هند کې د الوتکې سقوط؛ ښايي تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي وي
۱۴۰۴ خرداد ۲۲, پنجشنبهد احمد آباد ښار د پوليسو مشر جي اس ملک، د اسوشتيد پريس خبري آژانس ته ویلي دي چې د الوتکې د رالوېدو په پېښه کې ظاهراً هیڅ مسافر ژوندی نه دی پاتې. د سيمې پوليسو همدا راز په هغه ځای کې چېرې چې الوتکې سقوط کړی دی، پر ځمکه هم د موجودو خلکو د وژل کيدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
هندي چارواکو تر دې دمخه په پېښه کې د «ډېرو کسانو» د وژل کيدو خبره کړې وه.
نن، پنجشنبه د هند د هوایي شرکت يوه الوتکه چې ۲۴۴ کسان پکې سپاره ول، د هند په احمد آباد کې یې سقوط کړی دی. دا الوتکه له هوايي ډګر څخه تر پرواز څو دقيقې وروسته لوېدلې وه.
د ژغورني عملې غړيو هم ويلي ول چې د لږ تر لږه ۳۰ تر ۳۵ پورې کسانو جسدونه یې د پېښې له ځای څخه را ايستلي دي او دا چې ډېر کسان لا بند پاتې دي.
خو د احمد آباد پوليسو بيا د رويترز خبري آژانس ته ویلي دي چې تر ۱۰۰ ډېر جسدونه سيمه ایز روغتون ته وړل شوي دي.
يوه لوړپوړي هندي چارواکي د رويترز خبري آژانس ته ویلي: « الوتکه د ډاکترانو پر يوې لیلیې باندې را لوېدله. موږ کابو ۷۰ تر ۸۰ سلنه ساحه تصفيه کړې او نوره به هم ژر تصفیه کړو.»
د هند هوايي شرکت تر دې مخه د ايکس شبکې له لارې ويلي ول: «دمګړۍ موږ د جزياتو ارزولو په حال کې يو ډېر ژر به تازه معلومات شريک کړو.»
د شرکت له خوا ويل شوي: «د ټپيانو نږدې پرتو روغتونو ته د انتقاليدو چارې روانې دي.»
هوايي شرکت زياته کړې ده چې په دې الوتکه کې د لندن ګيټ وک هوايي ډګر ته پر لاره وه، ۲۴۲ مسافر او د عملې غړي پکې سپاره ول. له دې مسافرينو څخه ۱۶۹ یې هنديان، ۵۳ بريتانويان، اوه پرتګاليان او يو کاناډايي تبعه دی.
يوې سرچینې رويترز ته وویل چې په الوتکه کې ۲۱۷ لويان او ۱۱ ماشومان سپاره ول.
د بوينګ الوتکې لومړۍ حادثه
د هوايي چلند د حفاظت د شبکې د معلوماتو په حواله دا د بوينګ ۷۸۷ ډريم لاين لومړۍ پېښه ده. د دوو ماشينونو لرونکې دا د پراخې بدنۍ الوتکه له عصري مسافر وړونکو الوتکو څخه ده.
بوينګ شرکت په دې اړه په سملاسي توګه کومه تبصره نه ده کړې.
په هند کې هوايي حادثات
په هند کې د الوتکې د را لوېدو وروستۍ وژونکې پېښه په ۲۰۲۰م کال کې رامنځته شوې ده. د دغه حادثې په ترڅ کې بوينګ ۷۳۷ الوتکې سقوط کړی وو او ۲۱ کسان پکې وژل شوي ول.
د هند د ملکي هوايي چلند عمومي مشر فيض احمد قدوايي، وویل چې د هند د هوايي شرکت دا ۷۸۷ بوينګ الوتکه په ميګاني نګر کې چې د استوګنې يوه سيمه ده، رالوېدلې ده.
پېښه د سيمې پر وخت د ماسپښين پر ۱ بجه او ۳۸ دقيقو رامنځته شوې ده. زياته شوې ده چې دا الوتکه د لندن د ګيت وک هوايي ډګر ته پر لاره وه. د سيمه ایزو تلويزيوني کانالونو له لارې په خپرو شویو انځورونو کې ليدل کيږي چې د حادثې له ځای څخه تور دود او د اور لمبې پورته کیږي.
د پېښې په اړه لومړی جزیات
د هوايي ترافيک کنترول ادارې په حواله الوتکې د احمد آباد د هوایي ډګر له ۲۳ نمرې ځغاستليکې څخه پرواز وکړ او سملاسي یې د «مې ډې» د اضطراري حالت سګنال ورکړ خو تر دې وروسته ورسره هر ډول تماس پرې شو.
د لومړيو معلوماتو په حواله وروستی سګنال تر پرواز څو ثانیې وورسته ترلاسه شوی وو. د هند هوايي شرکت د ايکس پر خپله پاڼه باندې ليکلي دي چې جزياتو ترلاسه کولو ته انتظار باسي او ډېر ژر به نور جزيات شريک کړي.