طالبان: له امريکا سره مو د بنديانو تبادله کړې
۱۴۰۳ بهمن ۲, سهشنبهد طالبانو حکومت نن، سه شنبه (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۱) وويل چې د يوه افغان جنګيالي په بدل کې یې څو امريکايان له زندانه آزاد کړي دي.
د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو اترو خبر په تېر ميلادي کال کې تائید شوی وو خو تبادله د امريکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر دونالد ترمپ، ته د جو بايدن، له لوري د واک تر سپارلو وروسته اعلان شوه. دونالد ترمپ، پرون دوشنبه د امريکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي: «د خان محمد په نوم يو افغان مجاهد چې په امريکا کې بندي وو، د امريکايي وګړو په بدل کې آزاد شوی او هېواد ته را ستون شوی دی.»
اړونده موضوع: "له افغانستانه د امرِيکايي زندانيانو راخوشي کولو هڅې نه دروو"
د وزارت په اعلاميه کې راغلي دي چې خان محمد، چې «کابو دوې لسيزې ترمخه په ننګرهار کې نيول شوی وو» او د عمري بند په سزا محکوم شوی وو، د کاليفورنيا په يوه زندان کې یې د بند موده تېروله.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د امريکايي زندانيانو د شمير په اړه معلومات او نور جزيات نه دي ورکړي.
خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د تېر میلادي کال په جولای میاشت کې ويلي ول چې په افغانستان کې دوه امريکايي زندانيان په توقيف کې دي او دا چې له متحده ایالاتو سره یې د تبادلې په تړاو خبرې اترې ترسره شوي دي.
امريکايي رسنيو د امريکايي بنديانو نومونه ويليم مک کينتي، او رايان کوربت، ښوولي دي چې وروستی یې يعني کوربت، له ۲۰۲۲م کال راهېسې د طالبانو په توقيف کې وو.
د امريکا پخوانی ولسمشر جو بایدن، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له ګډوډۍ سره د مل انخلا له کبله له سختو نیوکو سره مخامخ شوی وو.
په نوامبر میاشت کې کله چې دونالد ترمپ، د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، د طالبانو حکومت ويلي ول چې له امريکا سره د اړيکو د يوه «نوي څپرکي» پرانيستل کیدو تمه لري.
طالب چارواکو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته تر رسېدو راهېسې په تکراري ډول ویلي دي چې د نړۍ له هر هېواد سره مثتبو اړيکو ته ليوال دي.
خو تر اوسه د امريکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ يوه هيواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی چې پر نورو سربیره یې اصلي علت د ښځو په تړاو د دغه ډلې له محدوديتونو ډک سياست دی.
طالبان: «د بنديانو تبادلې د ستونزو د حلولو ښه مثال دی»
د طالبانو حکومت د سې شنبې ورځې تبادله «د ديالوګ له لارې د مسئلو د حل کولو يوه ښه بېلګه» وبلله او ویې ویل چې په دې برخه کې د «ورور هيواد قطر له نقش څخه ځانګړې مننه کوي.»
په اعلاميه کې زياته شوې ده: «اسلامي امارت د متحده ایالاتو هغو اقداماتو ته په مثبت نظر ګوري چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د نورمال کيدو او پراخه کيدو په برخه کې نقش لوبوي.»
له هغه وخت راهېسې چې طالبان واک ته رسېدلي، دغه ډلې يو شمير بهرنيان نیولی دي.
دا روښانه نه ده چې څومره افغانان په امريکا کې بنديان دي. خو په ګوانتانامو زندان کې لږ تر لږه يو افغان اوس هم بندي دی. د محمد رحيم، په نوم د دغه افغان وګړي کورنۍ د ۲۰۲۳م کال په نوامبر کې د هغه د آزادولو غوښتنه کړې وه.
د تېر میلادي کال په فيبرورۍ میاشت کې هغه دوه افغانان چې تر ۲۰۱۷م کال پورې په ګوانتانامو کې بنديان ول، تر دوو لسیزو بند وروسته بيرته افغانستان ته ستانه شول.