د زلزلې ځپلي سيمي ځايي خلک څه وايي؟
۱۴۰۴ شهریور ۱۳, پنجشنبهد یکشنبې په ورځ وختي د افغانستان ختیځ ولایتونه ننګرهار، کونړ او لغمان د ریشتر په کچه ۶ درجې زلزلې ولړزول چې تر ټولو ډېر زیانونه ېې په کونړ ولایت کې اړولي. ځايي اوسېدونکي وايي لا هم د کونړ ځینو لېرو پرتو سیمو ته مرستې یا مرستندویان نه دي رسېدلي. دوی وايي په داسې کلیو کې چې کورنه پکې په بشپړه توګه له منځه تللي، اوسېدونکي ېې پر ډاګ شپې ورځې تېروي.
له دا ډول علاقو څخه یوه هم د کونړ د ماما ګل په نوم لېرې پرته سیمه ده. د کونړ ولایت يوه اوسېدونکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط دویچه ويله ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ په ډېره سختۍ دغې سیمې ته ورغلی او وضعیت ېې له نژدې لیدلی دی. په وینا ېې تر دوی مخکې هېڅوک دغې سیمې ته نه وو ورغلي: «دغې ساحې ته په عموم کې مرسته نه وه تللې. که تللې هم وه تر هغه ځایه تللې ده چې سړک نور تخریب شوی.»
«کلي په بشپړن توګه ویجاړ شوي»
د دغه کس په خبره د ماماګل سیمه شاوخوا لس کلي لري چې په حدود د ۳۵۰ کورنۍ پکې ژوند کوي، خو کورونه ېې ټول په زلزله کې تخریب شوي دي: «سل په سلو کې کورونه له منځه تللي دي... ماشومان، نارینه، ښځينه ټول له خپلو کورنو وتلي په یوه میدان کې ناست دي.»
دغه ځايي اوسېدونکي وویل چې دغې سیمې ته غځېدلې لار زلزلې تخریب او د موټرو پر مخ تړل شوې او دوی له تخریب شوي ځایه کابو درې ساعته پر پښو مزل کړی تر څو هلته رسېدلي. هغه وویل چې په دغه سیمه کې هوا هم سړه ده او خلکو دوې شپې په باران کې تېرې کړي دي. «دلته ډېر زیات ضرورت و چې باید ژر تر ژره خیمې او کمپلې ورسیږي، ساحه یخه ده.»
د فوري او ډېرو مرستو اړتیا
ملګرو ملتونو ویلي لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې کسان شته او د تلفاتو د لوړېدو خبرداری ېې ورکړی دی.
د سرې میاشتي او سره صلیب په څېر نړېوالو مرستندوی سازمانونو ويلي دي چې وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره «مخ په ډېرېدونکي زیاتو او چټکو» بشري مرستو ته اړتیا ده.
دغو سازمانو د لومړنیو اټکلونو پر اساس ويلي دي چې د کونړ او شاوخوا ولایتونو په زلزلو کې «تر ۸۴زره پورې خلک په مستقم او غیرمستقیم توګه اغیزمن شوي دی چې په زرونو بېځایه شوي هم پکې راځي.»
د فرانسې خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ د طالب چارواکو له قوله رپوټ ورکړ چې د کنړ په زلزله کې د مړو شمېر۲۲۰۵ ته لوړ شوی دی.
تر دې مخکې طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د کونړ په زلزله کې د تلفاتو وروستۍ ارقام ۲۲ ساعته مخکې خپاره کړي ول. هغه پر اکس شبکه لیکلي دي چې تر دا مهاله د مړو شمېر«۱۴۵۷ او د زخميانو شمير ۳۳۹۴ ته رسیدلی دی.» مجاهد زیاته کړې چې ۶۷۸۲ کورونه ويجاړ شوي دي.
د ځايي اوسیدونکو په خبره څه ناڅه دولتي او غیردولتي مرستې تر ډېره د هغو علاقو اوسېدونکو ته ورځي چې د موټرو د ورتلو لار لري او هغو لېرو پرتو کلیو ته چې لارې ېې تخریب شوي نه رسیږي. د خلکو په وینا پام تر ډېره مزار درې په څېر ساحو ته اوښتی دی چې ډېری مرستې، چارواکي او څرخي الوتکې هم هماغو ساحو ته ورځي.
د سیمې یوه اوسېدونکي وویل: «دا مرستې موقتي دي، لکه بسکيټ یا خوراکي مواد.» هغه وايي خلکو خپل هر څه له لاسه ورکړي باید ډېر کارونه وشي. «د خلکو کورنه، مالونه، کاروبار هرڅه له منځه تللي. دوی پیسو او کورونو ته زښت زیات ضرورت لري.»
پر چارواکو نیوکې
د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي پر چارواکو نیوکه وکړه چې په وینا يې لازم اقدامات نه کوي. هغه وویل د کونړ ځینو کلیو له هغې جملې دیوه ګَل، سپېرو ډاګ او څپرې ته ورغلی چې لږ او یا هېڅ رسیدګي ورته نه ده شوې. د هغه په خبره داسې کلي چې ټول کورونه ېې له منځه تللي، «خو تر اوسه د ېوې خیمې مرسته هم ورسره نه ده شوې» هغه دویچه وله ته وویل: «حکومت مازې یو څه کوي، د ولس سترګې توروي. په حقیقت کې هېڅ داسې اقدام نه کوي.»
هغه زیاته کړه په دغه سیمه کې د ټپيانو له پاره یو ځای ټاکل شوی، خو د کلیو اوسېدونکو ورته ټپيان په شا راوړل: «خلک په پښو تلل او له هغه ځایه به ېې یو یو زخمي تقریبا په څلورو ساعتو پنځو ساعتو کې را اېستل او بیا به بل پسې تله.»
دغه کس هم چې نه غواړي نوم ېې واخیستل شي وویل که څه هم مرستې د لومړيو ورځو په پرتله اوس یو څه ښه شوې خو ښه مدیریت ېې نه کیږي: «منظم سیستم نشته دی.»
د طالبانو اداره وايي ځپل شوو ساحو ته ېې ژغورونکي ټيمونه استولي دي او اکثریت متضرره سیمې تر پوښښ لاندې راغلي او رسيدګي ورته شوې ده.
د طالبانو ادارې مرستیال ویاند حمد الله فطرت، پر اکس شبکه ليکلي چې د ژغورونکو ټيمونه «ټوله ورځ تر خاورو لاندي بند پاتي باقې خلکو د را ايستلو او د زخميانو د انتقال عمليات» جاري ساتلي او ټپیان ېې د الوتکو په وسیله روغتونو ته انتقال کړي دي.
د ښځينه ډاکټرانو موضوع
یوه ځایي اوسیدونکي دویچه ويله ته وويل چې درې ورځې ېې د کونړ ډېرو ځپل شوو کلیو ډیوه ګَل او مزار درې کې چې په زلزله کې ډېرې ځپل شوي، د جسدونو په انتقال او نورو برخو کې مرسته کړې ده. هغه وویل په سیمه کې یوه لویه ستونزه په ځانګړې توګه په لومړۍ ورځ، د ښځينه ډاکټرانو نشتوالی و: «په لومړۍ ورځ باندې د ښځو وضعیت واقعیت خواشیونکی و... څوک نه وو.» هغه وویل په درېمه ورځ په دیوه ګَل ساحه کې وضعیت یو څه ښه شو او هلته مې «درې کمپونه وليدل چې ښځینه ډاګټرانې پکې وې.»
د افغانستان د پخواني حکومت مرستیال ولسمشر، امرالله صالح، هم د ښځينه ډاکټرانو د نشتون مسئلې ته اندېښنه ښکاره کړې. هغه پر اکس شبکه لیکلي دي، چې په ځانګړې توګه کونړ کې نږدې څلور زره کسان ټپیان شوي که «۳۰ سلنه ېې ښځې او نجونې وي، درملنه به ېې څوک کوي؟» صالح زیاته کړې ده، آیا دغه ښځې «په متروکه کوټو کې پرېښودل شي چې بې ډاکټره خپل ژوند له لاسه ورکړي؟» هغه ويلي دا په داسې حال کې ده چې ښځینه ډاکټرانې یا له هېواده وتلي او یا طالبانو په کور کينولي دي.
طالبان: د مرستو ژمنې شوي دي
د طالبانو ادارې ويلي دي چې وروستۍ زلزلې سره په تړاو مختلفو هېوادونو ورسره د مرستو ژمنې کړي دي. ځايي اوسېدونکي هم وايي چې اوس په ساحه کې د بیلګې په توګه د هندوستان څخه رسېدلې مرستې ليدل کیږي. نن له قطر څخه کابل ته د بشري مرستو د رسېدو خبرونه خپاره شول.
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون چې د طالبانو تر مدیریت لاندې کار کوي، د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د قطر هېواد له خوا له زلزله ځپلو سره د مرستو څلور الوتکې کابل ته ورسېدې. په رپوت کې راغلي دي چې په دغو بشري مرستو کې «دوه ګرځنده روغتیایي مرکزونه، خوراکي توکي، اړین درمل او د بېړنۍ سرپناه لوازم شامل دي،» چې شاوخوا ۱۱ زره زلزله ځپلي به ورڅخه مستفید شي.