افغان چارواکي: د طرزالعمل پر دوو ټکو لا هم هوکړه نه ده شوې
۱۳۹۹ مهر ۱۵, سهشنبهد سه شنبې په ورځ په ورځ د رویتز خبري آژانس د درو سرچینو په حواله چې نومونه یې نه وو اخیستل شوي، وویل چې افغان او طالب مرکچیانو په قطر کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو پر طرزالعمل توافق کړی دی. خو د خبر تر خپریدو لږ وروسته د افغانستان د مذاکراتي ډلې غړې حبیبه سرابي، دویچه ویله ته وویل چې دغه شان کوم توافق لا هم نه دی شوې. هغې زیاته کړه: «نه، کوم توافق نه دی رامنځ ته شوی. موږ نه پوهیږو چې د هغوی سرچینه کومه ده. خو لا تر اوسه پورې د دواړو خواو تر منځ کوم توافق نه دی رامنځ ته شوی.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم په قطر کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې لا هم د طرزالعمل دوه داسې ټکې شته چې هوکړې پرې نه ده شوې. هغه وویل: «د طرز العمل په برخه کې خورا زیات پرمختګ شوی خو لا هم دوه موضوعګانې پاتې دي چې توافق پرې نه دی رامنځ ته شوی.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې سرچینو د رویترز خبري آژانس ته ویلي وو چې د افغان حکومت او طالب مرکچیانو د امریکايي چارواکو پر مرسته پر ۱۹ قواعدو توافق کړی دی چې له مخې به یې د دواړو اړخونو تر منځ خبرې اترې پر مخ ځي.
د افغان او طالب مرکچیانو تر منځ خبرې اترې تیره میاشت په قطر کې پیل شوې چې هدف یې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له پاره د یوې سیاسي حل لارې موندل دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په قطر کې د حکومت له هئیت سره لیدلي دي.
ms/sr