طالبانو پر ايران باندې د اسرائيل بريد غندلی دی
۱۴۰۴ خرداد ۲۳, جمعهپه افغانستان کې د طالبانو ادارې او د افغانستان يو شمير سیاسي شخصيتونو د ایران پر پوځي او اتومي اهدافو باندې د اسرائيل بريدونه ته غبرګون ښوولی دی.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې له لارې په خپره شوې يوه اعلاميه کې وويل: «له بده مرغه دا ډول کړنې چې تاوتريخوالی زياتوي، د سيمې وضعيت یې لا پسې کړکيچن او اندیښمن کړی دی.»
اړونده موضوع: پر ایران د اسرائيل بريدونه: د پاسداران انقلاب عمومي قومندان وژل شوی
اسرائيل د جمعې پر سهار د ایران په مختلفو برخو کې هوايي بريدونه ترسره کړل چې د لومړيو رپوټونو په حواله پکې د ایران دوه لوړپوړي پوځي چارواکي او شپږ اتومي ساينس پوهان وژل شوي دي.
د طالبانو په اعلامیه کې زياته شوې ده چې ټول اړخونه باید مسئوليت ومني: «اسلامي امارت له ټولو ذيدخلو اړخونو څخه غواړي چې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې چې د منطقې ثبات او امنیت ساتل دي، دې موضوع ته د رسېدګې په کولو سره په سيمه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د پراخیدو مخه ونيسي.»
د افغانستان د سياسي څېرو غبرګونونه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، هم پر ایران باندې د اسرائيل بريد غندلی دی.
کرزي، د ايکس پخپله پاڼه کې ليکلي: «ایران ښه ګاونډی او له افغانستان سره د تاريخي او کلتوري مشترکاتو درلودونکی هېواد دی چې تل یې د تحولاتو په ترڅ کې زموږ د خلکو ملاتړ او د هغوی بدرګه کړې ده.»
د افغانستان دغه پخواني ولسمشر وويل: «نړۍ نن د بل هر وخت څخه ډېره سولې او آرامتيا ته اړتيا لري او د نړۍ وګړي په بې صبرۍ سره د دنيا په هره برخه کې د جنګ د لمبو د خاموشه کيدو غوښتنونکي دي.»
کرزي، ټينګار وکړ چې د افغانستان خلک چې پخپله هم د جګړې له لاسه کړيدلي دي، د هغې د ويجاړونکو بعدونو په درک کولو سره، په سيمه کې جګړه د «ټولو په زيان» ګڼي.
حامد کرزي، د ټولو نړيوالو هېوادونو له لوري امنيت او نړيوالو قوانينو ته د درناوي غوښتنه وکړه.
د افغانستان د پخواني حکومت اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله، هم پر ایران باندې د اسرائيل برید ته غبرګون ښوولی او هغه یې غندلی دی.
نوموړي د ايکس په شبکه کې ليکلي: «له نړيوالو بنسټونو، د اسلامي همکارۍ سازمان او د نړۍ له آزادو هېوادونو غواړم چې د بې پریتوب او خاموشۍ له دریځه را ووځي او د دې څرګندو تیريو پر وړاندې واضح او پريکنده دريځ غوره کړي.»