المان کې د ایران د سایبري بریدونو زیاتوالي په اړه خبرداری
۱۴۰۴ مرداد ۲۹, چهارشنبهد «ټاګس شپيګل» المانۍ ورځپاڼې د چهارشنبې (د اګست ۲۰ نیټه) په سهار د هغه سایبري برید او همدارنګه دلایلو په اړه چې ایران ته یې نسبت ورکول کیږي، یو ځانګړی رپوټ خپور کړی دی.
د المان د سوسیال دیموکرات ګوند د داخلي چارو ویاند سباستیان فیدلېر«ټاګس شپيګل» ورځپاڼې ته ویلي دي چې دغه دوسیه ښيې چې د بهرنیو حکومتونو له خوا څنګه په مسلکي توګه خطرناک سایبري بریدونه پلان او عملي کیږي.
فیدلېر زیاته کړې ده چې نوموړې سناتوره یعنې فِلور بادنبرګ د مسلکي کس په توګه ډیر ښه پيژني او «که حتی د هغې په دفتر کې دا ډول برید بریالی وي، دا ښيې چې بریدکونکي څومره په لوړه کچه مسلکي دي.»
د ایران د سایبري برید څرنګوالی
د ایران له سایبري برید وروسته د برلین عدليې ادارې اعلان وکړ چې بریدکوونکو د دې ایالت د عدلیې وزیرې د شخصي معلوماتو یوې برخې ته لاس رسی پيدا کړی دی؛ له دې ډلې د ۲۰۲۳ م کال له پیل څخه دغه دفتر ته د تللو او راغلو مکتوبونو، کاري تقسیم اوقات، د سفر او رخصتۍ اسناد او په برلین او کولن کې د هغې د استوګنې د ځایونو معلومات شامل دي.
فِلور بادنبرګ چې په تهران کې زیږیدلې ده ټینګار کړی دی چې کاري تقسیم اوقات او د کار ځای ته د هغې د تګ راتګ معلومات کیدلی شي د هغې کورنۍ ته امنیتي انديښنې رامنځته کړي.
د سپاه پاسداران د سایبري بریدونو په مقابل کې خوندیتوب
د سوسیال دیموکرات ګوند د داخلي چارو ویاند سباستیان فیدلېر ټينګار کړی دی چې «ایران ته منتسب سایبري برید» یوازې فلور بادنبرګ ته متوجه نه دی، بلکې د اساسي قانون د یوې څانګې په توګه د برلین پر ایالتي حکومت برید دی.
فیدلېر زیاتوي: «ډیر شمیر بهرني لوبغاړي موجود دي چې د هغې پر وړاندې باید د ځان حفاظت وکړو. د روسیې سربیره د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران هم له هغې ډلې څخه دی. دوی د هغو وړتیاو له کبله چې د سایبري بریدونو په برخه کې یې ترلاسه کړي دي، پيژندل شوي.»
د ایران د جاسوسۍ د پایلو په اړه د کارپوهانو خبرداری
د لندن په کینګز کالج کې د امنیتي مطالعاتو استاد پیتر نویمان، د برلین د عدلیې وزیرې د جاسوسۍ قضیې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی. نوموړی څو دلایل وړاندې کوي چې ولې هکرانو میرمن بادنبرګ انتخاب کړې ده: «ایران د چین او روسیې ترڅنګ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په المان کې تر ټولو ډیره جاسوسي کوي. سربیره پر دې د برلین د عدلیې وزیره پخپله ایراني ټبره ده، او مخکې تر دې یې د المان د داخلي امنیت په سازمان کې مهم نقش لوبولی دی او اوس هم د دغه بنسټ د راتلونکي مشرې په توګه مطرحه ده.»
د لندن په کینګز کالج کې د امنیتي مطالعاتو د دغه استاد په وینا «د ایراني مهاجرو ټولنه تل د ایران د استخباراتي ادارو تر نظر لاندې پاتې شوې ده.»
پيتر نویمان د خپلې مرکې په ادامه کې خبرداری ورکوي «د ایران د سایبري برید موضوع باید لا جدي ونیول شي، ځکه داسې یو څه کیدلی شي واقعاً هم ډیر خطرناک وي.»
دغه کارپوه له هیواد څخه بهر د سپاه پاسداران فعالیتونو ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې تیر کال لږ تر لږه ۱۰ بریدونه په اروپا کې ثبت شوي دي او دغه فعالیتونه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې نه ول، بلکې یهودي ټولنه یې هم په نښه کړې ده.
ټاګس شپیګل د خپل ځانګړي رپوټ په پای کې دې خبرې ته هم اشاره کړې ده چې بادنبرګ د المان د داخلي امنیت په سازمان کې د خپل فعالیت له وخت راهیسې د پولیسو تر حفاظت لاندې وه او دغه حفاظت ممکن له وروستۍ سایبري برید وروسته لا زیات ډیر شي.