د روسیې په رسمیت پېژندنه؛ د افغانانو هيلي او اندېښنې
۱۴۰۴ تیر ۱۴, شنبهروسیې په وروستیو کلونو کې په تدريجي توګه طالبانو سره خپلې اړيکې نژدې کړې. روسیې په لومړيو کې دغه ډله د «تروریستي سازمانونو» له نوملړه لرې کړه او بیا ېې د طالبانو سفیر ومانه او په نهایت کې ېې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.
طالبان په ۲۰۲۱م کال کې تر شاوخوا شل کلنې جګړې او د غرب له ملاتړه برخمن افغان حکومت تر پرزېدو وروسته، یو ځل بیا پر افغانستان حاکم شول، خو په نژدې څلور کلنه واکمنۍ کې ېې حکومت د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. روسیه لومړنی هېواد دی چې تازه ېې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.
افغانستان چې د نړۍ یو د تر ټولو بې وزله هېوادونو څخه دی تر شاوخوا څلور لسیزو جګړو او شخړو وروسته اوس په کې وضعیت په ماتېدونکي توګه د ښه والي پر لور روان شوی دی. اوس چې روسیې د لومړني هیواد په توګه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی، افغانان ېې په هکله څه وايي؟
۵۸ کلن ګل محمد د جمعې په ورځ په پلازمېنه کابل کې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، د ټولو ستونزو باوجود، ټول اندېښمن دي. که نړۍ افغانستان په رسمیت وپېژني، موږ خوشالیږو، په حاضر وخت کې موږ حتی تر ټولو کوچنی شی هم مهم دی.»
۶۷ کلن جمال الدین بیا په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د وخت ترخه یادونه کوي چې په نتیجه کې ېې «خپل هرڅه له لاسه ورکړل» او پاکستان ته مهاجر شو. خو جمال الدین وايي چې اوس «لومړیتوبونه متفاوت دي. سوداګري او اقتصاد به اوس بهتره شي.»
جمال الدین چې یو متقاعد پيلوټ دی، وايي چې نور هېوادونه «که هغه غربي دي که شرقي» هم باید حکومت په رسمیت وپېژني او د «اسلامي امارت پر ضد د تبلیغاتو له خپرولو» ډډه وکړي. طالبان خپل حکومت ته د «اسلامي امارت» خطاب کوي.
روسي او افغان چارواکي د مسکو له وروستي اقدام څخه ستاینه کوي، وايي دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ژورو همکاريو په وده کې ګټور واقع شي په ځانګړې توګه په اقتصادي او امنيتي برخو کې.
ګاونډیو هېوادونو ته د طالبانو امنيتي تضمین
د طالبانو او نړېوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ په لار کې کلیدي مسئله امنيتي اندېښنې دي. هغه په دې دلیل چې افغانستان د وسله والو ډلو د فعالیتونو د ډېرېدو له پاره پر یو امن او مناسب ځای واوړي.
خو طالب چارواکو امنيت ته لومړيتوب ورکړی او په کراتو ېې سیمې او نړۍ ته ډاډ څرګند کړی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو هېوادونو د خپلو پلان شوو بریدونو له پاره کار واخلي.
خو په ورته وخت کې له طالب چارواکو سره د اسلام آباد اړیکې په پاکستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو د ډېرېدو په دلیل ښې نه دي. له بل لوري، تېرکال مسکو ښار ته څېرمه د کنسرت پر یوه سالون وسله وال برید وشو چې ۱۳۸ تنه په کې ووژل شول. د دغه برید مسئولیت د «اسلامي دولت» په نوم ډلې یا داعش ومانه.
طالبان په افغانستان کې پر اعتراضي فعالیتونو شدید څار او کنټرول لري. په همدې دلیل د پلازمېنې او یا د افغانستان د نورو سیمو اوسېدونکي د طالب چارواکو له وېره له ښکاره نېوکو ډډه کوي.
د عاطف په نوم یو ځوان چې دا ېې اصلي نوم نه دی وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړيکو ښه کېدل نشي کولی د عادي افغانانو معیشت بهتره کړي. ۲۵ کلن عاطف چې بیکاره دی وايي: «فکر کوم چې افغانستان بیا د روسانو په لومه کې ونښت. ستونزې او ننګونې به ډېرې شي او دا به عادي افغانانو ته کومه ګټه ونه کړي. خلک له موجوده وضعیت څخه رنځ وړي، که په رسمیت پېژندل وي یا نه وي. خلک به همداسې له ستونزو سره لاس او ګریوان پاته وي.»
د افغان ښځو د حقونو فعالان، په ځانګړې توګه هغه فعالان چې د طالبانو له منزوي کولو ېې ملاتړ کړی، د مسکو د رسمیت پېژندلو اقدام د یو شاتګ په توګه تلقي کوي کوم چې د طالبانو له لوري د ښځو پر حقونو لګول شوو محدودیتونه ته «مشروعیت ورکوي.»
طالبان چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې ېې پر افغانستان حکومت کاوه او هغه وخت ېې سخت اسلامي قوانين وضع کړي ول، اوس ېې بیا د هماغې دورې په څېر سخت قوانین وضع کړي دي.
په ناروې کې د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش د روسیې پر اقدام نیوکه کړې. هغه وايي: «بشري سازمانونه په حاضر وخت کې په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني، ځکه چې د طالبان د ښځو یو سرکوبونکی رژیم دی. له همدې کبله د رسمیت په پېژندلو سره به هېڅ ځای ته ونه رسیږي.»
له آرشیف څخه: