المان ابو ظبۍ ته یورو فایټرر جنګي الوتکې هم استولي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبهد آلمان هوایي ځواکونه د «صحرا بیرغ» په نوم په پوځي مانورو کې په خپل ګډون کولو سره، د اوږد واټن تمرین له پاره استفادې کوي. د هوایي ځواکونو د معلوماتو له مخې دوې اونۍ وروسته آلمان ۳ یورو فایټر او همدارنګه د A400M ډوله بار وړونکې الوتکه هم په متحده عربي امارتو کې د الضفره هوایي ځواکونو اډې ته انتقال کړې ده.
هوایي ځواکونو ویلي: « A400M د جنګي جټ الوتکو له پاره د تیلو ټانکر الوتکې په توګه کار کوي. دغه وړتیا موږ ته دا امکان راکوي چې په ځان بسا اوسو او د اقدام کولو له پاره په بیړه، حتی له لیري واټن څخه هم تیار اوسو چې د خپل هیواد او متحدینو دفاع وکړو.»
له روسټوک پوځي اډې څخه د ۷۳ «شټاینهوف» هوایي تکتیکي ځواکونو یورو فایټرر الوتکو د ۵۰۰۰ کیلومتره واټن وهلو له پاره تر اتو ساعتونو ډېر وخت ته ضرورت درلود.
دا لومړی ځل دی چې د آلمان هوایي ځواکونه A400M له پرسونل او تجهیزاتو سره یوځای سیمې ته استوي. د هوایي ځواک مفتش ډګر جنرال اینګو ګرهارتز، پخپله یوې یورو فایټر الوتکې ته پرواز ورکړ.
په فاسفیک سیمه کې د آلمان د پوځي الوتکو د مستقر کیدو د پلان شوي تقسیم اوقات مطابق په منځني ختیځ کې د هیوادونو ملاتړ مهم دی، همدارنګه د لارې په مسیر کې تم کیدو ته په کتنې سره.
په دغو مانورو کې د مختلفو هیوادونو هوایي ځواکونه د هوایي جګړې پیچلي سناریوګانې، د ټیټې سطحې پروازونه او په اصطلاح له ګډ ترمینل څخه د بریدونو د کنترولو (JTAC) تمرین کوي.
دغه سرتیري له ځمکي څخه د هدف پر لور خپل جت الوتکې رهبري کوي.