افغان مهاجر په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي
۱۴۰۳ بهمن ۲۳, سهشنبهپه پاکستان کې د تیرو څلورو لسیزو راهیسې، په سلګونو زره افغان مهاجر په قانوني او غیر قانوني توګه ژوند کوي. افغانستان کې یو وار د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د دغو مهاجرو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. په نوو راغلو افغانانو کې یو شمیر یې په امریکا او اروپایي هیوادونو کې د پناه ترلاسه کولو په تمه په پيښور او اسلام آباد کې اوسیږي.
د روان کال په پیل کې د پاکستان حکومت د امنیتي او اقتصادي دلایلو له کبله د افغان مهاجرو بیرته خپل هیواد ته د استولو پریکړه وکړه. د دې پریکړې له مخې بې اسناده او هغه کسان چې د اسنادو په اساس یې د اوسیدو قانوني موده پوره شوې او په غیر قانوني ډول پاکستان کې میشت دي، بیرته خپل هیواد ته استول کیږي.
د نیول کیدو او په جبري ټوګه افغانستان ته د استول کیدو له ویرې په یو لوی شمیر کې افغان مهاجر د خیبرپښتونخوا په مختلفو ښارونو کې اوسیږي.
په پيښور کې کاروبار لرونکي یوه افغان مهاجر عبدالماجد دویچه ویله ته وویل: «په اسلام آباد او د پنجاب په ډیرو ښارونو کې افغان مهاجر له ستونزو سره مخامخ دي. ډیر شمیر کورنۍ خیبرپښتونخوا ته راغلي دي. دلته اسناد لرونکو ته ستونزه نشته.»
عبدالماجد وایي چې د درو لسیزو راهیسې په پيښور کې کاروبار کوي او په مختلفو ښارونو کې کاروباري اړیکې لري. هغه پوښتنه کوي: «اوس دا دومره لوی کاروبار څنګه پریږدم؟ افغانستان کې باید له سره هر څه شروع کړم. هلته اوسمهال کاروبار ته د ودې ورکولو فرصت نشته.»
عبدالماجد وایي چې اولادونه یې په پاکستان کې زیږیدلي، دلته یې زده کړې کړي او په کاروبار کې ورسره مرسته کوي. له اولادونو څخه دوه یې هیڅ کله هم افغانستان ته نه دي تللي: «کاروباري مجبوریت یوې خواته، په کورنۍ کې هیڅ یو هم بیرته افغانستان ته تګ نه غواړي.»
کله چې له هغه وپوښتل شول که حالات بهتره شي غواړي بیرته خپل هیواد ته ستون شي، نو عبدالماجد وویل چې هغه غواړي بیرته خپل هیواد ته ستون شي، خو ماشومان یي پاکستان خپل هیواد بولي.
راجستر شوي مهاجر هم ډاډه نه دي
په مختلفو دورو کې په پاکستان کې له دوه تر اته میلیونه افغان مهاجر اوسیدلي دي. د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرو د بیرته ستنولو پروګرام له مخې له ۲۰۰۲م کال څخه د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر تر ۳۱ نیټې پورې څلور میلیونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
البته د طالبانو حکومت له بیرته راتګ وروسته په لوړ شمیر کې افغانان په مختلفو لارو پاکستان ته رسیدلي دي. د دغو افغانانو یوه لویه برخه په دې هیله په اسلام آباد او پيښور کې شپې ورځې سبا کوي چې د کوم دریم هیواد له خوا به ومنل شي.
په پاکستان کې هم د افغان مهاجرو پر ضد عملیات
په امریکا کې د مهاجرت سیاست له روښانه کیدو وروسته، پاکستان هم په دغه هیواد کې د بهرنیو اتباعو د اخراجولو پروګرام جوړ کړ. په اسلام آباد او راولپنډۍ کې تر ۲۰۰ ډیر افغانان خپل هیواد ته د استول کیدو په خاطر نیول شوي دي. زیاتره عملیات د هغو کسانو پر وړاندې ترسره کیږي چې قانوني اسناد نه لري.
د دغو عملیاتو له امله د افغان اتباعو یو لوی شمیر د خیبر پښتونخوا مختلفو ښارونو ته ځانونه رسوي. په پيښور کې تر ټولو ډیر افغانان میشت دي چې ځینې یې هلته کاروبارونه هم لري.
دغو افغانانو په ښاري او کلیوالي سیمو کې میشت خپلو خپلوانو او عزیزانو په کورونو کې پنا اخیستې ده. پيښور ته رسیدلي اکثره افغان مهاجر له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
له کمپونو څخه دباندې اوسیدونکي افغان مهاجر
په خیبر پښتونخوا کې ۶۹ سلنه افغانان د مهاجرو له کمپونو څخه دباندې اوسیږي چې اکثره یې په ورځ مزد (دیاړي) کار کوي. پاکستاني او بهرنیو مرستندویه ادارو مالي مرستې بندې کړي دي چې له امله یې دوی له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دوی افغانستان ته له تلو ویره لري، خو په پاکستان کې د نیول کیدو له خطر سره مخامخ دي.
د نا مطمین وضعیت له کبله د افغان مهاجرو اولادونه په هیڅ کومې تعلیمي ادارې کې زده کړې نه شي کولی.
د خیبر پښتونخوا په دولتي ښوونځیو کې په ډیر شمیر کې افغان ماشومان زده کړې کوي، خو په کوم کالج یا پوهنتون کې د تحصیل په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.
د مور پلار ترڅنګ ماشومان هم له رواني ستونزو سره مخامخ دي، په داسې حال کې چې د درملنې د لګښتونو له بوج څخه بیا نه شي وتلی.