د هندي الوتکې سقوط؛ له ۲۴۲ مسافرو یوازې یو ژوندی پاتې دی
۱۴۰۴ خرداد ۲۳, جمعهپه هندوستان کې د یوې الوتکې د را نسکوریدو په خونړي پيښه کې ۲۴۱ مسافرو او د وروستیو معلوماتو له مخې په مجموع کې ۲۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې تراژیدۍ د علت معلومولو هڅې روانې دي.
د پنجشنبې په ورځ د ایر انډیا مسافر وړونکي هوایي شرکت یوه الوتکه له پرواز لږ وروسته د هند د ګجرات ایالت د احمد آباد هوایي ډګر ته نږدې د استوګنې په سیمه کې را غورځیدلې وه.
دغه ۷۸۷-۸ ډوله بوئینګ الوتکه د لندن پر لور روانه شوې وه. د نا تایید شوو رپوټونو په حواله له را غورځیدو لږ مخکې د پيلوټانو له کابین څخه یو بیړنی پيغام ترلاسه شوی و.
د انډیا ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د الوتکې یوه له تورو بکسونو «Black Box» څخه موندل شوی دی. د بریتانیا د هوایي پيښو د ارزونې ادارې اعلان کړی دی چې د هند د تحقیقاتو د ملاتړ له پاره یې خپله یوه ډله استولې ده.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د مرستې وړاندیز کړی دی. د بوئینګ الوتکو تولیدونکي شرکت هم په دغو تحقیقاتو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
یوازې یو مسافر ژوندی پاتې دی
د ایر انډیا هوایي شرکت په خپل ایکس شبکه کې لیکلي دي چې په دې پيښه کې ۲۴۱ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یوازې یو مسافر ژوندی پاتې دی چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ژغورل شوی مسافر د ۱۱ نمبر چوکیو په کتار کې ناست و او د رسنیو د رپوټونو په حواله توانیدلی دی چې د بیړنۍ دروازۍ له لارې له الوتکې څخه ووځي. د پيښې د قربانیانو جسدونه روغتون ته انتقال شوي دي.
ایر انډیا شرکت ویلي چې په دې الوتکه کې ۱۶۹ هندي اتباع، ۵۳ بریتانوي، ۷ پرتګالي او یو کاناډایي تبع سپاره ول. ژوندی پاتې شوی کس هندي الاصله بریتانوی دی.
«هر طرف ته د مړو جسدونه»
د پیښې یوه له عیني شاهدانو څخه ویلي دي چې په کور کې ناست و چې یو ویروونکی غږ یې واورید. کله چې له کوره ووت، متوجه شو چې هر طرف ته تورې لوخړې دي او هرې خواته د مړو جسدونه او د الوتکې ټوټې پرتې دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا یوه تراژيدي بللې ده. هغه ویلي دي «په دې خواشینونکي شیبه کې یې ټول فکر له اغیزمنو شوو خلکو سره دی.»
د سیمه ایز پولیسو د مشر مرستیال کانان دیسایي، وویل چې تر اوسه پورې د هغې الوتکې چې د پنجشنبې په ورځ را غورځیدلې وه د پاتې شونو او هغو ودانیو څخه چې الوتکه پرې را غورځیدلې ده، د ۲۶۵ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.
د دیسایي په وینا په قربانیانو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه داسې دي چې په الوتکه کې نه و سپاره او کیدای شي د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.