«افغان ښځې د بشريت ضد جنايت سره مخامخ دي»
۱۴۰۴ اردیبهشت ۹, سهشنبهد بخښنې نړيوال سازمان د سې شنبې په ورځ په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه خپل تازه رپوټ خپور کړی دی چې د افغانستان وضعيت یې هم پکې شامل کړی دی. په دې رپوټ کې راغلي دي چې افغان ښځې او نجونې «د بشريت ضد جنايت د جنسي ځورنې او اذيت له بڼې» سره مخامخ دي.
رپوټ وايي چې ښځې په ځانګړي توګه د ګرځېدو او بيان د آزادۍ له حقه بې برخې دي او روغتيايي خدماتو او زده کړو ته یې لاس رسی لا پسې ستونزمن شوی دی.
د بخښنې نړيوال سازمان ويلي دي چې د افغانستان د شعيه هزاراګانو ټولنه له هدفمنو بريدونو سره چې عمدتاً د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې له لوري ترسره کيږي، مخامخ ده او بل لوري ته د طالبانو ادارې پر ښځو سربیره قومي او دیني اقليتونه د سیاسي مشارکت او عمومي او بشري خدماتو ته له لاس رسي په برخه کې څنډې ته کړي دي.
طالبانو تر اوسه د دې رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښوولی خو په ماضي کې یې د افغانستان د وضعيت په اړه د بشري حقونو د ټولنو انتقادونه «په خپلو داخلي چارو کې د مداخلې» په نوم رد کړي دي.
د خپلسري نیونو او اجباري لادرکه کولو دوام
د بخښنې د نړيوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې طالبانو د پخواني حکومت د کارکوونکو، بشري حقونو د مدافعينو، خبريالانو او مخالفينو خپل سري نيونو، اجباري لادرکه کولو، شکنجې، ناوړه چلند او هغوی اعدامولو ته ادامه ورکړې ده.
رپوټ وايي چې طالبانو پر رسنيو د محدوديتونه وضع کولو او د خبريالانو په نیولو سره د بيان آزادۍ محدودولو ته ادامه ورکړې او د «رپوټونو پر اساس» په سونه زندانيان په مرګ محکوم شوي دي.
د بخښنې نړيوال سازمان پر ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې باندې نیوکې کړې چې هغوی په افغانستان کې روانو سرغړونو ته په رسېدګۍ او د سرغړونو د عاملينو د مجازات څخه د معافيت په ختمولو کې پاتې راغلي دي.
په رپوټ کې راغلي دي: «د بشري حقونو د بحران پر ژورېدو سربیره هم افغان مهاجر په اجباري او ډله ایزه توګه بیرته خپل هېواد ليږدول کيږي.»
د بشري حقونو دې سازمان تر دې دمخه هم د پاکستان د حکومت له لوري افغانستان ته د افغان کډوالو اخراج غندلی وو.
د اعدام سزاوې
په رپوټ کې راغلي دي چې په دې تړاو پر انديښنو سربیره هم چې د محکمې عادلانه نه دي، طالبانو په عامه محضر کې د خلکو اعدامولو ته دوام ورکړی دی.
د بخښنې نړيوال سازمان د رپوټونو پر بنسټ ويلي دي چې د طالبانو محکمو له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې کسان د مرګ په سزاو محکوم کړي دي او طالبانو ظاهراً په زنا د تورنو «سنګسارول» بیرته پېل کړي دي.
طالبانو د روان کال د حمل میاشتې پر ۲۲ نيټه څلور کسان په عامه محضر کې قصاص کړل.
د بيان پر آزادۍ شديد محدوديت
په رپوټ کې راغلي دي چې طالبانو د رسنیو د پروګرامونو په محدودولو سره د بيان آزادي په «بې رحمه» توګه محدوده کړې ده. همدا ده چې افغانستان د بې سرحده خبريالانو د ۲۰۲۴م په نوملړ کې د هغو دريو هېوادونو په کتار کې دی چې د بيان آزادي پکې په ډېر ناوړه وضعيت کې ده.
اړونده موضوع: د بشري حقونو د څار سازمان: د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لړۍ په ۲۰۲۴ کې هم ادامه درلوده
د بخښنې نړيوال سازمان همدا شان ويلي دي چې طالبانو د تلویزيونونو د سیاسي خپرونو ژوندي نشرات منع کړي دي او دا یې هم مشخصه کړې ده چې په دغه خپرونو کې به کوم کسان ګډون کوي.
په رپوټ کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر نشر د ممانعت موضوع ته هم اشاره شوې ده او ويل شوي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دې ممنوعيت د پراخولو هڅه کړې ده.