ملا حسن د پاکستان لخوا د افغانانو «یو اړخیز» اخراجونو غندلي
۱۴۰۴ فروردین ۳۱, یکشنبهپاکستان د افغانانو د اخراج چټک کمپاین په لاره اچولی او غواړي د روانې میلادي میاشتې اپریل تر پایه پورې ۸لکه هغه افغان کډوال اخراج کړي چې په پاکستان کې ېې د اوسېدو اسنادو موده پای ته رسېدلې ده. په دوی کې به هغه افغانان هم شامل وي چې په پاکستان کې زېږېدلې او څو لسیزې ېې هلته ژوند کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا، محمد حسن آخوند، د پاکستان له خوا د افغانانو اجباري اخراج نیوکه کړې او دا ېې یو «یو اړخیز» اقدام بللی دی. هغه دغه نیوکه، د شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان له خارجه وزیر سره د کتنې پر مهال کړې. د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار د شنبې په ورځ د اپریل ۱۹مه د یوه، یو ورځني سفر په موخه کابل ته تللی و چې پکې ېې له آخوند او د طالبانو له خارجه وزیر، امیرخان متقي، سره ولیدل.
ورته نور ولولئ: د افغانانو د اخراجونو په ډېرېدو سره د پاکستان خارجه وزیر کابل ته تللی
د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې پر اساس، آخوند له ډار سره د کتنې پر مهال وویل: « پاکستان د دې پر ځای چې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د تدریجي ستنولو بهیر کې همکاري وکړي، په یو طرفه اقداماتو ستونزې زیاتوي.»
د طالبانو حکومت دغه اعلامیه چې پر اکس شبکه ېې خپره کړې پکې د طالبانو د رئیس الوزرا له قوله ویل شوي: «پاکستان باید د مسلمان او ګاونډي هیواد په توګه د اسلامي او بین المللي اصولو مطابق د افغان کډوالو باعزته ستنولو ته زمینه برابره کړي.»
د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې له مودو راهیسي ظاهراً ښې نه ښکاري. اسلام آباد په کراتو پر کابل تور لګولی چې هغه اورپکې چې په پاکستان کې وسله والې حملې کوي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او خپلې حملې هملته تنظیموي. خو کابل دغه ادعاوې تل رد کړي او ويلي ېې دي چې پاکستان دې د خپلو امنیتی ستونزو پړه پر افغانستان نه وراچوي.
ورته نور ولولئ: م.م: له پاکستانه راستانه شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د طالبانو رئیس الوزرا د امنيت په برخه کې پاکستاني وزیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به ورته ګواښ نه وي: «د افغانستان خاوره به د ګاونډيو په شمول د نړۍ د هېڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.»
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار په دغه غونډه کې د اعتماد فضا په رامنځ ته کولو ټينګار کړی دی. د طالبانو حکومت د اعلاميې پر اساس، ډار ويلي چې « پاکستان په باعزته توګه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ته ژمن دی» او په دې برخه کې ېې د عاجلو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړی.
تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیط ضیا احمد پر یوه ويډيويي اعلامیه کې ويلي چې د طالبانو خارجه وزیر، امیرخان متقي، هم له پاکستانه د افغان کډوالو پر اجباري اخراجونو او ناهيلي کونکي وضعیت اندېښنه وښوده.
ورته نور ولولئ: طالبان پاکستان ته: له افغان مهاجرو سره بد چلند اړیکې زیانمني کوي
احمد زیاته کړه چې متقي له ډار سره په کتنه کې «په ټينګار سره له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې هلته د میشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د ضایعه کېدو مخنيوی دې وکړي.»
ویاند دا هم وویل چې ډار، متقي ته بلنه ورکړه چې «اسلام آباد ته رسمي سفر وکړي تر څو د لوړې کچې راشه درشه دوام پیدا کړي.»
په ورستیو اونیو کې د پاکستاني چارواکو له خوا په پاکستان کې له مېشتو افغانانو سره د ناوړه چلندونو، خپلسري توقیفونو او آزار او اذیت رپوټونه ورکړل شوي دي.
پاکستان ويلي د اپریل میاشتې له پیل راهیسې د اخراجونو په لړ کې نژدې ۸۵زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
ورته نور ولولئ: روسيې افغان طالبان د ترهګرو ډلو له ليسته حذف کړل
د طالبانو حکومت هم وايي چې په دغه موده کې په لسونو زره افغانان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند د شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د اپریل میاشتې له لومړۍ نه نیولې تر ۱۸مې نيټې پورې د پاکستان د دوو مهمو بندرونو له لارې نژدې ۷۱زره افغان کډوال بېرته هېواد راستانه شوي دي.