د پوهنې وزارت: د نجونو پر ترانو بنديز د وزارت دريځ نه دی
۱۳۹۹ اسفند ۲۵, دوشنبهد افغانستان د پوهنې وزارت د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۵مه) وويل چي دغه وزارت د هغه هدايت ليک تر شا نه دی چي په عام محضر کي د ښځينه زده کوونکو د ترانې ويلو په هکله وو. ياد وزارت د دغه هدايت لیک پړه په کابل کي د دغه وزارت پر څانګه او د دغې څانګي پر مشر ور اچولې ده.
هغه هدایت ليک چي د پوهنې وزارت په نوم د افغانستان ولايتونو ته لېږل سوی، پکښي راغلي ول چي له دې وروسته دي تر دولس کنلۍ پورته د ښوونځي نجونو ته اجازه نه ورکول کيږي چي په عام محضر کي سندري ووايي. په دغه هدايت ليک کي زياته سوې وه چي و هغو ښځينه زده کوونکو ته چي عمرونه يې تر ۱۲ زيات وي، صرف ښځينه ښوونکي د موسيقۍ درس ورکولای سي.
د وزارت په نوم دغه هدايت ليک چي اړونده ولايتي ادارو او ښوونځيو ته لېږدول سوی وو د زیاتو غبرګونونو د رامنځته کېدو لامل سو. په دې ترڅ کي په انټرنټ او په زياته په خواله رسنيو کي تاوده بحثونه تر سره سول.
د افغان سندرغاړي احمد سرمست له خوا د #IAmMySong يا »زه زما سندره يم« تر عنوان لاندي رسنيز کامپاين خورا زيات لاس پر لاس سو. نوموړي په افغانستان کي د موسيقۍ د انستيتيوت مؤسس دی. په ټويټر کي تر سره سوي دغه کامپاين کي زياتو افغانو نجونو هم د خپلو سندريزو ويډيوګانو په شريک کولو سره هم برخه واخيسته.
د پوهني وزارت وياندي نجيبې ارين د جمعې په ورځ کوښښ وکړ چي د موضوع سر راوګرځوي. هغې پر دې ټينګار درلود چي له دغه هدايت ليک څخه ناسم تعبير اخيستل سوی دی. د هغې په وينا په دې کي د نجونو او هلکانو سندري ويل نه، بلکي د کرونا پاندمۍ له کبله د ويروس د خپرېدو د مخنيوي خبره مقصد وو.
د وزارت له خوا په نوي خپور سوي هدايت ليک کي راغلي ول چي د کرونا پاندمي څخه د ساتنې په خاطر هم د نجونو او هم د هلکانو د موسيقۍ ډلو پر راڅرګندېدنه ممانعت دی. په افغانستان کي د رسمي ارقامو له مخي ۵۵ زره انسانان په کرونا اخته سوي او ورڅخه ۲۴۵۱ مړه سوي دي. خو اټکل کيږي چي اصلي شمېرې به تر دې څو چنده ډېري وي.
د پوهنې وزارت د دوشنبې په ورځ وويل چي د نارينه او ښځينه زده کوونکو دې حق ته ژمن دی چي تعليم وکړي او په کلتوري، هنري او سپورټي پروګرامونو کي برخه ولري.
نجيبې آرين د دوشنبې په ورځ وويل چي لومړی هدايت ليک د »رسمي تګلاري او پاليسۍ« استازيتوب نه کوي. هغې وويل چي د ياد شخړيز هدايت ليک په تړاو يې د اړونده څانګي او مسؤل چارواکي څخه پلټني پېل کړي دي. د کابل څانګه چي مشري يې د احمد ضمير ګوارا پر غاړه ده، ورڅخه ياد شخړيز ليک خپور سوی وو. د وزارت د وياندي په وينا د اړتيا په صورت کي به دسپلني اقدامات هم ترسره کړي.
آ./ا.ا./ن.ز.