوی
۲۲ کلن تورن
پولیسو یو ۲۲ کلن ځوان د دې وژنې په تور نیولی چې ویل کېږي د هغې د کور مخې ته یې څو ساعته تېر کړي ول.
د اسلاماباد د پولیسو مشر سید علي ناصر رضوي یوې خبري ناستې ته وویل: «دا د پرلهپسې ردولو قضیه وه. هلک څو څو ځله هڅه وکړه چې له هغې سره اړیکه ونیسي.» هغه زیاته کړه: «دا یو ظالمانه او بې رحمه قتل و.»
دا هم ولولئ: د کاناډا لومړی وزیر وايي پر ټيک ټاک بنديز یې ماشومانو ته هم ګټه رسولې
ثنا یوسف په ټکټاک کې له ۸۰۰ زرو زیات تعقیبوونکي درلودل او ډېره مشهوره وه. هغې په دې ډېره محبوبه شوې وه چې د سندرو سره همغږي ویډیوګانې، د پوستکي پالنې مشورې او د ښکلايي توکو ترویجي مواد یې خپرول.
د وژل کېدو څو ساعته وړاندې، هغې خپل وروستۍ ویډیو خپره کړې وه چې پکښې یې د خپلې کلیزې کیک پرې کاوه. د هغې تر مرګ وروسته د يادې ویډیو لاندې خلکو دا ډول تبصرې لیکلې: «خدای دې وبخښي» او «ثنا ته عدالت ورکړئ».
د ښځو د خوندیتوب په اړه اندېښنې
دا پېښه پر داسې وخت رامنځته شوې چې په پاکستان کې د ښځو، په ځانګړي ډول د عام محضر ښځینه څېرو د امنیت په اړه خبرې اترې تودې دي او د ښځینه محتوا جوړوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه ډېر شوي دي.
یوازې د روان کال په جنورۍ کې یو سړی چې له امریکا بېرته پاکستان ته راستون شوی و، منلې وه چې خپله ۱۵ کلنه لور یې د ټکټاک د ویډیوګانو له امله وژلې.
په پاکستان کې له ۵۴ میلیونو زیات خلک ټکټاک کاروي، خو دا اپ ډېری وخت د «نامناسبو منځپانګو» له امله بند شوی. یوازې په ۲۰۲۱ کال کې څلور ځله بند شوی وو. دا مهال اپ فعاله دی، خو تر سخت څارنې لاندې چلول کېږي او د چارواکو د منځپانګې د لېرې کولو غوښتنو ته غاړه ږدي.