افغان مهاجر په ایران کې له شدید رواني فشار سره مخامخ دي
۱۴۰۴ خرداد ۶, سهشنبهد افغانستان د هوایي ځواکونو د یوه پخواني پیلوټ محمد امیر توسلي، د ځان وژنې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس پر لاس شوه، خو ایراني رسنیو دې موضوع ته چندان توجه ونه کړه.
د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته د افغانستان ډېر پخواني نظامیان ایران او پاکستان ته مهاجر شول او اکثره یې په دې تمه ول چې له دې لاري به وکولی شي لوېدیځو هیوادونو ته مهاجرت وکړي.
د ایران حکومت لومړی یوه سر شمیرنه ترسره کړه او هغو مهاجرو ته چې د اقامې اسناد یې نه درلودل د سر شمېرنې پاڼې وویشلې، خو وروسته یې بیا دغه سندونه باطل اعلان کړل او هغوی ته یې د وتلو سند یا پاڼې وکړې.
د دې پخواني پیلوټ په هکله چې د ځان سوځولو له لارې یې خپل ژوند ته د پای ټکې کیښود ډیر جزویات په لاس کې نشته، خو داسې رپوټونه دي چې نوموړي د اخراج یا دغه هیواد څخه د وتلو سند له ترلاسه کولو وروسته په دې کار لاس پورې کړی دی.
د توسلي، د کورنۍ یوه غړي د «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته تائیده کړې ده چې هغه پخوانی پیلوټ و او د رواني پریشانۍ ستونزه یې درلوده او د اخراج سند له ترلاسه کولو وروسته یې ځان سوځولی دی.
شدید رواني فشار
په ایران کې افغان مهاجر وايي چې د سر شمیرنې د فورمو باطل کیدو او د اخراج پاڼو توزیع کیدو هغوی، په ځانګړي توګه پخواني نظامیان او د بشري حقونو فعالان تر سخت رواني فشار لاندې راوستلي دي.
په ایران کې افغان مهاجرو دویچه ویله ته وویل چې د ایران د بهرنیو اتباعو د چارو ادارو مجردانو ته دوه تر درو اونیو او هغو کورنیو ته چې ماشومان یې په ښوونځیو کې دي یو څه ډیر وخت ورکړی دی، څو له ایران څخه ووځي.
شبانه چې نه یې غوښتل بشپړ نوم یې واخیستل شي او د یوه پخواني نظامي افسر مېرمنه ده دویچه ویله ته وویل: «وضعیت ډير خراب او خواشینونکی دی او خلک تر سخت روحي او رواني فشار لاندې دي.»
د هغې په خبره د پخوانیو نظامیانو او هغو کسانو چې په پخواني حکومت کې د کار کولو له امله د طالبانو په واکمنۍ کې ځان په خطر کې ویني سربیره، هغه کورنۍ چې د کلونو راهیسې یې په ایران کې ژوند کړی دی هم افغانستان ته د بیرته ستنول کیدو له کبله اندیښمن دي.
شبانې زیاته کړه: «له بده مرغه له کله راهیسې چې يې د سرشمیرنې فورمې باطل اعلان کړي او د اخراج ورقې یې ویشلي په ایران کې زموږ د هیوادوالو وضعیت هم له رواني او هم له نورو اړخونو ډېر خراب دی. په ځانګړي توګه هغه نجونې چې دلته ښوونځي ته ځي ډیر ناهیلي دي او ژاړي.»
یوه بل مهاجر چې ونه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي هم وویل: «روحي او رواني ستونزې ډیرې زیاتې دي. په ځانګړي توګه هغه کسان چې له کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي او ماشومان ېې دلته زیږیدلي دي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند کولو تصور او خپلو اولادونو راتلونکي ته ډیر اندیښمن دي.»
پخوانیو نظامیانو لنډمهاله اسناد
په ایران کې یو شمیر افغان مهاجرو دویچه ویله ته وویل چې پخوا به د ایران حکومت پخوانیو نظامیانو ته د لنډمهاله اقامې اسناد ورکول او خبرې اترې روانې دي چې دغه بهیر ادامه پیدا کړي.
اغلې شبانې وویل چې مېړه یې یو پخوانی نظامي دی چې د موقتې اقامې سند لري.
یو بل مهاجر چې له دویچه ویله سره یې خبرې کړي وویل: «زموږ د کورنۍ یو غړی چې پخوانی نظامي وو د اخراج کمپ ته وړل شوی و. کله مو چې مراجعه وکړه ویې ویل که اسناد لرئ چې هغه یو پخوانی نظامي دی، نو کولی شئ له ځان سره یې بوزئ او نه اخراجیږي.»
خو سره له دې هم په دې برخه کې ظاهراً کوم رسمي میکانیزم شتون نه لري. دغو سرچینو دویچه ویله ته وویل چې د یو شمیر افغان سیاسي جریانونو دفترونه دغه موضوع د ایران د مهاجرت له ادارو سره مخته وړي، څو د پخوانیو نظامیانو د اخراج مخه ونیول شي.
د افغانانو پر بیرته ستنونې ټینګار
ایران د لویدیځ د بندیزونو له کبله له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د دغه هیواد چارواکو په تکرار سره ویلي دي چې د میلیونونو افغان مهاجرو د کوربتوب توان نه لري.
ایراني چارواکو ویلي دي چې په ایران کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغان مهاجرو [البته د ایراني چارواکو د ادعا له مخې] څخه دوه میلیونه یې د اقامې اسناد نه لري او باید له دې هیواد څخه ووځي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په تیر لمریز کال کې تر یوه میلیون ډیر افغان مهاجر له ایران څخه اخراج شوي یا بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.