شهيدي: د بایکاټ غوښتنې زموږ پر ټيم اغیز نه لري
۱۴۰۳ اسفند ۳, جمعهد افغانستان د کریکټ ټیم کپټان حشمت الله شهیدي وايي د یو شمېر هېوادونو لخوا افغانستان سره په چمپینز ټرافي یا د اتلانو جام په سيالیو کې د بایکاټ غوښتنو با وجود په دغه تورنمنت کې لوبيږي او د هغوی دغه غوښتنه پر افغان ټیم اغیز نه شي کولی. د بایکاټ غوښتنې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو حکومت د سیاستونو له کبله شوي دي.
افغانستان نن جمعه (د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۲۱مه) خپله د چمپينز ټرافي تورنمنټ لومړنۍ لوبه نن له جنوبي افریقا سره د کراچۍ ښار په لوبغالي کې پیل کړې ده. په دغه لوبه کې جنوبي افریقا د توپوهنې پرېکړه کړې ده.
د چمپينز ټرافي یا د اتلانو جام سیاليو کوربه پاکستان دی. په دغه تورنمنت کې د نړۍ اته غوره لوبډلې په دوو ګروپونو کې ګډون لري چې افغانستان ېې په بي ګروپ کې دی.
د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر، ګایتان مککينزې، تېره میاشت د بریتانوي سیاستوالو په ادامه افغانستان سره د لوبې کولو د بایکاټ غوښتنه وکړه.
ورته نور ولولئ: له افغانستان سره د کرېکټ سیالیو د بایکاټ د غوښتنې په اړه غبرګون
د اینګلند او والیز کریکټ بورډ، د چمپینز ټرافي سیالیو په ګروپ کې افغانستان سره د نه لوبېدو پر غوښتنه د ټينګار تر څنګ وویل چې دوی به افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو لوبلړۍ هم تنظیم نه کړي.
استرالیا هم په تېرو دوو کلونو کې افغانستان سره یوه د شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ او یوه د تیست لوبو لوبلړۍ لغوه کړې ده. خو استرالیا چې په چمپينز ټرافي کې له افغانستان سره په بې ګروپ کې دی، پلان لري چې افغانستان سره لوبه وکړي.
شهيدي د پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ به یوازې د لوبغالي د منځ مسائيلو کنټرولوو، همدا زموږ دنده ده، نور مسائیل موږ تر فشار لاندې نه شي راوستلی.»
افغانستان تر جنوبي افریقا وروسته، د فبروري په ۲۶مه د لاهور په لوبغالي کې له اینګلند او دوه ورځې وروسته ېې په همدې لوبغالي کې له استرالیا سره مخ کيږي.
حشمت الله شهیدي زیاته کړه: «ټوله نړۍ پوهيږي چې موږ ښه لوبه کوو، په ځانګړې توګه په تېرو درو کلونو کې، ځکه خو پر خپلو لوبو تمرکز کوو.»
طالبان چې له ۲۰۲۱م کال راپدېخوا پر افغانستان حاکم شوي، افغان ښځې ېې د کريکټ په ګډون په سپورټکې له ګډون څخه منع کړي دي. د ځينو هېوادونو له خوا افغانستان سره د کریکټ لوبو تحریمول په همدې دلیل دي. استرالیا په تېر کې ويلي و چې تر څو د افغانستان د نجونو کریکټ ته د لوبو اجازه ورنکړل شي، دوی د افغانستان له نارینه ټيم سره په دوه اړخیزو لوبلړیو کې نه لوبيږي.
ورته نور ولولئ: افغانستان د جمپينز ټرافي سیالیو له پاره لوبډله اعلان کړه
د افغانستان د اوسني کریکټ مزل په ۱۹۷۰ کلونو کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل پر وخت په پاکستان کې د افغان مهاجرو له کمپونو پيل شوی. د افغانستان د کریکټ ټيم ډېر ژر پیاوړی او اوس د غوره نړېوالو ټیمونو په کتار کې دی.
افغان لوبغاړو د کریکټ د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریزو لوبو د نړيوال جام په سیالیو کې اینګلند، پاکستان او سریلانکا ته چې درې واړه د نړېوال جام اتلان پاتې شوي، ماتې ورکړه.
افغان لوبغاړو تېرکال د کریکټ شل اوریز نړېوال جام سیالیو کې هم ښه وځلیدل خو ونه توانېدل چې نیمه پایلوبې ته ووځي. دغه سیالۍ په امریکا متحده ایالاتو او ویست اندیز کې وې.
شهيدي وويل چې ټيم ېې له جنوبي افریقا څخه بېره نه لري: «موږ په دې وروستیو کې شارجه کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه، نو موږ پر ځان باوري یو او ځان تر کوم فشار لاندې نه احساسوو.»
کپټان حشمت الله شهیدي زیاته کړه: «موږ ډېر ښه لوبيږو، نو زموږ موجودیت د فاینل ګټلو له پاره دی، نه دا چې يوازې د ګډون له پاره وي. موږ کاملا سل په سله د دغه تورنمنت ګټلو ته هیله مند یو.»
ورته نور ولولئ: آسترالیا: د لومړي ځل له پاره افغان ښځینه کریکټ لوبغاړو ته مالي مرستې ورکول کیږي
افغانستان د توپ اچونې په برخه کې پر خپل سپينر لوبغاړي راشد خان حساب کوي چې په پنځوس اوره سیالیو کې د نړېوالو لوبغاړو په درجه بندۍ کې دوهم ځای لري.
د توپوهنې په برخه کې بیا رحمان الله ګُربز، ابراهیم ځدران او محمد نبي د سر لوبغاړي دي.
پاکستان په تېرو درو لسیزو کې د لومړي ځل له پاره د کریکټ چمپينز ټرافي یا د اتلانو جام سیالیو کوربه دی. دغه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د فبروري ۱۹مه د پاکستان او نیوزیلند تر منځ لوبې سره پیل شو. پاکستان چې په اې ګروپ کې دی دغه لوبه ېې د ۶۰ منډو په توپیر نیوزیلند ته وبایلله.
دوهمه لوبه پنجشنبه په دوبۍ کې د هندوستان او بنګله دیش ترمنځ وشوه چې هندوستان په شپږو ويکټو وګټله. هندوستان خپلې د چمپینز ټرافي تورنمنټ لوبې په پاکستان کې نه کوي. د دغه تورنمنټ د دواړو ګروپونو دوه دوه غوره ټيمونه به نیمه پایلوبې ته وځي.
له آرشیف څخه: