آلمان:له افغانستان څخه د وتلو په اړه د پارلماني کمېټې رپوټ
۱۴۰۳ اسفند ۱, چهارشنبهد آلمان د پارلمان د څېړنیزې کمېټې وروستي رپوټ چې د سې شنبې په ورځ د آلمان په پارلمان کې وړاندې شو، له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو د را ايستلو په ترڅ کې د حکومت يو شمير نيمګړتياو ته اشاره کړې ده.
په دې رپوټ کې چې ۱۴۰۰ صفحې لري، زياته شوې ده چې په دې نيمګړتياو کې پر نورو سربيره د وضعيت ناسمه ارزونه، د وزارت خانو ترمنځ د نظر د يووالي نه شتون او د سيمه ایزو کارکوونکو د تخلیې په پروسه کې ډېره بيوروکراسي شامله ده.
اړونده موضوع: آلمان د افغانستان له ماموریته کوم درسونه اخیستلای سي؟
د آلمان د پارلمان د څېړنیزې کمېټې مشر رالف شتيګنر، له افغانستان څخه د اخراج د عملياتو په اړه وويل چې د «آلمان له پاره د بديل» ګوند په اسثناء د پارلمان ټول فراکسيونونه د نظر پر اختلافاتو سربیره چې درلودل یې، په ګډه دې نتیجې ته رسېدلي دي.
شتيګنر، چې د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند (اس پي ډي) سره تړاو لري، وويل چې په ۲۰۲۰م کال کې په دوحه کې د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د تړون تر لاسليک کيدو وروسته روښانه وه چې «وضعيت به پر کوم لوري درومي.» د نوموړي په خبره دې تړون طالبان د دې جوګه کړل چې خپلو هدفونو ته ورسيږي او دغه ډله «د انتظار په حال کې په حکومت» بدله کړي.
د شتیګنر په خبره له افغانستان څخه د راوتلو د وخت په اړه د شفافيت پر نه شتون سربیره هم چې اوږده موده یې دوام ورکړ، د آلمان د پوځ اخراج «منظم» وو.
خو د رپوټ په حواله په افغانستان کې د بحران د پراخيدو په ترڅ کې د آلمان د حکومت د اړوندو ادارو له لوري يو ګډ تحليل موجود نه وو.
شتيګنر، وويل که څه هم چې د آلمان استخباراتي ادارو په افغانستان کې وضعيت په سمه توګه ارزولی وو، خو په دې اړه وړاندوينه نه وه چې طالبان به په دومره چټکۍ سره واک ترلاسه کړي.
اړونده موضوع: ميرکل د افغانستان په تړاو څېړنیز کمېسیون کې څرګندونې وکړې
دا پارلماني کمېټه د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې جوړه شوې وه څو د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو اخراج او د تخلیې د پوځي عملياتو څرنګوالی وارزوي.
په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو کابل ونيو.
د پارلمان د څيړنې کمېټې په ټوله کې د ۱۱۱ شاهدانو نظرونه واخيستل چې پخوانۍ صدراعظمه انګلا ميرکل، او د نوموړې ځای ناستی اولاف شولڅ، هم پکې شامل ول.
زموږ له آرشيف څخه: