«افغانستان سره د امریکا د مرستو ځنډیدل به ناوړه پایلي ولري»
۱۴۰۳ بهمن ۳, چهارشنبهډونالډ ټرمپ د خپل ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ په موقتي ډول د امریکا متحده ایالاتو د پراختیایي مرستو ځنډولو فرمان لاسلیک کړ، څو د بهرني سیاست په برخه کې د ټرمپ د ادارې له پاره د دغو مرستو اغیزمنتوب و ارزول شي.
تر اوسه پورې لا څرګنده نه ده چې د ترمپ په دې فرمان کې له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو هغه مرستې هم شاملیږي او که نه، چې د ملګرو ملتونو د ادارو او غیر دولتي سازمانونو په وسیله تطبیقیږي.
رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د ترمپ دې فرمان مرستندویه سازمانونه انديښمن کړي. د اګلنډ په خبره دغه سازمانونه ځان له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د تر ټولو ستر ملاتړ کوونکي هیواد، د مرستو له کمښت سره مخامخ ګڼي.
نوموړي د سې شنبې (د جنورۍ میاشتې ۲۱ نیټه) په ورځ له کابل څخه په یوه ویډیویي مرکه کې وویل چې د ترمپ له خوا د ۹۰ ورځو له پاره د ټولو مرستو بندول به د ښځو، نجونو او افغانستان د ملکي خلکو له پاره «بیړنۍ ناورين زیږونکي» بایلې ولري.
تر ۲۳ میلیونه ډیر کسان، یعنې د دغه جګړه ځپلي هیواد تر نیمایي ډیر نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د نورو سترو کړکیچونو له کبله او همدارنګه د هغو محدودیتونو په دلیل چې طالبانو پر ښځو او نجونو وضع کړي دي، افغانستان ته بشري مرستې لا دمخه کمي شوي دي.
پراختیایي مرستې چې د افغانستان د پخواني حکومت د بودیجې مهمه برخه وه، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او په ۲۰۲۱م کال کې یو وار بیا د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته بندې شوي دي.
رویټرز تیر کال لیکلي وو چې غیر دولتي سازمانونو د بشري مرستو د کمښت ځای په ډکولو کې مهم نقش لرلی دی.
اګلنډ وویل: «که تیر وخت ته وګورو، د مرسته رسولو بهیر په ښه توګه تمویلیده. په هغه وخت کې پراختیایي مرستې کیدلې. [په هغو شرایطو کې] شاید موږ د مرستو د دری میاشتني ځنډ له عهدې وتلي وای، خو اوس یې نه شو کولی.»
ټرمپ د ولسمشر په توګه له سوګند پورته کولو لږ مخکې په یوه غونډه کې له افغانستان سره مرستې، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو له بیرته سپارلو پورې مشروطې کړې، کوم چې امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې پريښې وې.
اګلنډ وویل له هغه وخت راهیسې چې طالبانو په دغه هیواد کې واک په خپل لاس کې نیولی دی، په څلورو سفرونو کې یې چې دغه هیواد ته درلود، د نجونو د زده کړې موضوع د طالبانو له مشرانو سره مطرح کړې ده.
هغه وویل چې په خپل وروستي سفر کې یې طالبانو ته ویلي دي چې د نجونو او ښځو پر مخ دې باید د ښوونځي او پوهنتونونو دروازې پرانیزي: «تاسې نه شئ کولی چې د دغه هیواد نیمایي نفوس له زده کړو محروم کړئ.»
طالبانو د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې افغان ښځې په غیر دولتي سازمانونو کې له کار کولو څخه منع کړل. اګلنډ ویلي دي چې د هغه سازمان توانیدلی دی دغه محدودیتونه لیري کړي، خو د بودیجې کمښت دوی له ننګونو سره مخامخ کړي دي.