د یوې افغان ډلې له خوا د طالب رهبرانو د نیولو د غوښتنې هرکلی
۱۴۰۳ بهمن ۵, جمعهد افغان ښځو د عدالت غوښتنې ډلې د جمعې په ورځ د جرمونو نړېوالې محکمې د څارنوال له خوا د طالبانو د رهبر ملا هيبت الله آخوندزاده او د هغوی د مشر قاضي عبدالحکیم حقاني د نيولو حکم د صادرولو د غوښتنې هرکلی وکړ.
د جرمونو نړېوالې محکمې څارنوال کریم خان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه د طالبانو د دوو لوړپوړو چارواکو د نیولو غوښتنه کړې چې په هغو کې ېو ېې د طالبانو رهبر ملا هيبت الله آخوندزاده دی.
طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې تر نژدې شل کاله جګړې وروسته بيا پر افغانستان واکمن شول چې تر اوسه ېې پر افغان ښځو د کار او تعلیم په ګډون په مختلفو برخو کې محدویتونه اعلان کړي دي. د اعلان شوو محدودیتونو په نتیجه کې اوس په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.
د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د افغان ښځو د عدالت غوښتنې ډلې په یوه اعلاميه کې د طالبانود رهبرانو په تړاو د جرمونو نړېوالې محکمې (آی سي سي) وروستی اقدام یوه «ستره تاریخي لاسته راوړنه» بللې ده.
ورته نور ولولئ: د نړیوالي محکمې څارنوال د طالبانو د مشرانو د نیولو غوښتنه کړې
په اعلاميه کې راغلي: «موږ دغه لاسته راوړنه د افغان مېرمنو د ځواک او ارادې سمبول ګڼو او یقين لرو چې دا به په هېواد کې د حساب ورکونې او عدالت له پاره د یو نوي فصل پيل وي.»
په رپوټ کې زیاته شوې چې د طالبانو حکومت تر اوسه د آي سي سي اقدام ته غبرګون نه دی ښودلی.
د طالب رهبرانو په هکله د جرمونو نړېوالې محکمې د وروستي اقدام په اړه یوشمېر افغان سیاسي څېرو هم غبرګونونه ښودلي دي.
د سیاسي چارو شنونکي او په امریکا کې د پوهنتون استاد، نجیب آزاد، پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي دي چې نړېوالې محکمې ته د طالب چارواکو د نیولو عریضه ده کړې وه. هغه لیکلي: «هو، د افغانستان په تاريخ کې لومړی افغان یم چې په نړۍ واله جزايي محکمه کې مې عریضه وکړه.» آزاد زیاتوي چې پر دغې قضیه ېې دوه نیم کاله کار کړی او نن ېې نتیجه ورکړې «زه ېې بلکل لمانځم.»
ورته نور ولولئ: ستانکزی: د نجونو د زده کړو منع کولو له پاره هیڅ بهانه نشته
محمد حلیم فدايي چې د افغانستان په پخواني حکومت کې په څلور ولایتونو کې د والي په توګه دنده لرلې وه او اوس له هېواده بهر ژوند کوي وايي د دې امکان شته چې نړېواله محکمه د نورو طالب مشرانو پر ضد هم ورته ګامونه پورته کړي.
ښاغلي فدايي پر خپله اکس پاڼه لیکلي: «د نړېوالې جنايي محکمې (آی سي سي) پریکړه یو مهم سیاسي پيغام رسوي او د طالبانو پر ضد سیاسي فشار زیاتوي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د جمعې په ورځ یو ځل بیا د افغان نجونو د تعلیم پر موضوع خپل خفګان ښودلی دی. دغه دفتر ويلي دي چې دا یوه «تراژيدي او ناسم تعبیر» دی چې نجونې له زده کړو او تحصیل څخه بې برخې کړل شوي دي.
د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا، ويلي: «۱۲۲۵ ورځې – نژدې څلور کاله شول چې چارواکو له ۱۲ کلنو پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي دي.» هغې زیاته کړې: «دا یو ناسم تعبیر او تراژيدي ده چې په میلیونونو افغان نجونې خپل د تعلیم له حقه بې برخې شوي دي.»