آلمان کې د پناه ترلاسه کولو تر ټولو ډېره غوښته افغانانو کړې
۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعهپه ۲۰۲۵م کال کې د افغانستان وګړو د نورو هېوادونو د وګړو سره په ستر توپير په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
دآلمان د مهاجرت او کډوالۍ فدرالې ادارې د جمعې په ورځ وويل چې په آلمان کې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د اګست میاشتې تر پای پورې په ټولیزه توګه ۱۰۴ زره او ۱۲ غوښتنليکونه وړاندې شوي دي. له دې څخه ۷۸ زره او ۲۴۶ موارد د پناه لومړنۍ غوښتنې دي.
د شمیرو پر اساس د پناه له دې غوښتنلیکونو څخه تر ۳۰ زرو ډېر د افغانانو له خوا وړاندې شوي دي. له دې څخه ۱۴ زره او ۸۶۵ د پناه لومړنۍ غوښتنې دي او ۱۵ زره او ۹۱۴ موارد د پناه تعيقبي غوښتنې دي.
د پناه تعقیبي غوښتنې هغو مواردو ته ويل کيږي چې يوه پناه غوښتونکي د مخه يو ځل د پناه غوښتنه کړي وي، خو د حقوقي وضعيت بدليدو، په اصلي يا مبدا هېواد کې د وضعيت د بدتريدو، يا د داسې نويو اسنادو او شواهدو په لاس راوړلو وروسته چې دوسیه یې لا پسې قوي کوي، په دويم ځل د پناه غوښتنه کوي.
دا ډېروالی د اروپا د عدلي محکمې له حکم سره څه تړاو لري؟
د اروپا عدلي محکمه د تیر کال په اکتوبر میاشت کې دې پايلې ته رسېدلی وه چې هغه بندیزونه او توپیري اقدامات چې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې عملي کړي، د جنسيت په دليل د ښځو د تعقيب په معنا دي.
د اروپا عدلي محکمې زياته کړې چې د اروپايي اتحادیې په غړيو هېوادونو کې د افغانستان د ښځو د عريضو د ارزولو په ترڅ کې به دا کافي وي چې د هغوی تابعيت او جنسيت په نظر کې ونيول شي.
اړونده موضوع: د اروپا محکمه: افغاناني د خپل جنسيت په دليل د پناه غوښتنې حق لري
د آلمان د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي اداره په دې نظر ده چې د دې حکم په دليل د روان میلادي کال په لومړيو اوه میاشتو کې د افغان ښځو له لوري ۹۱۳۹ تعقيبي غوښتنليکونه وړاندې شوي دي.
د پناه غوښتونکو مجموعي شمیر راکم شوی
که چېرې د افغانانو له لوري د پناه غوښتنې د عريضو ډېرېدل په نظر کې ونه نيسو نو په عمومي توګه په آلمان کې په اګست میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله د پناه غوښتنې ۵،۹ سلنه کمې شوي او دا ۷۸۰۳ غوښتنلیکونه ول.
اړونده موضوع: المان ته د بې سرپرسته پناه غوښتونکو د راتګ شمیر کم شوی دی
دا شمیرې د تېر کال د اګست میاشتې د غوښتنليکونو په پرتله چې شمیر یې ۱۸ زره او ۴۲۸ وو، واضح کمښت ښيي.
د روان کال په جولای او اګست میاشتو کې د نورو هېوادونو د پناه غوښتونکو په پرتله په آلمان کې د تر ټولو ډېرې د پناه غوښتنې د افغانانو له خوا شوې وې.
په اګست میاشت کې ۱۹۶۸ افغان وګړو په آلمان کې د پناه غوښتنې عريضه کړې وه. سوريايان د ۱۳۷۰ غوښتنليکونو سره په دويم مقام کې ول. ترکان بيا د ۸۴۸ غوښتنو سره په دريم ځای کې ول.