په افغانستان کې د طالبانو څلور کاله واکمني او د خلکو کړاو
۱۴۰۴ مرداد ۲۴, جمعهد ۲۰۲۱ کال په اګست کې داسې ښکارېده چې دطالبانو واکمنې به یوازې موقتي وي. څارونکو ګومان کاوه چې افغانستان به د یوې توندلارې ډلې تر مشرۍ لاندې په نړیواله کچه منزوي پاتې شي. خو څلور کاله وروسته دا ګومان غلط ثابت شو.
طالبان اوس په بشپړ ډول په واک کې ټینګ دي. دومره ټینګ چې اوس ډېرې اروپایي حکومتونو، په ګډون د آلمان، ورو ورو خپلې اړیکې د کابل له د فاکتو حکومت سره عادي کړې او هغوی یې د خبرو اترو شریک ومانه.
د جولای په لومړیو کې روسیې د لومړي هېواد په توګه د طالبانو حکومت په رسميت وپېژاند. د پاريس د اينالکو پوهنتون د نړيوالو اړيکو څېړونکی، سردار رحيمي، چې په ختيځو ژبو او کلتورونو کې تخصص لري وايي: «روسیه په دې توګه هغه رول خپل کړ چې امریکا په افغانستان کې درلود او څلور کاله وړاندې د خپلو ځواکونو له وتلو سره یې پرېښود.»
چین هم د طالبانو له حکومت سره نږدې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې لري، که څه چې په رسميت يې لا نه دی پېژندلی. خو د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د چین ولسمشر شي جین پینګ د طالبانو سفیر د ټولو رسمي تشریفاتو سره د ولس په لوی تالار کې د اعتبار لیک د وړاندې کولو لپاره ومنلی.
چین افغانستان ته د خپلې نړیوالې زیربنايي پروژې، د ورېښمو د لارې د نوښت لپاره اړتيا لري. د افغانستان قیمتي خامو موادو صادرات د دغه نړيوال اقتصادي او نظامي قوت د صنعت وده پیاوړې کوي.
له آلمان څخه اخراجونه
سره له دې چې آلمان د طالبانو پر وړاندې منفي دریځ لري، بیا هم له کابل سره د قطر له لارې د خبرو اترو اړیکه لري. د فرانسې د اینالکو پوهنتون کارپوه رحیمي وايي، د دې لپاره چې کډوال افغانستان ته واستول شي، لویدیځ حکومتونه اړ دي چې د اوسنيو حاکمانو سره خبرې وکړي او امتیازات ورکړي.
له طالبانو د واک اخیستو وروسته، آلمان تر اوسه د اخراجونو دوې الوتنې افغانستان ته تنظیم کړې دي. په ټوله کې ۱۰۹ افغان اتباع بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي چې په کې ۵۶ مجرمین شامل دي.
د بشري حقونو سازمانونه لکه پرو ازیول دغه اخراجونه «له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه» بللې ده. د اروپایي بشري حقونو تړون چې د دولتونو تر منځ يا يو بین الدول تړون دی، و هغو هېوادونو ته د اخراج يعني شړلو مخه نیسي چېرې چې ورسره د غیر انساني چلند وېره وي.
د دې لپاره چې له آلمان څخه د افغانانو اخراج ممکن شي، د طالبانو حکومت باید لومړی د هغوی تابعیت تصدیق کړي چې عموماً د پاسپورټ یا ورته سند په ورکولو سره کېږي. یوازې وروسته له دې چې کابل ته د رسېدو پر مهال د ننوتو اجازه ورکړل شي، شړل خوندي ګڼل کېږي. له همدې امله له رژیم سره پراخې خبرې ضروري دي.
لویدیځ باید دا ومني چې طالبان د افغانستان په عامه ژوند کې په هر اړخ کې واک لري. رحیمي وايي: «دا هم هغه بنسټ دی چې د نورو هېوادونو اړیکې د طالبانو له رژیم سره پرې ولاړې دي». طالبان پخپله د آلمان په څېر هېوادونو سره د خبرو په اړه خاموش پاتې کېږي. د هغوی لپاره دا یو لوی بری دی چې لویدیځ د خبرو غوښتنه کوي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول د «ريداکسيونسنېڅورېک دويچلاند» رسنيزې شبکې سره په يوه مرکه کې د طالبانو سره تخنیکي اړیکې تایید کړې. هغه وویل، دا یوازې عملي خبره وه، نه سیاسي او نه هم حقوقي. هغه د جولای په مياشت کې وويل: «د آلمان حکومت باید له ډېرو حکومتونو او رژیمونو سره خبرې وکړي چې د هغوی نظرونه او کړنې موږ نه منو. خو کله ناکله زموږ ګټې دا ایجابوي چې په یوه یا بله توګه اړیکه وساتو. بل ډول دا د واقعیتونو نه منل دي.»
له پاکستان او ایران څخه شړل کېدل
له اروپا څخه د افغانانو د اخراجونو سره موازي، د افغانستان ګاونډیان پاکستان او ایران په ډله ییز ډول افغان کډوال بېرته شړي. د UNHCR د معلوماتو له مخې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د اګست تر لومړیو پورې له دواړو هېوادونو څخه بېرته ستنېدونکو شمېر له ۲،۱ میلیونو اوښتی. له دې نیمایي کسان له پاکستان یا ایران څخه په زور اخراج شوي دي. د کوچنيانو د ژغورنې د سازمان په وينا، په هرو ۳۰ ثانيو کې يو مهاجر ماشوم افغانستان ته ستنيږي.
پاکستان نور د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ثبت کارتونه نه تمدیدوي. له سپتمبر وروسته ۱،۳ میلیونه نور کسان، سره له دې چې قانوني اقامت لري، د شړل کېدلو له ګواښ سره مخ دي.
دغه ستر شمېر شړل شوي کسان د طالبانو لپاره یوه ستره ننګونه ده. ستنېدونکي خلک نه کور لري، نه کار او نه عاید.
خو همدا بشري ناورین د طالبانو په ګټه تمامېږي. هغوی له دې لوی کړکېچ څخه د خپل کنټرول د پیاوړتیا لپاره استفاده کوي. دا ځکه چې د طالبانو د منطق له مخې، لوېځ په هر حال کې باید د کابل غوښتنو ته سر ټیټ کړي که ورسره اړیکه غواړي. له اروپا څخه اخراج يا شړل یوازې هغه وخت ممکن دي چې طالبان ورسره مرسته وکړي.
خو سیمه ییز راپورونه ښيي چې ستنېدونکي ډېر کم په افغانستان کې په بند کې پاتې کېږي. طالبان نه وايي چې له دې خلکو سره څه کېږي. ځینې شړل شوي کسان له لنډ بند وروسته يو ځل بیا د اروپا پر لور روانېږي.
د بشري حقونو ناوړه وضعیت
خپلواکې فعالې ډلې په دې موضوع کې په یوه خوله دي چې اوسني واکمنان د خلکو او مدني حقونه په سیسټماتیک ډول تر پښو لاندې کوي.
پخوانۍ افغان دیپلوماته، شکریه بارکزۍ، وايي: «طالبان ښځې په سیاسي توګه د خپلو موخو لپاره کاروي. هغوی د ښځو پر ژوند نور بندیزونه زیاتوي چې خپله واکمني مشروع کړي.»
ښځې په بشپړ ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوي دي. ۱،۴ میلیونه نجونې له دولس کلنۍ پورته د ښوونځي له تګ محرومې دي. منځنۍ او لوړې زده کړې هم د نجونو لپاره بندې دي. د بشري حقونو سازمانونه په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی ثبتوي.
مخالفین او خبریالان د طالبانو له لوري د سختو ځورونو وېره لري. د «بې پولې خبريالانو» د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۱۲ رسنیزې ادارې وتړل شوې. دغه سازمان وايي چې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د مطبوعاتو د آزادۍ له تر ټولو لویو دښمنانو تر واک لاندې دی: «طالبان خبریالانو ته ګواښ کوي او تعقیبوي يې، راپورتران نیسي، ښځینه خبریالانې له رسنیو باسي، راپورونه سانسوروي او د رسنیو دفترونه تلاشي کوي.» افغانستان د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۵م ځای لري.
بشري ناورین
په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم د طالبانو له واکمنېدو څلور کاله وروسته فاجعه وي دی. د اروپایي کمیسیون د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۲۲،۹ میلیونه کسان د نړیوالې مرستې اړتیا لري. دا د ټول نفوس نیمایي برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د اګست په پیل کې وویل چې هر څلورم افغان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی. دا په ټوله کې لس میلیونه کسان کېږي. او هر درېیم ماشوم په افغانستان کې له خوارځواکۍ ځوريږي.
د مرستو کړکېچ هغه وخت نور هم پراخ شو چې امریکا د جولای په میاشت کې خپله د پرمختیايي مرستو اداره USAID وتړله او بشري مرسته یې ودروله. درې میلیونه کسان له روغتیایي خدماتو بې برخې شول او ۴۲۰ کلینیکونه وتړل شول.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې آلمان په ټوله کې ۵۵۱ میلیونه یورو د پرمختیايي مرستو په توګه ورکړي چې په افغانستان کې د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول یقیني کړي. د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا وزارت (BMZ) وايي، طالبان د آلماني مالیه ورکوونکو له پیسو تمویل شوو پروژو باندې هېڅ اغېز نه لري. دغه مرستې د نړیوال بانک، د ملګرو ملتونو ادارو او و غیر دولتي سازمانونو ته ورکړل شوې دي.
خو نوي آلماني حکومت د افغانستان لپاره «د فدرالي منلو پروګرام» بند کړی دی. دا دريځ د واکمنو درې ګوندونو CDU، CSU او SPD په ائتلافي تړون کې راغلی دی. د منلو د فدرالي پروګرام له مخې به هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ نه مخکې یې د آلمان لپاره په افغانستان کې کار کړی و، آلمان ته به ورتلل. اوس مهال تر ۲۴۰۰ پورې د «ځايي همکارانو» په نوم کسان د آلمان د منلو هوکړه لري. خو هغوی تر اوسه ویزه نه ده ترلاسه کړې او په ایران یا پاکستان کې پاتې دي چې هلته د ډله ییز شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د برلین اداري محکمې د جولای په پیل کې په یوه بیړني حکم کې پرېکړه وکړه چې یوې افغانې ښځې او د هغې کورنۍ ته چې له یو کال نه زیات یې په پاکستان کې د وتلو انتظار کاوه، باید آلمان ته د ننوتو ویزه ورکړل شي، په ځانګړې توګه د پاکستان نه افغانستان ته په دې نیږدې موده کې د شړلو په پام کې نیولو سره. په ياده پرېکړه کې ویل شوي چې هغوی ته «د بدن او ژوند خطر» متوجه دی. آلماني حکومت دا پرېکړه نه مني او له یوې لوړې محکمې یې د حکم د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
همکاران: شبنم الکوزۍ، وحيد احمدي