مرستندويه ټولنو پر نړيوالو له افغانستان سره د مرستې غږ کړی
۱۴۰۴ شهریور ۱۳, پنجشنبهد سيمې څخه د رسېدلو رپوټونو پر اساس د ريشتر په مقياس د ۶،۰ درجې تر زلزلې وروسته اوس هم يو شمیر قربانيان تر خاورو لاندې پاتې دي او لیرې پرتو سيمو ته مرستي رسول ستونزمن دي.
په دې منځ کې د طالبانو د حکومت مرستيال وياند د پنجشنبې په ورځ وويل چې د افغانستان په ختيځ کې د هغو کسانو شمیر چې مړه شوي ۱۴۶۹ او د ټپيانو شمیر ۳۷۰۰ ته لوړ شوی دی.
د طالبانو مرستيال وياند په ایکس صفحه کې ليکلي: «د لټې په ترڅ کې نور مړي هم موندل شوي چې د تلفاتو د شمیر ډېرېدو باعث شوی.» نوموړي زياته کړې چې نوې شمیر به نن د ورځې په اوږدو کې نشر شي.
اړونده موضوع: په افغانستان کې زلزله: د بندو پاتو کسانو د ژغورنې هيلې کمې شوي دي
نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وويل:«موږ اميد له لاسه نه ورکوو ځکه ممکن تر خاورو لاندې نور ټپيان هم ژوندي پاتې وي.»
کومو هېوادونو د مرستې ژمنه کړې؟
که څه هم چې يو شمیر هېوادونو تر دې خونړۍ زلزلې وروسته له افغانستان سره د مالي مرستې اعلان کړی دی خو له افغانستان سره مرسته کوونکي دودویزو بسپنه ورکوونکو هېوادونو تر اوسه د مالي مرستې ژمنه نه ده کړې. امریکا متحده ايالات يو وخت افغانستان ته تر ټولو ستر بشري مرستې ورکوونکی هېواد وو څو یې د روان کال په سر کې دغه مرستې ودرولې.
بريتانيا ویلي دي چې له زلزله ځپلو سره به د مرستې له پاره ځانګړې شوې پېسې د طالبانو د حکومت لاسو ته نه ځي بلکې مرستندويه سازمانونو ته به ورکول کیږي.
استراليا هم د پنجشنبې په ورځ د يو میليون ډالرو د مرستې ژمنه وکړه او ویې ويل چې د پخوانيو شريکانو سره به کار وکړي څو دا مرستې اړمنو ته ورسيږي او نه دا چې د طالبانو لاسو ته ولويږي. جنوبي کوريا هم د چهارشنبې په ورځ وويل چې د ملګرو ملتونو له لارې به له افغانستان سره د يو ميليون ډالرو مرسته وکړي.
۱۱ ميليونه ډالره نوره مرسته به د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې له خوا د اداره کيدونکو صندوقو له خوا ورکړل شي او پراختيايي آژانسونه به یې د غیر دولتي موسسو او د خير ښېګڼې د ټولنو له لارې اړمنو ته رسوي.
د لا ډېرو مرستو غږ
د «World Vision» خیريه ټولنې د افغانستان د برخې مشرې تامندري دي سلوا، له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو غږ وکړ. نوموړې وویل: «افغانان له دې پرله پسې بحرانونو ستړي شوي دي، هغه بحرانونه چې مجبور دي د وار په وار کمېدونکې بهرنۍ مرستې او خپلو نااميده کوونکو هلو ځلو پر مټ پرې لاس بری ترلاسه کړي.»
اړونده موضوع: چین وايي د افغانستان له زلزله ځپلو سره به مرستي دوام ولري
دي سلوا، همدا راز زياته کړه: «نړيوال حکومتونه په اوږدمهاله حللارو کې له پانګونې ډډه کوي څو پرې د بحرانونو له علتونو سره مبارزه وشي لکه د دې ډول طبيعي بحران له پاره د چمتووالي له نه شتون، په لیرې پرتو سيمو کې روغتيايي خدماتو ته د نه لاس رسي، او ناقصو زيربناوې پر وړاندې چې له کبله یې د دې زلزلې اغیزې نورې هم ويجاړونکي دي.»
نوموړې وويل چې د «ورلډ ویژن» ټولنې د بسپنو راټولو يو شخصي کمپاين هم پيل کړی دی.
اړونده موضوع: ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیاری ښودلی دی
ځینو هېوادونو او سفيرانو له افغانستان سره د غیر نقدي مرستو ژمنه کړې ده. هند خواړه او خیمې استوی. متحده عربي اماراتو د ژغور يوه ډله او نور اړين توکي استولي.
طالب چارواکو هم د نړيوالو مرستو غوښتنه کړې ده که څه هم چې دوی د غير دولتي ټولنو کار محدود کړی و په ځينو مورادو کې یې حتی مخه نيولې ده.
په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له افغانستان سره نړيواله مالي مرسته ودرېدله او سږ کال د بشري مرستو يوازې ۲۸ سلنه یې تامين شوې ده.
لېرې پرتو کليو ته ستونزمن لاس رسی
د ژغور ډلې هڅه کوي چې په کونړ کې اغیزمنو ساحو ته ورسيږي خو د ډبرو او ځمکې د ښوېدو له کبله پر لاره خنډونه ډېر دي. ځیني مرستندويان حتی په ساعتونو پلی مزل کوي چې مرسته او طبي تجهیزات اغیزمنو کسانو ته ورسوي. د شا او خوا سيمو خلک هم د مرستو له پاره ورغلي دي.
د ناروې د مهاجرو شورا د افغانستان د برخې مشر جاکابو کاريدي، وويل: «زلزله يوازنی بحران نه دی. دې زلزلېهغه ټولنه اغیزمنه کړې چې لا د مخه د بې ځایه کیدو، خوړو د نه ډاډمنتيا، وچکالۍ، او له ګاونډي هېوادونو څخه د سونو زرو مهاجرو د راستنېدو په څیر ستونزو سره لاس او ګريوان وه.«
هغه زياته کړه: «په کونړ کې زموږ ډلې رپوټ ورکوي چې ډېري کورنۍ د زلزلو د پرله پسې ټکانونو له کبله تر شنه آسمان لاندې ویده کیږي.»